جناح له ۱۹۴۰ز کال څخه په انګلیسي هند کي د انګلیستان لپاره د پاکستان په جلا کېدلو کي رغنده رول خپل کړ. ترڅو پاکستان ځانته برخه کړي. د مبارزې په مهال چي ټولټال اووه (۷) کاله کیږي جناح نه بندي شو، نه ټپي شو، نه یې سر مات شو او نه یې چا ګرېوان ته لاس ور اوږد کړ د خپلي شته ناروغۍ توبرکلوز سره سره یې یو لوی هېواد د هندوستان له وجوده د انګلیستان په مټ جلا کړ. کله چي انګلیسي هند په ۱۴ اګست ۱۹۴۷ز کال کي په دوؤ برخو ووېشل شو دې ته پاکستان د خپلواکۍ ورځ وایي. خو دا د خپلواکۍ ورځ نه ده. دا د وېش ورځ ده چي پاکستان یې په ۱۴م آګست لمانځي او هندوستان یې په ۱۵م آګست لمانځي.
خو د دې وېش سره او د پاکستان د جوړېدو سره ګڼ شمېر علمـاوؤ او پوهانو مخالفت کاوؤ. د جماعت اسلامي مشر ابوالاعلي مودودي (رح) د پاکستان د جوړېدو مخالف وؤ.
شیخ الهند محمودالحسن صېب د پاکستان د جوړېدو مخالف وؤ.
ابوالکلام آزاد صېب د پاکستان د جوړېدو مخالف وؤ.
زموږ فخرآفغان باچاخان بابا صېب د پاکستان د جوړېدو مخالف وؤ.
مهاتماګاندهي د پاکستان د جوړېدو مخالف وؤ.
خو له دې سره سره پاکستان منځته راغی. اوس که څه هم پاکستانیان مخامخ ځانته خپلواکه هېواد وایي چي موږ په ۱۴ آګست ۱۹۴۷ز کال له انګلیستانه خپلواکي اخیستې ده. خو دا هیڅ امکان نلري چي پاکستان دي له انګلیستانه خپلواکي اخستې وې خو انګلیس د پاکستان او د اسلام په نوم په ایسیا کي دا هېواد د دې لپاره رامنځته کړ چي د مسلمانانو څخه ګټي واخلي او د ایسیا د زورورو هېوادونو سره یې لاس او ګراېوان کړي چي دوی خپلي ګټي ښه په سړه سینـه او په ښه بیه په انګلیستان کي تر لاسه کړي. او د پاکستان د مسلمان هېواد د امله د ایسیا مسلمانان وځپي چي هم به مسلمانان پرې د مسلمان هېواد باور کوي. لکه هغه وخت چي به د پاکستان انقلابیانو ویل چي مونږ دا هېواد د (لااله الا الله) لپاره جوړه وؤ. خو د پړدې تر شا کارونو په بل ډول په پام کي نیول شوي وؤ چي همدا هېواد بـه د انګلیستان لپاره مسلمانان ځپي.
لومړی یې مسلمانانو ته دا ستر زیان ورساوؤ چي تر وېش له مخه ټول مسلمانان سره یو وؤ یوه یې ناره او یوه یې مباریزه وه. خو جناح دا یو موټی قوت د انګلیس لپاره په دوو(۲) برخو وؤ وېشو د هندوستان مسلمانان یوه برخه او د پاکستان مسلمانان بله برخه. چي بیا په ۱۹۷۱ز کال کي د لاهور د ظلم او ناروا له امله لکه څنګه چي یې اوس هم له پښتنو او بلوچانـو سره کوي. نو هم دا مسلمانان یې هم په دوؤ(۲) برخو وؤ وېشل. د بنګلادېش مسلمانان چي شمېره یې د پاکستان تر مسلمانانو ډیره وه ځانته برخه شول او د پاکستان مسلمانان یې ځانته برخه شول. نو د جناح او پاکستان له امله یو موټي مسلمانان په درو(۳) برخو وؤ وېشل شول چي اوس هره برخه د ځان د دفاع په خاطر د پردو په استمعال کي لاس او پښې وهي. که دا ټول سره یوځای وؤ نو اوس به د ایسیا مسلمانان د داسي بدمرغیو سره نه وؤ مخ. چي یو ښه بېلګه یې په آفغانستان کي د څلورو لسیزو جنګ دې. چي د غربیانو په مټ یې د ایسیا هغه هېواد په کنډواله بدل کړ چي وؤه سو(۷۰۰) کاله یې د اسلام په خپروله کي نه سپمېدونکي قربانیاني ورکولې.
او دا خبره دي هم له تاسو پټه نه وي.
کله چي پاکستان د اسلام په نوم له هندوستانه ځان بېل کړ او د دوی په خوله چي دوی وایي موږ په ۱۴ آګست ۱۹۴۷ز کال کي له انګلیستانه خپلواکي اخستې ده. بیا ولي “شپږم شاه جارج” له ۱۴ اګست ۱۹۴۷ز کال څخه تر ۶ فبروري ۱۹۵۲ز کال پوري د پاکستان باچا وؤ؟
یادونه: هغه وخت “جناح” ګورنر جنرال وؤ خو باچا “شپږم شاه جارج” انګلیستانی وؤ.
بیا ولي “دوهمه الزبته” د ۶ فبروري ۱۹۵۲ز کال څخه تـر ۲۳ مارچ ۱۹۵۶ پوري د پاکستان ملکه وه؟
بیا ولي “سر جارج کننګهم” د ۱۵ اګست ۱۹۴۷ز کال څخه تر ۸ اپرېل ۱۹۴۸ز کال پوري د پښتونخوا والي وؤ؟
بیا ولي “سرالمبروس ډنډاس فلکس” د ۱۹ اپرېل ۱۹۴۸ز کال څخه تر ۱۶ جولائ ۱۹۴۹ز کال پـوري د پښتونخوا والي وؤ؟
بیا ولي “سررابرټ فرانسس موډي” له ۱۵ اګست ۱۹۴۷ز کال څخه تر ۲ اګست ۱۹۴۹ز کال پوري د پنجاب والي وؤ؟
بیا ولي “جنرال سرفرینک میسروي” د ۱۵ اګست ۱۹۴۷ز کال څخه تر ۱۰ فبروري ۱۹۴۸ز کال پوري د بري فوج کمانډرانچیف وؤ؟
بیا ولي “جنرال سرډګلس ډیوډ ګریسي” د ۱۱ فبروري ۱۹۴۸ز کال څخه تر ۱۶ جنوري ۱۹۵۱ز کال پوري د بري فوج کمانډرانچیف وؤ؟
بیا ولي ” وایس ایډمرل ګفرډجیمزولفریډ” د ۱۴ اګست ۱۹۴۷ز کال څخه تر ۳۱ جنوري ۱۹۵۳ز کال پوري د پاک بحریه کمانډر انچیف وؤ؟
بیا ولي “ایروایس مارشل ایلن پیري کین” د ۱۵ اګست ۱۹۴۷ز کال څخه تر ۱۷ فبروري ۱۹۴۹ز کال پوري د پاک فضایه کمانډرانچیف وؤ؟
بیا ولي “ایروایس مارشال آرایل آرآچري” د ۱۸ فبروري ۱۹۴۹ز کال څخه تر ۶ مئ ۱۹۵۱ز کال پوري د پاک فضایه کمانډرانچیف وؤ؟
بیا ولي “ایروایس مارشال ایل ډبلیو کینن” د ۷ مئ ۱۹۵۱ز کال څخه تر ۱۹ جون ۱۹۵۵ز کال پوري د پاک فضایه کمانډرانچیف وؤ؟
بیا ولي “ایروایس مارشال اې ډبلیو بي میکډانلډ” د ۲۰ جون ۱۹۵۵ز کال څخه تر ۲۲ جولائ ۱۹۵۷ز کال پوري د پاک فضایه کمانډرانچیف وؤ؟
دا هر څه مي د “پاکستان اور دنیا میں کون کیا هے؟” کتاب څخه درته راخستي دي چي په ۲۰۱۶ز کال کي چاپ شوی دې.
له دې څخه په ډاګه کیږي چي پاکستان د انګلیستان ځای ناستی دې. خو دا خبره هم شته او تاسو وهم لوستله چي دغو انګلیسي واکمنانو تر ۱۹۵۶ز کال پوري خپلي دندي غځولې دي. ځکه چي پاکستان د انګلیستان په آمر په ۱۹۵۶ز کال کي په خپل اساسي قانون کي تغیرات راوستل او ډیرو مادو ته یې پکښـي تغیر ورکړ ځکه که انګلیسي واکمنان نور دلته پاته شي نو د سیمي د هېوادونو ورباندي شک راځي او له جدي غبرګونونو سره مخ کیږي. لکه پـه لومړیو کي چي روسیې نېوکه ورباندي وکړه چي پاکستان د انګلیستان د ګټو لپاره منځ ته راغي او انګلیستان ته یې په جاسوسي هم تورن کړ. چي انګلیستان په ټوټې ټوټې راټول کړل شـوی پاکستان په ایسیا کي په ښکاره توګه د خپلو ګټو لپاره کاروي. نو انګلیستان د خپلو کسانو په ځای سیمیز خلک مقرر کړل چي له فکري لحاذه انګلیسان او د سیمـي له لحاذه سیمیز خلک وؤ. لکه یحي خان، لیاقت علي خان او داسي نور ډیر. او که بیا وګورو کله چي د پاکستان کوم سیاسون په پاکستان کي د ګوندي ستونزو، سیاسي ستونزو، نظـامي ستونزو یا د هم داسي نورو ستونزو سره مخ کیږي او په پاکستان کي ورته ستونزي جوړیږي نو هغه د نورو هېوادونو په ځای د پناه اخستلو لپاره انګلیستان ته ځي چي ترڅو د شته ستونزو څخه خلاصیږي.
او د اټومي بم فارمول هم انګلیستان پاکستان ته په لاس ورکړ او د آفغانستان د جهاد په نوم چي یې له عربیانو او غربیانو ورته بودیجه تر لاسه کوله هغه یې ټوله په هم دې اټومي بم خرڅه کوله چي پاکستان اټومي ځواک کړي. او چي د سیمي د هېوادنو لخوا کومه ستونزه ورته جوړه نشي. او په دوئ همدا ځای ناستی د تل لپاره ودروي.
H Haqwesh