نګین کرګر

شاعر وايې:

پښتو مې درله ماته کړه، رضا مې کړې که نه؟

بی احساسه خلک دې ته د مینې په نظر ګوري؛ د خوږ غږل او سندرې نه یې خوند اخلي، خو یواځې هغهپښتنه دا محسوسوی شې چې د پښتو د ماتېدو شرنګار یې غوږو کې تل بونګیږې، هر رګ  کې د پښتو د دوداووینې ګرمي احساسوي، د ځیګر زخمونه یې ورته ښکارې او د زړه دهلیز یې تل داسې سور په وینو لړلیوي لکه د کربلا دښته، لکه د کابل په وینو لت پت سړکونه چې کلونه وشول لا همداسې سره دې ، لکه دزخمې سرتیري ټټر…

لکه د فرخندې په مخ روانې سرې وینې.

کله چې د یوې پښتني پښتو ماته شي، نو غږ یې خامخا اورې، د هرې خوا نه یې اورې ، د کور د دیوالو نه دخپلوانو په تپوسونو کې د خلکو په کتلو کې. پښتنه اوس د هوش او حواس په دنیا کې یوه ننداره وه‌‌، د خلکو دمشغولتیا لپاره یوه موضوع وه، خو  دا غږ یا غږونه ددې په غوږو کې بیا هره شیبه بونګاري کاو.

ددی ماتې بوی څلور فصله راپورته وي. پسرلي کې داسې وې لکه د چونګښو ‌‌چونګښ ډنډونه چې سوړ بویراپورته شي او د خوا نه یې په تیریدو دې زړه راجګ شي؛ اوړې کې لکه د پشکال سپی چې مردار د سرکپه سر پرت وي؛ مني کې لکه د طوفان چی په یوه ونه کې پاڼه نه پریږدې او یو سوړ باد او باران په څیرونې د پاڼو نه بربنډوي. پاتې شو ژمۍ، دې وخت کې داسې ښکارې لکه د لرګي د بخارۍ چې تور لوګيوهلې وې ، چې څومره څن‌‌‌‌‌‌ډل کیږې هماغومره ترې تور ګرد راووځې او دا تور ګرد چې کله په سپینهواوره له ورایه ښکاري ، نو بالکل د پښتنې پیغلې په څیر چې کله به هسکه غاړه ګرځیده او بیاد د ودونو،رواجونو او پیغورونو نه ستومانه وه. هو دا هغسې ښکاره کیده لکه دا تور لوګی تازه څنډل شوی د سپینوواورو په سر د انګړ په یو کنج کې.

په ژمي او واورین موسم کې د پښتنې جینۍ د مأتې شوي پښتو سره تصویر داسې د وحشت نه ‌‌‌‌‌‌ډک بریښې ،خو کله چې به دا سپینه واوره د تور ګرد نه ویلې شوه، بیرته پسرلی شي نو دا درد یې نور هم دوه چنده شې .بیا نو هماغه د پیغور په شان تور ګرد به یې په ځمکه پاتې شوی وي ، دې ګرد به ټول انګړ توراوه. د کورخلکو کوشش کاو چې د ګرد خواته لاړه نشي. چا ویل دیخوا مه ځه؛  دا خبر ندې، چا به ویل سینګار د نوروپه شان مه کوه، جامې درکې بدې ښکاري. خلاص ویښتان مه پریږده.  دیخوا مه ګرځه.  د ناوې خواته مهنژدې کیږه. سینګار مه کوه.  ته تور بخته یې‌. تا سره برکت ورک شو. تا د پښتو دود مات کړې اوس به نورځایونه تور کړي.  بیا به د کور خلکو  په ‌‌‌‌‌‌ډیره خوارۍ سره دا ګرد د انګړ د منځ نه خاورو سره ګ‌‌‌‌‌‌ډ کړنهچې بیا کوم ځاې تور نکړې.  چې چا به یې په هکله پوښتنه کوله، کورنۍ به یې د شرمه نه وارخطا شوه،خیره به یې بل خوا کړه .

دپښتنې دماتې پښتو دا تور ګرد د خاورو سره د انګړ په یوه کونج کې پروت به و، داسې به دې ته بریښدهچې دا هم هملته د خاورو او د ژمي د لرګي بخارۍ د څنډل شوي لوګي تورکو سره چی اوس خاورو او خټوسره ګډه پرته ده.

پښتني پیغلې ته دا د انګړ په کونج کې یو عذاب و.  دې هلته دې خپل ه‌ډوکي لیدل چې څنګه یې د منځ نه ده‌‌‌‌‌‌ډوکې ماغزه راووځې ، خپل رګونه چې څنګه پکې د پښتو توده وینه ښکته او پورته کیږې. غواړي دا وینهسړه شې خو د پښتونولې دود لا د نړۍ په سر مړ نه وو ، دې په دغه تورکو او خاورو کې د انګړ په کونجکې خپل زړه لیدو چې د بخارۍ تور لوګې او خاورې سره ککړ و. هماغسې لکه د دې احساس چې څومرهسپیڅلۍ او پاک وو او هر پیغور دا څنګه ککړ کړې و ، د شپې په تیاره او چوپتیا کې به دې یوه سپینه رڼالیده او د خپل زړه درزار به یې اوریده.  دې هلته خپل خوړین ځیګر هم ولید چې وینې ترې بهیدې ، او بیایې خپل تش وجود کې دا هر څه لمس کړل، دا به تل ریږدیده، ساه او تیږا به وه، ځکه کله چې به یواځې شوهدې به هماغه دژمې بخارې تور لوګۍ د سپینو واورو په سړ په کړنګ ژمې کې لیده او دا جنت او دوزختصویر ورته په خپلو سترګو په دی دنیا ښکاره کیده.

دې هر وخت دا احساس کوه چې د بخارۍ تورلوګي سره د واورو په سر دا بربنډه ولاړه ده. د خلکو پهسترګو کې ېې سوالونه لیدل ، دنیا ورته عجیبه وه، د هر چا د کتو نه دا ‌‌‌‌‌ډاریده.

هر څوک ورته مطلبې ښکاره کیده.  دې د غټو غټو خلکو نه په څه مهارت دروغ اوریدلې و ……

. دې ته د خپل زړه شفافیت لکه اینه وو، لکه شین اسمان د پسرلې په سهار کې ، لکه د لمر زرینې وړانګېد ملا اذان سره، لکه رڼې اوبه لکه د ماشوم بیباکه ریښتیا ویل، دا بیباکه وه، هر څه یې په زغرده ویل ‌‌‌‌‌‌ډارپكې چا نه لیدو. خو کله چې به یواځې شوه بیا به یې د بخارۍ تور ګرد د سپینو واورو په فکر بوخته شوه دهغه ماتې پښتو د دود د ماتولو د شرم د راوړلو .

دې به لیدل چې څنګه ددې چاودلې پښې د غه تور ګرد سره نورې هم بدرنګې شې، لاسونو ته به یې وکتلهغه ښځینه ظرافت چی په شنو او سرو بنګړو کې ورسره یوځاې کیده او د نوکانو د رنګ سره یې ښکلا دوهچنده کیدل نه وه. خپلو سترګو کې دې درد لیده، مهربانې پکې یواځې هغه وخت وه چې دې به چا سره دانسانیت مرسته کولای شوه. هر چا ویل دا زشت خوي لري . دا ولې په قهر ده ؟ دا د ځان سره د پښتو سرهپه جنګ وه. څومره چې بیباکه بریښیده،  هغومره دا ځوریده او ریږدیده .

هغه تور ګرد یې په سږو کې هم پروت و.  ساه ایستل ورته ګران و. د لوګي ذرات یې خپلې هرې ساه سرهحس کاو.

په تمه به وه چې سبا شي او دا پرته له دی چې د انګړ په کونج کې خاورو ته وګورې،  د خوبه راپاڅیږې ،اودس به یې وکړ. چې کله به مانځه ته ودریده، مونځ به یې ونکړ ، هملته به یې پریښوده.  د خداې سره هم پهقهر وه بیا به د کوټې نه ووتله . انګړ ته به لاړه، کونج ته به ېې نه کتل .

 دې ته تل د مرغیو په چغار کې یو سوال و. په ځیر سره به یې اوریده بیا به دې د مرغیو هر غږ په نښهکړې و.

د مرغیو خبرو ته یې غوږ ایښوده. ټولو یوځای چرچر کاو.  داسې خوږ لګیده احساس یې وکړ چې دوې منځکې د انسانانو په څیر نه

کینه شته

 نه کرکه نه دپښتو د ماتولو پیغورونه نه کنایه او نه ګیله دوې ازاده دې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول ریا نه ازاده، د دروغو اوجفا نه ازاده د تعنو نه ازاده دې ، ازاده یو پراخه څپاند سمندر د څپو په شان ، د دښتو د پراخوالې په شان اوپه دپسرلې په اسمان کې د باران او د بو‌‌‌‌‌‌ډۍ ټال په شان رنګین.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *