England's bowler Moeen Ali (C) celebrates with captain Eoin Morgan (R) and Jason Roy (L) after taking the wicket of South Africa batsman Hashim Amla during the World T20 cricket tournament match between England and South Africa at The Wankhede Cricket Stadium in Mumbai on March 18, 2016. / AFP / PUNIT PARANJPE (Photo credit should read PUNIT PARANJPE/AFP/Getty Images)

تاند – د انګلستان د ملي ټیم لوبغاړي معین علي په نوي ډیلي کې رسنیو ته وویل چې له افغانستان سره لوبه اسانه نه ده او دا یو خطرناکه ټیم دی، نو پپکار دی چې موږ  له افغان لوبډلې سره په احتیاط ولوبیږو.

انګستان د ۲۰۱۰ کال د شل اورونو د نړیوال جام اتل دی او تیره لوبه یې له جنوبي افریقا څخه په داسې حال کې وګټله چې جنوبي افریقا ۲۲۹ منډې جوړې کړې وې او انګریز لوبغاړي دې هدف ته ځان ورساوه.

معین علي چې د انګستان ال راونډر لوبغاړی دی، یعني هم باولنګ کوي او هم ښه بیټنګ کوي، زیاته کړه چې له افغانستان سره به هم همداسې لوبه  وکړي لکه له نورو لوبډلو سره خو معین علي زیاته کړه چې دا به غوره وي چې د نوي ډيلي میدان ته په کتو سره انګلستان یو اضافي سپېن باولر ولوبوي.

۲۸ کلن معین علي بیا وویل چې له دې سره به مو ټیم پیاوړی شي. د انګلستان ټیم د شل اورونو په روان نړیوال جام کې تر اوسه په تیرو دوو لوبو کې چې یوه یې له ویسټ اینډیز نه بایللې او بله یې له جنوبي افریقا څخه ګټلې ده دوه سپین باولران معین علي او عادل رشید یې لوبولي دي.

د انګلستان ټیم دریم سپین باولر کیڼ اړخی لیم ډاوسن دی چې تر اوسه د انګلستان په ټیم کې نه دی لوبیدلی خو د روان نړیوال جام لپاره یې په لست کې نیولی دی او په هند کې له ملي ټیم سره تمرین کوي.

ډاوسن ۲۶ کلن دی او تر اوسه د انګستان روزونکي اعلان نه دی کړی چې دی به له افغانستان سره لوبیږي.

ټاکل شوې ده چې سبا چهارشنبې د افغانستان په وخت له انګلستان سره لوبه د ماسپښین په دوو بجو پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *