دوهمه برخه –
تر تولد وروسته محيطي عوامل
۱ــ اجتماعي او فرهنګي محيط :
په هره ټولنه کي مختلف رواجونه، او په مجموع کي يو خاص فرهنګ حاکم وي. چي هره کورنۍ هڅه کوي چي خپل اولاد د ټولنې له حاکم فرهنګ سره اشناکړي . دمثال په ډول افغانستان کي يوه کور کي تر ۵۰ تنو پوري لویان او ماشومان هم ژوند کوي ، والدين کوښښ کوي چي خپل اولاد په ګډ ژوند بلد کړي . خو داحالت بيا په اروپا او یا هم چين چي يو يا دوه اولادونه زيږوي او يا نورو هيوادونو کي فرق کوي ،هلته د اولادونو کمښت او دهرې کورنۍ د بېلوالي شرايط مطرح کوي.
۲ــ اقتصادي محيط :
کله چي ماشوم دنياته راځي د والدينو له لوري ځينو اقتصادي امکاناتوته اړ تيالري . دامعلومه ده چي هغه کورنۍ او ټولنې چي په اقتصادي لحاظ په لوړه کچه کي قرار لري ، ماشوم او نوی ځوان له کورنۍ څخه تر ښوونځي پوري د ژوند د بېلابيلو محيطي امکاناتو څخه برخمن وي ،لکه : قرطاسيه مواد، غذا، لباس ، دلوبو سامان او نور امکانات چي خپله د ماشوم پرذهني انکشاف او روان مثبت تاثير لري،ځکه خو په ټولنه کي ځان خوار او حقير نه ګڼي هر څه ته يې چي زړه او اړ تياوي هغه ورته مساعديږي او له ذهنې پريشانۍ خلاص وي.
۳ـــ کور نۍ محيط :
د والدينو تر منځ عاطفي اوسوليېزي اړيکي او همدا ډول د او لادونو سره ښه چلند دماشوم پر جسمي او رواني انکشاف ډير مثبت اغيز پريباسي.
دماشوم د انکشافي ار واپوهنې يو دپام وړ بحث هم د والدينو ترمنځ خپل منځي اړيکي دي چي د والدينو چلند له خپلو اولادونو سره توند يامینه ناک دی، منع کوونکی او يا ازاد دی ، يعني د خپل د فرهنګي محيط سره سم د ماشوم پر انکشاف دپام وړ تاثیر واچوي ، لکه مخکي چي ورته اشاره وسوه ، دکورنۍ اقتصادي وضعه ، دکورنۍ د افرادو تعداد، د والدينو رواني وضعه ، دوالدينو تحصيلات ، دوالدينو پاملرنه، د وروڼو او خويندو ترمنځ روابط زیات موثر دي او نور
پورتني عوامل دماشوم او نوي ځوان پرانکشاف د اهميت وړ دي.
له کورنۍ څخه تر ښوونځۍ پوري د ماشوم انکشافي ارواپوهنه
کورنۍ لومړنۍ کوچنۍ ټولنه ده چي ماشوم پکښي لومړنۍ الفباء او دژوند لومړي اصول زده کوي، دمور او پلار وظيفه ده چي خپلو اولادونو ته ور وښيې چي ښوونځی ښه ځای دی، دې ځای کي انسان درس زده کوي، نوی ملګری پيداکوي او تازه نړۍ ته ور داخليږي ، په دې برخه کي انکشافي ارواپوهنه ځيني وړانديزونه لري،لکه:
۱ـــ ټول ماشومان، دمشرانو او لويانو سره دنژدي او عاطفي اړيکو ساتلو ته اړتيالري ،ځکه همدالويان دي چي مراقبت يې کوي.
۲ـــ د والدينو مثبتي کړني او و يناوي کولای سي ، په ماشوم ګي امن او احساس رامنځته کړي او ور وښيې چي څه ډول له نورو سره رابطه ټينګه کړي، ښه له بدو څخه څه ډول تشخيص کړي.
۳ـــ د والدينو تاو تريخوالی او عصبانيت ، دماشومانو انکشافي روان ته زيان او صدمه رسوي.
۴ــ دماشوم رواني انکشاف هم د جسمی انکشاف په څېر کومک ته اړتيا لري چي دې برخه کي لاندي مهمي رواني غذاوي د ماشوم د رواني انکشاف لپاره اغيزمني بلل سوي :
الف : ماشوم سره خبري کول.
ب: ماشوم سره لوبي کول.
ج : ماشوم سره مينه کول.
۵ــ ماشوم ته نه پاملرنه، دماشوم د زړتورۍ او افسردګي لامل کيږي . هغه ماشوم ته چي پاملرنه نه کيږي له ژونده سره مينه له لاسه ورکوي. بې اشتها کيږي چي داکار د ماشوم دجسمي او رواني نکشاف لپاره ډير زيانمن تماميږي.
۶ـــ هرماشوم منظم تشويق ته ضرورت لري، بدني او رواني شکنجه دماشوم د رواني انکشاف لپاره مضر تماميږي ، ماشوم ته بايد مناسبه آزادي او د لوبو وخت ورکړل سي.
۷ـــ دماشو مانو دکو ښښونو څخه مننه او تشويق دماشوم دسالم انکشاف لپاره لازمي شرط دی.
۸ــ د هلک او نجلۍ ماشوم ترمنځ د احساسي (عاطفي) ،رواني او جسمي اړتيا له مخي تفاوت نه ليدل کيږي ، خو ځيني ارواپوهانو دښځينه جنس پرعافطي والي ټينګار کړی دی ، يعني ښځينه تر نارينه عاطفي وي ، نسبت زوی ته پر لور والدين ډير ګران وي.
۹ـــ د اولا دونو ترمنځ تبعيض او توپير د او لادونو ترمنځ دحسادت لامل کيږي.
۱۰ ـــ ماشوم تر چمتوالي او ترتيب وروسته ښوونځۍ ته وليږئ.
۱۱ــ خپلو ماشومانو ته وښياست چي هره ورځ لاسونه په صابون ومينځي او د ځان د نظافت ساتلو روحيه پکښي پیاوړې کړئ. ترڅو خود کفاء سي. دا عمل يې صحي سلامتۍ ته ډيره ګټه رسوي.
۱۲ـــ خپلو ماشومانو ته دکورنۍ د ډيرو غړو په منځ کي دخبرو کولو مهارت ور وښياست ترڅو په ښوونځۍ کي دهمصنفيانو مخته او ټولنيیزو غونډو کي دسټيج مخ ته د وينا او خبرو کولو جرئت مهارت ولري داتمرين له همدې کورنۍ څخه پيل کړي.
۱۳ــ که موچيري ماشومان چپه دسته وي ، په راسته لاس يې کار او ليکلو ته هيڅکله مه مجبوروئ ،ځکه داکار به له رواني خطراتو او اختلالاتو خالي نه وي. ارواپوهان وایې هغه ماشومان چي په چپه لاس د کار کولو عادت سي ، ځوانۍ کي زړه ور او با جر ئته وي.
۱۴ـــ ماشومانو ته په کور او ښوونځۍ کي پر چوکۍ دناستي ادب ور وښياست.
۱۵ـــ ماشومان بايد دشپې له مخي تر ډيره ويښ پاته نه سي او وختي بيده سي ، ښو ونځۍ کي به تاند او غوړيدلي سترګي ناست وي ، دماشوم پروخت خوب دماشوم دسلامتۍ باعث کيږي.
۱۶ــ تل مو ماشومان دهغه خطرونو په وړاندي چي دبدن د اعضاوو د پرېکېدو سبب کيږي خبر کړئ.
۱۷ـــ ماشوم له جادې او سړکو څخه د تېرېدو چل بايد په کور کي والدين په خوله او ښوونۍ کي پر تخته په انځورونو کي وښيې.
۱۸ــ هغه پېښي چي کيدای سي په کورني محيط کي ماشوم ورسره مخ سي، لکه دبامه څخه لويدل، دګازومسموميت ، دبرق نيولو او اوبو کي د ډوبېدلو لازمي لار ښوونې او دنورو خطرونو څخه دمحافظت لار ښوونه ورته وکړي.
۱۹ـــ ښوونځۍ ته پر لاره پر بېوزله ، غريبو او ړندو سره د زړسوي او لاسنوي لار ښوونه ، د خپل هيواد سره دميني لار ښوونه او دې ته ورته موضوعات په کورنۍ او ښوونځۍ کي په ګډه ماشوم ته ور وښودل سي.
۲۰ ـــ ماشوم له کوره د وتلو په وخت کي خدای په اماني ، لار باندي سلام اچولو ، ښوونځۍ او ټولګۍ ته په سلام چولو او بېرته کورته ته په را ستنيدو سره کور ته په سلام اچولو اموخته کړئ د دې کار تکرار د ماشومانو پر عاطفي او باطني انکشاف مثبت تاثیر لري، همداډول ماشومان په کور او ښوونځۍ کي په ګډ کار اموخته کړئ. لکه کور کي د خپلو جامو ټولول، دکوچنيو لوښو مينځل ، په کور ني کار کي له خور، ورور ، مور او پلار سره ګډه ونډه اخیستل ، ښوونځۍ کي ټولګی او خپل چاپیریال پاک ساتل ، ځکه زده کوونکي جوړېدل له ژوند له لاس اخيستلو او يوازي درس لوستلو په معنیْ نه ده.
۲۱ــ والدينو ،ښوونکو او مشرانو ته د درناوي لار ښوونه ، دهمصنفي سره همکاري او دوستي د تقدم دحق رعايت او زرګونه نور ادبي رعايتونه مو ماشومانوته دهمدې کورنۍ وړکتون او ښوونځۍ څخه ور وښياست.
۲۲ـــ په یاد ولرئ هغه لويان چي ماشومانوته د ټولنيز ژوندانه د ادابو د رعايت یا پورتنۍ لار ښووني تش په خوله کوي خو خپله عمل نه پر ي کوي ، ماشومان هم اعتماد او عمل نه پرې کوي.
نور…. هم سته