د نوي ځوانـــــۍ او ځوانــــــۍ مرحلې
د (نوي ځوانانۍ) انکشافي ارواپوهنه
نوې ځواني څه ته وایي؟
په لومړي سر کي باید دا روښانه کړو چي د انسان د ژوند انکشافي دورې تر دا مهاله يومعين او ټاکلي ويش نه لري ،بلکي ارواپوهانو په بيلابيلو بر خو ويشلی ، په دوی کي (بروملي ۱۹۶۶ م ) کی د اشخاصو دعمر انکشاف پر (۱۶) شپاړسو مرحلو ويشلی دی چي له تولد څخه مخکي تر زړښت پوري رسيږي.
خو ( اريکسون) بيا داويش پر(۸) اتو برخو کړی چی دنطفې له انعقاده څخه پيل تر پنځه شپيته کلنۍ وروسته حالت پوري رسيږي . نوموړی د نوي ځوانۍ مرحله له (۱۲) دوولس کلنۍ څخه پيل تر شل کلنۍ پوري او د ځوانۍ مرحله له (۲۰) شل کلنۍ څخه تر ديرش کلنۍ پوري شمېري.
په داسي حال کي چي دغه مرحلې (بروملي) له (اريکسون) سره په تفاوت کي ښيې يعني دنوې ځوانۍ مرحله له (۱۱) يوولس کلنۍ څخه تر پنځلس او د ځوانۍ مرله له (۱۵) تر(۲۰) شل کلنۍ پوري شميري خو دلته زموږ تاکيد د (اريکسون) پرويشنه دی چي دنوې ځوانۍ مرحله له (۱۲ـــ۲۰ ) کلنۍ پوري بولي.
د نوې ځوانۍ د اروا پوهني تاريخچه :
د مصري پاپيروس په ليکنو کی څلور زره کاله وړاندي دنوې ځوانۍ اړوند د تشويش داظهار څرکونه ليدل کيږي او همداډول دنوې ځوانۍ په لرغونو مطالعاتو کي ، لکه د يونان د فيلسوفانو افلاطون او ارسطو هم ورته کتنه کړې ده ، دې برخه کي ارسطو دنوې ځوانۍ اړوند تغيرات تشريح کړي او دهغه اټکلي عمر د يوناني نجونو او هلکانو لپاره څوارلس کلنی تعين کړی دی.
په وروستيو کي ژان ژاک روسو په خپل کتاب (ايميل) کي ،“ بلوغ او نوې ځواني ثانوي تولد نومولی دی. “
هغه رساله چي په ۱۸۹۲کي (بونهايم) دبلوغ په باره کي دمطالعې په نوم خپره کړه لومړنی اثر دی ، تردې وروسته تر (۱۸۰۰) اتلس سوه پوري ډاکترانو دجنسي بلوغ مطالعې کي څېړني وکړې.
د لومړي ځل لپاره(سټانلی هال)نوې ځواني د نوې اروا پوهني محيط ته د ننه کړه.
دنوې ځوانانو رواني خصوصياتوته يې کتنه وکړه او د دې دورې پر اهميت يې ټينګار وکړ. پردې بنسټ سټانلي ته دنوې ځوانۍ د ارواهني پلار وايې.
دنوموړې يو ډېر مهم کتاب د (بلوغ) په نوم په (۱۹۰۵ م) کي خپور سو چي د خپل اهميت له مخي ډير مشهور سو . د همدې نتيجه وه چي د هبلوژۍ (نوې ځوانۍ علم) يې رامنځته کړ ، څېړونکو د دې نوي علم د رامنځته کېدو په سبب شلمې پيړۍ ته د (نوې ځوانۍ پيژندني) علمي لقب ورکړ.
د نوي ځوانانو عقلي انکشاف :
عقل عربي کلمه ده ، پوهيدل، پيداکول، دنيکو اوقبيحو اعمالو د ادراک قُوه ده ، یعني د ښو او بدو کارونو بېلوونکي ته په عام ډول عقل ويل کيږي.
دنوې ځوانۍ په لومړنۍ مرحلې کي،د عصبي دستګاه او مغز انکشاف ، دلويانو مغز ته نژدي کيږي، خو نوې ځوانان د لازمو تجربو دکمبود په وجه نه سي کولای د لويانو په څېر د ستونزو حل ومومي او دهغوی په څېر ځواب ورته پيداکړي، نوې ځوانان د انساني اړيکو او طبيعي علومو سره ډيره علاقه ښيې، خپلو پرتېرو کړونو او ارزښتونو نوې کتنه کوي، عدالت او منصفانه چلند ته ډير ارزښت ورکوي که چيري دهمزولو (Peers)او يانورو څخه خلاف او ناخوښه کار و ويني ، په وړاندي يې سخت دريږي او ژريې احساسات را پاريږي ، همداوجه ده چي سياسمتداران په تظاهراتو کي ترډيره تنکي او نوې ځوانان استعمالوي.
وجدان يې دانکشاف پړاو ته رسیږي په ضمن کي د ناسم کار څخه د تقصير او خطا احساس کوي او هغه څوک چي د انساني او اخلاقي اصولو سره سم چلند نه کوي په شدت سره تر انتقاد لاندي نيسي.
د نوې ځوانانو د عقلي انکشاف نښې:
اروا پوهانو د نوې ځوانۍ دمرحلې رواني او عقلي ځانګړنې پر دريو برخو ويشلي دي :
۱ــ فعاليتونو ته ډيره پاملرنه.
۲ـــ د علت او معلومل په پيژندلو کي حيرانوونکي وړ تيا.
۳ــ د درسي او تحصيلي برياليتونو سره علاقه لرل.
ايا په دې دوران کي شخصيت را څرګنديږي؟
د شخصیت په مفهوم کي د یوه فرد ټوله پېژندنه او هویت یعني ټولي هغه ځانګړتیاوي چي د بل شخص یا فرد څخه پرې بېليږي بحث کیږي ، په دې معنی چي د الله ج په خلاقیت کي دوه داسي انسانان نه سو پیداکولای چي د شخصیت له مخي دې يې ټول صفتونه او ځانګړتیاوي سره یو ډول وي حتمی به څه توپیر سره لري .
نوې ځوانان دنړئ پيښوته په کتو ، داقتصادي ، علمي، تکنالوژيکي او لو بوکي پر مختګونو سره علاقه ښيې، د دې ډول فکري او معنوي اطلاعاتو او انکشافاتو لپاره ټولنيزي رسنۍ څاري، داهغه وخت دی چي کولای سي له علمي لارو څخه د پيچلو ستونزو په حل کي ګټه پورته کړي، چي په ترڅ او ضمن کي يې تر پخوا عملي مهارتونه هم بشپړيږي.
نوې ځوانان دخپل بدني انکشاف په څنګ کي دخپل عقل ، ادراک او ذهني پياوړ تيا لپاره هم هڅه کوي . البته انګيزې يې بدني تغير اتوته په کتو سره دماشومتوب له هغه سره توپير کوي ، لويوالی او پختګۍ ته په رسيدو نور توپير ونه پکښې رامنځته کيږي.
له نوي ځوانۍ د ځوانۍ په لور:
نامتو سويسي اروا پوه (ژان پياجه) له ۱۲ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پوري . د انځوريز (صوري) کړنوپه نوم ياده کړې ده.
د ده د څېړنو پر بنسټ نوی ځوان کولای سي ، په دې مرحله کي ،منطق ښودنه او د لويانو په څېر فکر کولو ته ځان نژدي کړي او دعلمي اکتشافي ، اصولي ، تحليلي او نورو ذهني اګاهيو سره ځان اشناکړي او په ځينو هغو پديدو چي ور باندي يوولس کلن ماشوم له هغه څخه ادراک نه سي کولای ، پر بر لاسی سي.
دوستۍ او يوازيتو ته په ارزښت قايل وي او هڅه کوي د نورو له واقعي انګيزو څخه خپلواک و اوسي. که يو يو ځوان وکولای سي ، خپل موضوعي وجود په خپل ذهن کي تصوير کړي، په دې صورت کي اړ دی چي منطقي استدلال وکړي او پايله ترې تر لاسه کړي ، دمثال په توګه (بيا جه) لاندينۍ قضيه د مختلفو عمرونو ماشومانو لپاره مطرح کړې ده:
( ډېر بختور يم چي پياز نه خورم، که می له پيازه سره علاقه لرلای مجبور وم چي تل مي پيازخوړلي وای ، زه دناخوښه شيانو څخه بيزاره يم).
هغه څوک چي سم فکر کوي ،په دوه دليله دا صحيح نه بولي. لومړی داچي پياز بدخوند او ناخوښه نه دي او يا له پيازه څخه بيزاري هم معقوله نه ده.
خو په پورته عبارت کي تناقض درک کولای سي. البته کيدای سي چي يو ۱۳ او ۱۴ کلن ځوان ونه سي کولای ، په دې ډول استد لال وکړي ، خوټکر او تناقض کولای سي چي په پورته عبارت کي درک کړي، ځکه پوهيږي چي د پياز سره علاقه او ناسموالي کي تناقض شتون لري.
له دې فرضيې څخه زموږ برداشت دادی چي دنه علاقي وړ پياز دلیل نه سي کيدای چي پیاز ناګوار (ناسم) و اوسي.
د نوي ځوانانو د هوښ د انکشاف ډول :
دهوښ په هکله بايد پاملرنه وکړو چي دماشومتوب دمرحلې پر خلاف په دې دوره کي دهوښ د انکشاف سرعت او چټکتيا کميږي.
د اکثرو نویوځوانانو هوښ په ۱۴ـــ ۱۵ کلنۍ کي د انکشاف کمال ته رسيږي او له هغه وروسته بيرته مخ پر کښته راځي ، د پرمختللو ماشومانو دهوښ انکشاف ممکن تر۱۸ اتلس کلنۍ پوري دوام وکړي، البته مساعد محيط دنوې ځوانانو دهوښ په پرمختګ کي په ځانګړي ډول په با استعداده نوې ځوانانو کي ډير تاثير لري.
د اروا پوهانو د څيړنو له مخي د نجونو هوښ په دغه مرحله کي له نوې نارينه ځوانانو ډير وي خو تر ۱۵ کلنۍ وروسته دهوښ برابري او مساوي والی رامنځته کيږي.
په ټوليزه توګه نارينه ، نوې ځوانان په علمي مسايلو ، ميخانکي فعاليتونو ، استدلال ، له مخي پر نجونو برتري لري ، خو نجوني په خبري مهارتونو باریک بینۍ کي له نوې نارينه ځوانانو څخه وړاندي وي.
ځيني ار واپوهان په دې باور دي چي په خپله دنجونو ترمنځ فردي – رواني تفاوتونه ، دهلکانو او نجونو د تفاوتونو څخه زيات دی.
نور …… هم سته
————————