د نوي ځوانـــــۍ او ځوانــــــۍ مرحلې

پنځمه او ورستی برخه

د ( ځوانۍ) مرحلې انکشافي ارواپوهنه:

(ځواني) د نوې ځوانۍ او (پاخه سن) ترمنځ عمري مرحلې ته ويل کيږي، چي دهر فرد، په ژوند کي راځي. اروا پوهانو د انکشافي ارواپوهني  په لحاظ دامرحلې په څه  تو پير سره  يادي کړي دي خو تقريبًا اتفاقي نظر دادی چي د ځوانۍ مرحله له  ۲۰ ـــ ۳۰ کلنۍ  پوري ده.

د ځوانۍ مرحله

ځوان په جسمي، ذهني، رواني او اجتماعي  لحاظ د وړکتوب او نوې ځوانۍ  تجربې  ترشاپري ايښي وي او دانکشاف بل پړاو ته داخليږي.

په دې دوره کي ځوان د زيات جسمي او ذهني انکشاف څخه برخمن کيږي، د ذهني ابزارو په لحاظ، دعقلي تحول لوړي درجې  ته رسيږي او کولای سي چي کاملاً ذهني کړنې او عمليې سرته ورسوي ، يعني هم په جسمي او هم ذهني  لحاظ کېدای سي چی د ژوند  دروند وزن پورته کړي. هغه څه چي يولوی انسان،  دنوې ځوان څخه په  تو پير کي اچوي هغه د تجربې  دلږ او ډيروالي مسئله ده.

 ځواني  نو اوس  هغه مرحله ده چي کولای  سي  په  سمه توګه ښه اوبدله يوبله سره توپيرکړي.

کولای سي په ډيري ساده ګۍ سره په خپلو  ورځني کارونو کي له تعقل او استدلال څخه کار واخلي ،ځکه  داهغه وخت  دی چي  د ذهني  او عملي  تواناییو ترمنځ  يو ډول  همږغيتوب  راځي.

 استعداد يې  له عمومي حالت څخه، د ذو ق او رغبت  پر بنسټ  يو ځانګړی جهت  پيدا کوي، له هنري او فني کارونو د تر سره کولو سره علاقه پيداکوي.

ځواني اوس  هغه مرحله ده چي يو ځوان دقدرتمن تفکر  څښتن سوی وي او غواړي چي ځان د نوي ځوانۍ  اوماشومتوب  له خيالي او محسوسي  ملموساتو څخه خلاص کړي.

په همدې  ترتيب داهغه مرحله  ده چي اسلام هم ورته په ډير ارزښت او درنښت  کتلي دي .

د ځوانانو نړيواله ورځ:

  همداسي  هرکال  د اګست دوولسمه د ځوانانو نړيوالي ورځي په نوم په ټوله نړي کي لمانځل کيږي.

ځواني  هغه مرحله ده چي يو ځوان دماشومتوب  او نوې ځوانۍ  پر ځينو شيانو او مسايلو  شک پیداکوي چي  اياهغه  موضوعات  چي په ماشومتوب  او نوې ځوانۍ کي زما لپاره  دمنلو وړ وه ، سم وه که ناسم ، ځکه ځوان غواړي  چي خپل  باور او اعتقاد  له سره جوړ کړي او هرڅه ديوه  استدلال او دليل له مخي قبول کړي نه په پټو سترګو.

 په همدې خاطر  اسلام هم  لارښوونه  کړي چي يو ځوان بايد په پټو سترګو د اعتقاداتو  پيروي  ونه کړي ،بلکي هرڅه  دديني ، علمي  او منطقي   د لايلو له مخي  چي شریعت او هيوادني ارزښتونو ورته ټاکلي هغه د ديني ، علمي سرحدونو له مخي  ور سره  رفتار وکړي، تر څو د ځان  اوروان  په عمق او ژورو کي يې زده کړه نفوذ وکړي او د پيښو سره  دمخ کيدو په صورت کی ورته شک او ترديد شتون ونه لري.

 ځواني  هغه مرحله ده چي  يو ځوان  بايد دافکر ونکړي چي  ژوند يوازي په خوب او خوراک کي  را  خلاصه  کيږي نور نو نه بايد دماشومتوب  دمرحلې  په څېر په ډيرو  ماشومانه خوندونو او کارونو پسې وګرځي،  بلکي په خپل  ژوند کي  لوړ او عالی هدفونو ولري او هغه  هره لحظه  تعقيب  کړي ، دکمال د مسير په لور يالوړو  پوړيو ته درسيدوپه خوا حرکت وکړي او د ژوند کولو ډول وپيژني  ، خلاصه ځان او جهان دواړه  جوړ کړي.

خو  مختلف عوامل  کولای سي چي  دنوې ځوانۍ  څخه په تيريدو ځواني  هم متاثره  کړي چي ځيني  عوامل  ځنډني او يو تعداد عوامل  دتسهيل او اسانتيا  په ډول له دې  مرحلې  څخه دی.

په هرحال ځواني پیل کیږي اوفرد دریمي انکشافي مرحلې ته داخلیږي چې ترمخکني دورې ډېرپوخ اوځواکمن وي خوبیاهم په کور،ښونځۍ،پوهنتون اونوروبرخوکې  د یوشمیر ستونزوسره لاس اوګرېوان  وي.چې مخ ته پرپراته عمریې مستقیم اغیزپرېباسي ځکه نومنظمي جسمي اورواني رهنمایې اولاس نیوني ته اړتیالري اونه بایدیواځي پرېښودل سي.

د ځوانۍ په دوران کې جسمي انکشاف:

جسمي انکشاف دې دورې ته په رسيدو دوې نوري  مرحلې هم تر شا پرې   ايښي وي،  دبېلګي  په ډول  دماشومتوب  مرحله  ، خاص ډول  نوې ځوانۍ کي جسمي انکشاف د پام وړ وي او داساسي  تغيراتو سره چټک تر سترګو کيږي.

 دځوانۍ   په پيل  سره جسمي  انکشاف  ورو  او تدريجي  کيږي  او نور  نو دمخکنۍ  دورې په څير انکشافي  سرعت نه لري، دبدن د اندامونو او قد  انکشاف که څه هم  پرمخ نه دريږي خوډير کراريږي.

فکري انکشاف :

په ځوانۍ  کي فکري  انکشاف، شناخت او عاطفه  تر دا مهاله  دوام لري او هغه غږيې  چي يو ځوان ورسره مخ کيږي  دهغه  ليدلوری  او فکر  تر تاثير لاندي راولي.

 په مخکنۍ مرحله  کي که نوی ځوان  دشناخت او افکارو پياوړ تيا  لپاره د والدينو او شاوخوا مېشتو ، په وړاندي  دعناد او سرکښۍ  څخه کار اخيسته، په دې دوره کي  ديوه ځوان ټوله هڅه  يوه فکري  ثبات او پيژندني  ته ځانګړې سوي وي.

 که څه هم په دې دوره کي  بېلابيلي   ګروهي او  باورونه  تجربه کوي  او مختلف  مکتبونه انتخابوي  ، خو چلند  يې عنادي  نه وي بلکي هغه  په دې  وخت کي  دخپل هويت ([1]۱) د پيژندلو لپاره  له عقلاني  لاري کار اخلي ، چي په دې لاره  کي بياهم د مختلفو امتحانو او انتخابو سره مخ کيږي ، خو دنوې ځوانۍ  په څېر امتحانو او انتخابو سره مخ کيږي دنوې  ځوانۍ  په څېر احساساتي ، چلند نه کوي بلکي ژور فکر  او حوصلې  څخه کار اخلي، خو بيابه هم  دې لاره کي د ځينو نيمګړتيا و خلاصه  نه وي ، خو د تجربو او لارښوونو په صورت  کي حل کيدای  سي.هغه کسان چي نوې ځواني يې سالمه ترشاه پري ايښي وي، يو بشپړ هويت  ، له ځانه لري ، هغو ځوانانو  ته چي کړ کيچنه  او ناکراره نوي ځواني  يې ترشا پر ايښی وي،  ډير دستونزو  سره مخ کيږي ، په دې  مرحله کي عواطف ([2]۲) دخاص اهميت څخه برخمن وي که څه هم  عواطف دنوې ځوانۍ  هيجان او زیانمن توب  له ځانه  نه لری  خوبياهم  ځوانۍ  صميميت  او ميني ته اړتيا لري چي دا حالت  يې دنوې  ځوانۍ  سره تفاوت لري، په نوې ځوانۍ   کي احساساتي  و اوس يې عاطفي والي ، پر روژ فکر او زغم  ولاړ وي.

مخکي  مو ولوستل چي نوې ځوانۍ  د عواطفو دجوش  له  ناڅاپي هيجاناتو  سره مخ وي ځکه چي   د دې ډول مناسباتو  د پرځای  کولو لپاره کامله  توانايې  نه لري لکه شديد خيال پلو، د اندازې  زياته  صميمي  دوستي  ، له مخالف جنس سره د روابطو نا مشروع خیالونو موضوع دنوې ځوانۍ  دعواطفو لپاره مضر شيان دي، په داسي حال کي چي د ځوانۍ  په مرحله کي فرد هیله لري،  چي عواطف پر ځای وکاروي  او مناسب  تصاميم ورته ونيسي او په دې برخه کي دلویانو او ښوونکو لاسنوي او رهنمايي ته شديده اړتيا لري .

(اريکسون) د ځوانۍ مرحله د صميميت او اړیکو د ټينګولو  پړاو بللی دی او په دې  باور دی چي دهويت جوړ ونې سره ، فرد چمتو کيږي چي د اجتماعي  ، رواني ، انکشافي  مرحلې ته و رسيږي،  په دې مرحله کي ځوان کولای سي چی دميني، دوستۍ، صميميت او ژمنتوب  پربنسټ اجتماعي  اړيکي ټينګي کړي.

برعکس د نورو  سره د اړيکو ټينګولو څخه ا  جتناب  ، ځان ټيټول دي چي ځوان  مجبور دی چي ليروالی او ټولنيزه انزوا اختيار کړي، داهغه حالت دی چي يو ځوان په کورنۍ ، ښوونځۍ  او ټولنه کي نه ځان ته ګټه رسوي او نه هم نورو ته .

 صميميت او اړيکوته چي يو ځوان په دې مرحله کي ورته اړ دی هغه د ټولګيوالو ،  ښوونکو او ياهم  له دې  دايرې  بهر  د واده کولو پر برخه راټوليږي.

 ځيني ټولنپوهان  دا دوره د واده يا ازدواج دوران  هم ګڼلې ده.

په ځوانۍ  کي د انتخاب او تصميم  نيوني اړوند  ستونزي  يوه کامل هويت  ته په رسيدو سره ، که فرد وغواړي  که ونه غواړي  په داسي شرايطو سره مخ کيږي چي تصميم ونيسي او انتخاب وکړي ځکه وخت حالات بدلوي حالات انسان  ، چي د ځوان  په ژوند کي دانتخاب چاره  ځانګړی اهميت لري ، د دې  ډول تصاميمو او انتخابونو څخه يو شمېر يې برخليک   ټاکونکی  (سرنوشت ساز)  دی لکه  دخپلي خوښي  پوهنځۍ  ټاکل چي بايد دخپلي خوښي  ، لياقت او  وړتيا سره سم انتخاب وسي،  همداسي  د وظيفې  او ياهم واده په اړه  تصميم او نتخاب  ، يو تعداد تصاميم ساده  وي، خو يو ځوان  د دې ډول تصميمونو او انتخابونو لپاره کامل  پوهاوي  او شناخت ته اړتيالري  چي دې برخه کي خپل علمي   معلومات  او د ژوند تجربې  په کار واچوي او څنګ کی يې د استادانو  او مشرانو څخه لارښوونه وغواړي.

 دځوان فکر ي توان  او دتصميم نيونې  قدرت ، دهغه په  انتخاب کي مثبت رول او  اهميت لري.

د زده کړي او واده رشتې ټاکل :

مهمې ځانګړني چی په ځوانۍ کي د خاص  ارزښت څخه برخمني دي اوپه  واقعيت  کي دواړې دنوې  ځوانۍ څخه را پيليږي  او په تدريج سره بشپړي  سوي، عاطفي تمايلات او استقلال غوښتنه ده.

 عاطفي تمايلات  يو ځوان دهغه  مرکز د انتخاب  لپاره چي دی غواړي  خپلي اړتياوي  دهغه لاري تر لاسه کړي ، رهنمايې  کوي او د استقلال  غوښتني تمايلات  ځينو لارو څخه  ،لکه: مالي ، فکري اونوري خپلواکۍ يا داستقلاليتونه دي.

د مالي چارو د استقلال  اخيستنې لپاره د ځوانانو  هڅي روښانه دي چي هغه  ځينو ننګونو او چالشونوته مجبور وي ترڅو داهدافو او انګيزو  په برخه کي د يوې مالي  سرچنيې ، په لټه کي وي.

يو شمېر مشکلات  اوستونزي  دشغل په انتخاب کي د ځوانانو مخي ته راځي  او ځيني  مهم يې  په اجتماعي  موقعيتونو او د تصميم نيولو قدرت اود شرايطو څخه دګټې  اخيستنې  توان دځان پيژندنې  فرصتونه  او د استعدادونو پيژندل،  د پوهنځۍ او ياهم واده په انتخابولو کي دمناسبو شرايطو  په پام کي  نيولو سره دخاص اهميت لرونکی دی.

نو ځوان په خپله مرحله کي بايد په هرډول  اساسي تصميم نيونه او انتخاب کي ژور فکر ، دعلمي ذخيرې څخه  ګټه ، د پوهانو او مشرانو د تجربو او لار ښوونو څخه په استقاده سم او سالم انتخاب وکړي تر څو بيا پيښماني په لوړه بيه وانه خلي.

پای

اخځلیک او لمنلیک :

۱ : الهام السادات برقعي ، تاریخچه روانشناسي درجهان ، مقاله تحقیقی .

۲ : عظيمي، سيروس؛ اصول روان‌شناسي عمومي، تهران،  ۱۳۷۳شمسی .

۳ : براتوس، اسپنسر؛ روان‌شناسي عمومي، تهران، چاپ هفتم ، ۱۳۸۴ شمسی .

۴ : ویکی‌پدیا، دانشنامهٔ آزاد ، رواشناسی رشد جوانان و نوجوانان.

۵ : تبیان مجموعه: روانشناسی کودکان و نوجوانان ، سایت انترنیتی علمی.

۶ : سلامت نیوز ، احساسات در دوران نوجوانی.

۷ : صادق کریمی روان شناسی جوانان امروز، مقاله پژوهشی.

۸ : محمدعالم سالمی ، دعمومی ارواپوهني آرونه ، ژباړن ، ګل رحمان رحماني، ګودر خپرندویه ټولنه ،۱۳۹۱ لمريز.

۹ : ځلاند ډاکتر ، ارواپوهنه ، مومند خپرندویه ټولنه ، دوهم چاپ ، ۱۳۹۱ لمریز.

 ۱۰ هويت : عربي کلمه ده ،  دشخص ياشي حقيبت ته وايې  ، هغه چي د اصلي  صفاتو لرونکی وي.

۱۱  عواطف : دعاطفې  جمع ده، مانا يې ميل او دطبيعي حالت څخه  راوتل دي،  لکه مينه، مبحت ، غرور، خپګان، غوسه او ….. (استاد سالمي ، ۱۳۳مخ).

[1]ــ هويت : عربي کلمه ده ،  دشخص ياشي حقيبت ته وايې  ، هغه چي د اصلي  صفاتو لرونکی وي.

[2]ــ  عواطف : دعاطفې  جمع ده، مانا يې ميل او دطبيعي حالت څخه  راوتل دي،  لکه مينه، مبحت ، غرور، خپګان، غوسه او ….. (استاد سالمي ، ۱۳۳مخ).

————————–

د دې لړۍ نورې برخې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *