ژباړه: همایون دوست
۱۸۷۹ د نوامبر په ۹ انگلیس ۳۶۰۰۰ کسیز تعروضی لښکر په دریو درستیزنو ویشل شوی د افغانستان په خاوره ودانگل.د پیښوردرستیزوال تورن جنرال برون (۱۶۰۰۰ جګړه‌مار لښکر په ۴۸ توپونو سمبال)د خیبر دره له لاری جلال اباد په لور جبهه پرانیستله.په خیبر دره کی هڅه وشوه د تجاوزگرو په وړاندی ودریږی خو د انډول په لوی توپیر ایله یوه ورځ مقاومت نه پس افغانان ډاکې ته په شا شول
د کورمې د لور درستیزوال ډگرجنرال روبرتز(۶۶۰۰ جگړه‌مار لښکر په ۱۸ توپونو سمبال)په ۱۸ د نوامبر برید هڅه ناکامه،موده پس په دویم ځل پیورکوتل ولکه کړ.
د کندهار درستیزوالې برید جنرال ستیوارت (۱۳۰۰۰ کسیز لښکر)لنډه موده په بولان تنگې کی ځند،د څار ورسته د خطر په نه لیدو سره په ډاده زړه په ۲۰ د دیسامبر د تنگۍ تیر،ایله دیسامبر په ۲۶ تخته‌پل کی ورباندی خال،خال ډزي وشوي.
ظاهراً داسی ښکاری چی دوي پرته له لویو ستونزو د افغانستان حریم ته ننوتل
په ښارونو جوماتونو کي انگریز پلو روحانیونو په خلکو کی تبلیغ کاوه،چی ټوله گډوډی د امیر د واکه لیری کولو په موخه ساده پاچا گردیشې او کورنۍ شخړه ده،د اندیښو وړنه ده،ځکه عام پرگنو لا څه چی پوځیانو هم چندان جدې ونه گنله.
امیر شیرعلې خان خپل ځوی یعقوب خان د دربار د چارو سرپرست په گومارولو سره،د روسانو نه د پوځی توکو مرستو غوښتنی په ارمان مزارشریف په لور رهې شو.
د ښکیلاک پوځ په افغانستان بریالې دانگلو سره،سره په گڼو ستونزو مخ شو.افغان توریالو واحد مرکز لرو پرته غیرمنظم په جلا،جلا خورو ورو پیښو کي د دوښمن په قافیلو کوټلي غلچکي بریدونو د پام وړ زیان ورواړو.د دوی ارتباطاتو ځنځیرې کړی پریکړه او ټولي پلان شوې طرحی شنډي کړي.
_د پیښور درستیزوالی لویه برخه د هند سره د اړیکو نښلولو په موخه په نرۍ کرښه گام په گام خواره،واره ویشل شوی ؤ،په غلچکو بریدونوکی ګڼشمیر سپاهیان مړه او پاتي لښکر کی رنځ گډ شو،چی مرگونی ناروغان یی درملنی له پاره بیرته هند ته واستول.د دوی۱۴۰۰۰ اوښان هلاک شول.د قبایلو پښتنو د کرکه او د غوسې تاو ورځ تر بلې تودیدو سره په خطرناک کواښ بدلیده.حالت د پوځ له کنتروله وتلې ؤ.
_ د خوست په جبهه کې کورمې د درستیزوالی سپاهیانو روحیه د ماتې له کبله مړاوی او ماته وه.
_جنرال ستیورات پلان درلوده د کندهار ولکه کولو پس د هرات په لور خوځیدلې وای،د پنچاب نه راتلونکو انظباط غونډونو له شا د ده مورچلونه پیاوړې کړای وای،د دی له پاره یی د شته اوښانو سر بیره نورو لس‌ زرو اوښانو ته اړتیا لره،ده په ډیري خوارې ایله څه د پاسه یونیم زر اوښان راټول کړل.کله چی متوجه شو د څلورو میاشتو ژمې پایلو له پاره،د پوځ په زیرمو کی د خوراکی توکو کمښت دی او د قلات څخه غله‌دانو زیرمو نه د انتقال وسایل نشته،د لښکر د ولږی نه د هلاکت په ویره،هک پک تکان وخوړ.په وارخطایی سره د سرتیرو شمیر تر نیمایی لا زیات کم کړ، څه د پاسه اوه‌ زره کسان یی بیرته هند ته واستول.نور لښکر یی په دریو برخي کړ،یوه یی گرشک او بله یی غلزایی قلات ته ولیږله.په جنوب کې د عملیاتو لړۍ ودریده.د هرات د تگ پلان اوبو لاهو کړ.
په لوژستیکی برخه کې،د پوځي او خوراکي توکو انتقال له پاره د باروړنکو اوښانو مړاولو د پاره د ځوځانو کمښت(په ډیره زیاته اندازه ورته اړتیا وه)له وجی،پوځ په سختی سر خوږی اخته کړې ؤ. اضافه د شلو زرو باروړنکي څاروی ولږی هلاک کړل.د ژمی شپي انگریزانو ته په ډیری لوړي بیه تمامي شوی،نور یی د پاتي کیدو وس نه لره،همدی سرگردانۍ کې د دی په چروت کی وه چی څه رنکه د افغانستان پریښودو له پاره په یوی پلمې د خټو پوزه ځان ته کیږدې.
په همدی نازک حالت کی د امیر شیر علې خان د مرموزه مړینې خبر خپریږی چی د ۱۸۷۹ فبروری په ۹ مزارشریف کی ځان حق ته سپارې.
حکومت واگۍ یعقوب خان ته په لاس ورځی،دې، ده اکثراً دنیایی مسایلو سره چندان علاقه نه ښوده،سیاسی ډگر کې ثابت دریځ نه درلود.په داسی حال کی چی انگریزانو خپله د مرگ او ژوند په پوله لاس او پښي وهلی،د ده د ډارولو په موخه یو نه چندان غټ لښکر د پیښور نه د خوږیاڼو لور ته مارش کولو سره دړکه وکړه،چی په کابل د برید نیت لرو.ناڅاپه هغه څه پیښ شول چی خپله انگلیس ته معجزه وه،دی نظامې مانور په امیرمحمدیعقوب خان جادویی اثر وکړ،چی د سترګو په رپ د پیرې غوندې په گندمک کی راڅرگند کړ او سمدلاسه یی انگریزانو ته د پخلاینې او ترحم ځولۍ وغزوله.۱۸۷۹ کال ۲۶ مې د جگړن کاوانیاری او امیرمحمد یعقوب خان تر منځ د گندمک تړون لاسلیک کیږې.دې په ترڅ کی د خپلو بهرنیو چارو اړیکو واک ورسپاری،او د خیبردری، کورمې، سیبې،پیښن،قبایلي سیمو کنترول – د افغانستان په کوم گوډ کی چی تلپاتیي استازي وغواړي استوګنه – د ترانزیت په برخه کی منځتی اسیا ته د توکو لیږد،د سوداګرو د قافلو امنیت ساتولو مکلفیت به د امیر په غاړه وی.بدل کی انگلیس د جلال آباد او کندهاره د ځواکونو ایستلو او د کال شپږ سوه زره روپۍ نغده ته ژمن کیږې.
د تړون لاسلیک کیدل د ډیرو افغانانو سیني د کرکې او خفگان له امله وپړسولي،غمگینه چوپتیایی د هیواد په فضا کی حاکمه شوه.
د تړون له یوی مادی په بنیاد د انگلیس تلپاتی استاځو استوګن کول ؤ،چی جگړن کوانیاری په مشرتابه د بریدمن همیلتون تر قومنده د ۲۵تنه سپارواو۵۰ تنه پیاده سپاهیانو قافله سلگونو مزدرانو، پڼدیانو، پیرانو، مریدانو
ولیانو او کوډگرو په بدرقه د کابل په بالاحصار(پخوانې ارگ) کی د مراسیمو په تر سره کولو ورسته ځای په ځای شول.
یو لیک چی د هند نایب السلطنه لیتون په ۲۳ جون د لندن لوړ پوړې چارواکی کرینبروک ته استولی ؤ د سفارت موخه روښانه وی« د کابل سره د تړون لاسلیک کیدو له وجی زړه له تله شوکرګزاره یم،دا تړون زموږ موخو ته د رسیدو پایله نه بلکی پیل دی. دا زموږ د هوښیارې تگلاری محاسبه شوی منطقی گام دې،چی په اوږد مهالی کی د ښه لاسته راوړنو له پاره سنجول شوی،د هغو معلوماتو مطابق چی له کابله کوانیاری او نورو کارمندانو رالیږلي، د افغانستان نه زموږ د پوځیانو په وتلو د اندیښی څه نه ګورم …د ډیرو لاسته راوړنو له جملو، یوه دا ده چی موږ د خپل قسم خوړلی دوښمن روس له ګواښه د هند پولی ابدي خوندی کړی،د امیر نه د ننگې په خاطر کوم سبق مو چی روسانو ته ورکړد نړی د دی گوډ په ولسونو په ځانگړی توګه افغانانو د دی نه په عبرت اخیستلو موږ ته طابع او د درناوی سر به ټیټوی.موږ خپل دوښمن(روس)بی عزته بی اعتباره کړ.اوس به ولسونه ترجیع ورکوی چی زموږ اطاعت وکړي…»
کنوانیاری عملاً د دربار چاری په لاس کی واخیستي،(امیر یعقوب خان به په مودو،مودو هم دربار ته سر نه ښکاره کاوه).د ده سلوک د افغانانو سره د غرور و کبره ډک بادارانه ؤ،د ده زور زیاتی له کبله د افغان سربازانو نیولی ترعامه پرګنو پوری د خواشینې له لاسه اعصاب په خوټیدوشو.د اور بلولو له پاره ټول د سون اوچکي امبار،یوازی یوی د انګارو یوی سپرغۍ ته اړتیا وه چی په خپلو لمبو کی هر څه لولپه او ایره کړی.سکروټه هم ور وغورځیده،کابل کی د یوه جومات وطندوسته ملا امام تحرک امیزه، د پیاده غنډ دری تنه سرتیری وپارول اوهغوی د تنخا نه اخستلو په پلمه په ۲۱ د اګست بلاحصار په ارګ یرغل وکړ، چی په ډزو باندی ځوابیه شول،د نښتې پس افغانانو د بالاحصار غره ته توپونه وخیږوال،له هماغه ځایه د تر ورستې انگریزه د توپونو په ویشتلو چغمه او تغمه کړل.
لیتون د پوځ سمبالولو له پاره د اروپا او خپلو نورو مستعمرو څخه عسکر راوغښل او د خوست جبهی په درستیزوال ډگر جنرال روبیرتز په کابل د مقدماتی برید امر وکړ.
د روبیرتز لښکرو کابل ته د لارو په اوږدو تر کابل دروازو پوری کوم د پام وړ لویی ستونزو ونه گاللي.
چهاراسیاب کی د امیر شیر علی خان له خوا نوی جوړ،ځوانی اوردو سرتیرو چی یوولس کتډکه او په وړی توپخانه سمبال ؤ،کابل ته د ننوتلو مخه کړه.تر مخامخ کیدلو مخ ته په ۲۲ سپتامبر کی انگریزی لښکري د لوی انډول په توپیر، ورته نیږدی په زاهد اباد کی دیره شو،افغان سرتیرو پلان درلود چی په دوښمن به مخامخ جبهیی جنگ بر سیره د شاه له خوا هم ګوزار وکړي،دا پلان مخ تر وخت د انگلیس کشفي پوځیانو ته افشا ا مرچلونو تغییر کړل او کمینونو کی غلي شول.افغان سرتیرو په حیرانونکی میړانې او سرښندنی سخت په مقاومت وجنگیدل،خو قومي ملیشو چی د شا له خوا د برید دنده درلوده د انگریز پلو روحانیونو د تبلیغ په اثر غفلت وکړ،افغان سرتیرو د درندو خونړیو تلفاتو په ورکولو سره په شا وتمبول شول.
۳۰ د سپتامبر مراسمو تر سره کولو ترڅ کی روبیرتز بالاحصار ته ننوت.ده امیر یعقوب خان له تخته وغورځاوه او په یوه کاروان کی بریتانیوی هند ته واستوه.
په پیل کی د کیوانیاری په غچ څه کسان په عادې دار وځوړول.خو د ډگروال ګیورګې خبره د ده په زړه ښه ولږیده،چی داهسی ستړی ده،د سیل او ننداری په محفل کی دوي باید وسیزو.څوک به چی ورته په گوته کیدل او په لاس ورتلل،پرته د پوښتنې ږرویدنې نیول کیدل،د هر ډول انسانی معیاری اصولو پرته.ډله به یی د ځنځیر په کړویو وتړل،د باروتو او وچو لرگیو لاندی به یی په گریسو لړلي مالوچ ته د ډوهل په ډب سره اور واچاوه،د سترگو په رپ به آدم ذات د شنو وړانگو مشعل شو،جوخت به ورسره له بالاحصاره اسمان ته خړه لوخړه پورته او تورې وریځي به خوري شوی.کابلیانو به غړندو،غړندو سترگو کتل او زړه ویني څڅولي تر څو به چی لړي خوری،وري پنا شوی په دی چنگیزی عمل څه د پاسه دوه سوه تنه قرباني شول.
د اعدامونو،وژنو،ځورونو،کړانو پس روبیتز امر وکړ د بالاحصار سلاکوټ تخلیه،لرګیني توکي ټول(چی د سون له پاره)شیرپور کلا ته وړو،کابل د ویاړ او د غرور شانداری معمارۍ څلې د ارگ د خاورو سره خاوریکړي،بالاحصار ارگ یی له بیخه هوا ته دوړه کړ.
د کابلیانو د زغم ازمون او ډارولو چنگیزی طریقه،طبعاً ناوړه پایله لرله.دوی اړیستل شول،توپک ته لاس تیر د غزنی د اندړو قوم مشر ملا مُشک عالم په لارښوونه په یوه ټغر راټول شي او د امیر شیر علې خان د وخت سپه سالار محمدجان وردک تر قومندی روزنه او جګړیزو عملیاتو منظمه جبهه پرانیزی.
د یووالې دړې کولو په موخه انگریزانو په ۲۵د نوامبر په کوهستان برید وکړ،چی د ډیرو تلفاتو تر څنگ د توپ خانی له لاسه ورکولو پس پښي سپکي کړی.
روبیرتز د افغانانو اتحاد لا هم دومره جدی خطر نه گاڼه تر څو چی د اسمایی غره نښتو اړیست چی سترگي وغړوي.پیښه داسی وه چی په ۲ دیسامبر سهار وختی ډلي مشکوک جنګیالی اسمایې غره د لمنې پورته راټول او داسی وښوده چی د یرغل نیت لري.روبینز فکر وکړ موږ باید په مخکی شو.د توپچی د تیار کیدو سره جنگیالي د غره په بل اړخ واوښت، جنرال د نظام قراول سپارو قواو ته (چی ۷۵۰ تنه ؤ) امر وکړ چی تعقیب یی کړی غره نه د ښکته کیدو په مهال یي له منځه یوسی.کله چی زربتي ځواکونه په تللې ډلې پسی کین اړخ ته ښکیل شول،له ښی اړخ بلی جنگیالی ډله په ډیری چټکی په توپ خانه یرغل او څه توپونه یی غنمت کړل.تللې زربتي ځواکونه ته نور تازه دمه افغان جنگیالی کمین کی ناست ؤ او شاته د راتگ په بهیر له غره نه همهغه ختلي جنگیالي په منډه را ښکته او منځ کی ضربتیان ایسار کړل،یو یا یونیم بختور تری ژوندې ووت بس.جنرال روبیرتز ته بله لار نه وه پاتی بی له تیښتی،دی د شیرپور کلا د دنگو دیوالونو تر شا پټ و سر راښکاره نه کړ.
د جنرال محمد جان برې په جنرال روبیتز د بریتاناوی هند نایب سلطنه سخت وار خطا کړ،د پیښور دستیزوالی او د جگدلک په ځواکونو امر وکړ ژر تر ژره گارنیزون تشکیل او د روبیتز مرستې او ژغورني ته ودانگي،په ۱۲ د دسامبر نورو ځواکونو روبیتز ته اوږه ورکړه او د کی ساه وچلیده.
د ځواکونو تلې ته په ځیر کیدو سپه‌سالار محمد جان متوجه شو،چی د دوښمن پله په درنده شوه د بی ځایه تلفاتو او خپلو ځواکونو سمبالولو پوری ښه وگڼله چی خپل جنگیالي چی ډیریی د امیر شیرعلی د وخت سرتیري ؤ له کابله تخلیه او څنډو ته کړل.
په کندهار کی جنرال ستیورات د ژمې په تیریدو سره په تازه دمه ځواکونو سمبال او ورته امر وشو جی ټولو پوځیانو سره غزنی ته او هلته د ملا مشک عالم جنگیالي وځپي له هغی پس د کابل ځواکونه تقویه کړی.د غزنی د احمدخیلو سیمه کی د نښتو او تلفاتو په ورکولو سره په ۲۰ د اپریل کابل ته ورسید او روبیتز سره په یو ځای کیدو د انگلیس د پوځ عمومې قومنده په لاس واخیسته.
د هند سره د رابطه ټینگوالو په خاطر انگریزانو صرف په یوی نری کرښی د تگ را تگ حاکمیت درلود،په دی به هم روزمره غلچکي بریدونه کیدل او زیان به یی وراړو.
جنگ د کیسو او نندارو منظره په همدی بهیر او په څپو،تلله او روانه وه تر هغي پوری چی صحنه ته
وسپنیز سردارعبدالرحمان سر راښکاره کړ. ده د تاریخ څرخ په لاس بل لوری ته کرنینی کړ.
سردار عبدالرحمان خان د کورنیو شخړو په لانجو کي د خپل تره امیر شیرعلې خان له خوا مغلوب او په ۱۸۶۹د امو سیند پوریتوت د خیوی له خان یی پناه واخیسته،موده هلته په اوسیده،مشکوک شو،چی خان یی شیر علې خان ته په لاس ورکوی،د هغی ځای تښتې د بخارا اماراتو ته د بخارا امیر نه د پاتی کیدوغوښتنه کوی،موده دلته هم متوجه کیږی،د بخارا د امیر اړیکي د کابل له امیر سره ډیری دوستانه دی،د بخارا امیر د شیرعلې خان خبره په ځمکه نه غورزوی،نو سخت په ویره شو او د روسانو ته ځې چی د روسې ترکیستان والې یی هرکلی او سمرقند کی چی د روسانو په ولکه ؤ د یو لوی کور استوګن د روسې د امپراطورۍ له خزانې د دسترخان لګښت احواله کیږی.همدلته د خپلوانډیوالانو او تربورنوسره په ټوکو او ټکالو ښه په هوسا د ژوند شپی او ورځي تیروی ترڅو چی انگریزان امیر یعقوب خان د تاج او تخته پرزوی.
کوفمن د افغانستان سیاسي حالاتو په شننه سره سردارعبدالرحمان خان خپل کاری ځای ته دعوت او غواړې په یوه بڼه ده ته د ده د نسب حقوقی امتیازی ځای په گوته کړی،چی ډیرو توضیعاتو ته اړتیا پیښه نه شوه نیغ یی وویل نه پیسي نه وسلي لرم.کوفمن د دواړو په ورکړی مخالف نه و،دی د خپلو دیپلوماسې د چارو مسؤلیونو نه په ویره وه چی مطلع نه شی او ورسره په غم وانه وړی،ځکه هغوی انگلیسانو سره ژمن وو چی له روسې له حریم به هیڅ څوک افغانستان ته سیاسی فعالیت له پاره نه هڅول کیږی.خو په ډیر احتیاط یی د امپراطور په اجازه یو وار سردارعبدالرحمان د دسترخان په نامه پنځویشت زره(د روسی پیسو واحد)روبله او بیا د تره ځامنو هریواسحاق خان او محمد سرور خان په نومونو دولس زره روبله له خزانې باسی( په خپل مهال دروند عدد وو) د پنځویشت میله بیردان توپکو په ګډون سردار د بخارا له لاری پنچ د طوفانی سیند په څپو پوریوځې افغانستان رستوک ته«تیښتي».
په رستوک کی خلک په ډیری ګڼی ګوڼی زړه له کومې تود هرکلې کوی او سردار له هغه ځایه فیض اباد کی د بدخشان حکمران حسن بیک ته خبر ورکوی«راغلم چی له خپل وطن نه انگریزان وشړم،که په سړیتبوب او خپلی خوښی وتل خو ښه تر ښه،که نه نو بیایی په جنګ و په زورپه ټیلوشړم».انگریزانو چی جنوب کی کندهار ته نیږدی د میوند په سیمه کی د امیر شیرعلې خان د ځوان زوی چی د هرات والی هم وو له ایوب خان له خوا شرموونکی ماته خوړلی وه او تر لندن پوری سخت وارخطا وو چی په هر رقم اوهره بیه وی جنگ باید وگټو،نو ډیر ژر یی سردار عبدالرحمان ته احوال او ضرب الاجل ورکړ چی مرکز کابل ته راشه،موږ به د امیر«لقب»په څنگ،څومره چی غواړی هومره پیسي درکړومونږ له افغانستان نه وځو په خپله مخه ځو ته پوه شه او وطن دی.
«امیر» او «ولیعهد» د «لقب»په ارزښت او مفهوم په افغانستان کی څوک نه پوهیده ځکه د هر پادشاه له مرگه پس به د تخت ځایناستی په سر د زامنو تر منځ شخړی او جنگونه وو.(دا هغه امتیاز و چی امیرشیرعلې ته په انکارکولو ځان ورسره په لوی دوښمنی واړو) سردار د هغوی په ضرب الاجل چندان پروا ونه کړه منتظر شو چی ځان پوه کړی چی انگربزان د دی بدل کی څه مقصد له ما څه تمه لری؟
له بلی خوا ځوان اتل د میوند فاتح او د شیرعلې خان زوی سردار ایوب خان هم لیواله وو چی د قدرت واگۍ ته کینې،نو بریتانیاو هند نه ځانگړی هیاُت د سیاسی کمیسار«لیپین گریفین»په مشری راغې،چی د سردار عبدالرحمان سره خبرو ته کینی او د قدرت واگۍ ور وسپارﺉ او وار،وار یی پلازمینه کابل ته دعوت وه چی سره کینی،خو سردار عبدالرحمان په خپله خبری سرتمبه ټینگ ولاړ و،ویل یی خپلی غوښتنی مطرح کړی او د ناستی اجندا ما ته مالومه کړی.
تر څو چی پوه شو چی انگریزان نظر کی لری چی کندهار او که ممکنه وی هرات هم ور سره د افغانستان له بدنی وشلوی او د بریتانوی هند پوری وگنډی.
سردارعبدالرحمان ستوغ انکار وکړ چی په مورد خو د کیناستو هډو خیال نه لرم،خو هغه څه چی تاسو زما له نیکه امیر دوست محمد خان له وخته غصب کړی،زه یی داعیه لرم.
ځوان شاه زاده ایوب خان د هرات والې کله چی د گندمک د تړون لاسلیک کیدو خبریږی،تل یو ډول د نا ارامې احساس یې ځوروی او د غیرت په جذبه کی ځمکه د ناستی ځای نه ورکوی نه پوهیږی په کومې کاراوی دا د بی ننگې داغ د خپل وطن له تاریخ ورک کړی، پنځه زره کسیز لښکر په ۳۷ توپونو سمبال تیار وی او د کندهار په لور مخه نیسې، ځان په خدای سپارې .شاهزده اوږد سفر هغه هم په وچو بیډایی دښتو او راغنو کی په ۴۰ درجو تودخه کی،لمر وړنګو کاڼی په سکروټي.
په کابل کی جنرال روبیرتز افغانانو ته اعلامیه خپره کړی،موږ خپل قواوی مشروط په دی اوباسو په،تاسو سره کیني او واحد مشر وټاکی چی له موږ سره هم د دوستی ژمن وی،تر اوسه یی سرزورې سردارغبدالرحمان چی،څومره خبری سره رد او بدل شوی«زه مې له تاسونه د خپل نیکه پور غواړم او تاسی لا نور غواړی»په کومو سیاسی تبلیغاتو ضد د انگلیس چی سردار خوله راخلاصه کړی،اصلاً د خلکو زوړونو خبری دي،ورځ تر بلې محبوب کیږی.د ده څهری خلک امید واره کړی،د خپلواکۍ او یووالې اتل په څیر ځلیږی.د عبدالرحمان په کابلیانو دومره اثر کړی، چی له ده خاطره په کابل کی په جنرال روبیرتز مرگونی برید هڅه وشوه.کابل-جلال اباد لاره ډبر وخت خلکو بنده کړی وی.د کابل سیاسی وضعت ګواه و چی هیواد په سردار عبدالرحمان را ټول شوی.
ځوان شاه زاده ایوب خان هم کندهار ته مزل لنډ کړ.
په کندهار کی د انگریز پوځ جنرال بوروز (۲۸۰۰ کسه په ۱۴ توپونو سمبال)او د کندهار حکمران(ځان ولې ګنه)شیرعلې اخوندزاده تر مشری سیمه یزه(۳۰۰۰ پیاده۱۵۰۰سواره او ۶ توپونو) مقابلی تیاری نیولی.بوروز له ځان مقابلی ته اخوندزاده مخ ته او خپله ور پسي شو.سیمه یز لښکر چی څنگه د گرشک شا او خوا ته راورسیدل د پیاده نظام په صفوفوکی ضد د انگریز پس،پسی شروع شو.په دویم د جولای د بروزه لښکر د هلمند سیند په ۲_۳ کیلومتری کی ودریدل او شیرعلې اخونزاده پیاده نظام د هلمند سیند پوری غاړی واوښتي،په همدی ورځ پرته له سواره نظام،پیاده نظام ټول د شاه زاده ایوب خان په ملاتړ ودریدل.
په ۱۵د جولای د شاهزاده ایوب خان د لښکرو او انگریز پوځ تر منځ په میوند کی سخته خونړۍ نښته وشوه چی د انگریزانو نه ۱۱۰۹ مړي سره د توپونو په میدان پاتی او ۳۳۸ تنه اسیرشول،پاتي کندهارته وتیښیدل.
دا چی څو تنه د متحدیونوشیرعلې اخونزاده له غاړی مړه او اسیر شول هغه تاریخ کی نه دی ثبت شوی.
غازی ایوب خان پاتي دوښمن په کندهار کی کلا بندی کړی او۳۰ د جولای د توپ خانی د اورلاندی وډرولي.
په ۴ د اگست ۱۱۰۰ انگلیس سپاهیان د جنرال بروکه تر قومنده د کلا له دروازو راوځی او په ایوب خان د برید هڅه کوی،چی د بروکه په گډون ۲۲۳ مړي په میدان تری پاتی کیږی،نور گوډ او ژوبل تری تیښتی.
د غازی ایوب خان د میوند حماسه له بمبې نیولی تر لندنه پوری انگلیس ته سرگیجې تکان ورکړ.
یو لوری له کندهاره بوږنوونکي خبرونه د بلی لور سردار غبدالرحمان په ۱۴ توپونو سمبال د ۲۰۰۰ جنگیالو سره کابل ته نیږدی شمالې کی ولاړ په غوریدو وه،ورسره ملا مشک عالم د خپلو ۱۲۰۰۰توپکیانو سره د سردار ملاتړ ته ودریدل.
انگلیس گنگس وگول شو،د خپله پلان چی غوښتل په هرات او کندهار خپله خیټه واچوی توبه گار شو. سردار عبدالرحمان هم د دی وس ځان کی نه لیده چی د خپل نیکه جایداد راستون کړی.
دواړه خواوی مجبوری وی انعطاف وکړی.
په ۱۰د جولای ۱۸۸۰ کال کابل کی دربار راټول او د انگلیس استازی اعلام وکړ چی د انگلیستان ملکه عبدالرحمان خان د افغانستان د «امیر» په حیث د خپلو ټولو حقوقی امتیازاتو د کڅوړی په کډون په رسمیت پیژانو او د افغانستان په کورنبو چارو د بریالیتوب هیله لرو.زموږ پوځ به په ژر تر ژره له افغانستان نه ووځي.
د امیرعبدارحمان په غوښتنه انگلیس پوځ له کابله په وتو پیل وکړ.له کابله په لومړی پړاو کی د جنرال روبیرتز ۱۰۰۰۰ کسیز لښکر د ۱۸ توپونواو په ۸۰۰۰ اوښانو درلودو سره،چی د څاروی د خوراک له پاره ځوځانو او پروړو په راټولونه کی امیر زړه له خلاصه کمک وکړ او سپارښتنه یی وکړه چی په لاره کی ملامشک عالم اندړ توپکیان غزنی کی په عذاب نه کړی.روبیرتز چټک(۲۴ ورځو کی)ځان کندهار ته ورساوه دا یوه معجزه وه.کندهارکی چی د جنرال بروز لښکری د شاه زاده ایوب خان له خوا کلابندی وی او نوی چی د بریتانوی هند له خوا د بمبی له درستیزوالۍ خاصی لښکری د جنرال فرایر په مشری مرستی ته استول شوی وی.دوی سره یو ځای خپل کلابندیان ازاد کړل.ایوب خان له هغه ځایه ارغنداب ته په شا شو مخصوصي لښکری د جنرال فرایر او ورسره له کابله د جنرال روبیرتز لښکرجمع د کلابندی ازاد شوی لښکري،د جنرال روبیرتز په طرحی،بیا په ایوب خان برید وکړ،هغه د انډوال لوی توپیر په لیدو بابا ولی کنډاو ته په اوښتو سره د تلفاتو په ورکولو ماته وخوړه.د دی نښتی په ودریدو سره د افغان – انگلیس دویم جنگ ته د پای ټکی کیښودل شو.(د جنرال روبیرتز بریا په ایوب خان باندی د بریتانیا په ټاپو کی په ناپیلیون باندی د بریا په کچه په هره لوری په ډیرو شانداره ولولو اوهنگامو ولمانځل شوه،دی په یوه ورځ کی د انگریزانو ملې اتل شو،چی نوم یی د(سمندر) بحر سالار هیلسون او دوک ولینهون سره جوخت یاد دیده.د پارلمان مشرانو او ولسی جرگی په کډون په خاصو مراسیو کی د ملکه له خوا وستایل شو.د انگلیس تورزن شو،د غیرت په سوغات یی«دوه توري» او مډالونه او گڼشمیر د ویاړنو«لقب»ونه په نصیب شول،دولس نیم زره نغده پونډ په گډون،په نامه یی مډال چی ستوری یی روبرتز ؤ او«د کابل کندهار لار»ونومول شو،جوړ کړ.ملکه ور نه دومره خوشاله وه چی کالیو کی نه ځایده.د روبیرتز دوه اسونو چی یو ولنولیا او بل بوبی نومیده همدا «د کابل کندهار لار» مډالونه ورکړل.د ده په رزم،ولسې ډیر بزمونه وغږیدل.دی تر مرگه گرچی بیا د کندهاری روبیرتز مشهور شو او په بل نوم چا نه پیژنده،ورسته په ایرلند کی د انگلیس عمومی قومندان او «مارشالی»رتبه واخیسته.
ورپسی د جنوبی افریقا د انگلیس پوځ قومنده په لاس کی واخیسته له هغی بریالی راوت،په انگلستان کی د «گراف»لقب تر لاسه کړ،او په لندن د انگلیس د امپراطوری د پوځی پلان جوړونی د اداری ریس پاتی شو،
تر مرګه پوری،چی ۱۹۱۴ کال په اگست مړ شو.دم گړی پوری هم په تاریخ کی د کندهاری مارشال په نامه یادیږی.)
څه مهال ورسته امیر عبدارحمان خان کندهار ته ورسید،چی دوی ورته بی شمیره وسلي او پیسي ور وسپارلی چی په هغی غازی ایوب خان وځپې اوهرات تری ولکه کړی.خو ده په لومړی گام کی څو تنه انگریز پلوه روحانیون چی په گوتو ورغلل له تیغه تیر کړل.
انگریز ورستی پوځی په ۱۸ د ستامبر ۱۸۸۱ کی د افغانستان خاوره پریښوده.
ایوب خان ایران ته واوښت او دری دریش کاله پس د بریتانوی هند په پښتون میشته سیمه کی په جلا وطنه کی ځان حق ته وسپاره.
عبدالرحمان خان شل کاله ښه سر شاره حکومت وچلاوه،او په پرتله د نورو امیرانو د انځر گل غوندی په خپل کټ و بړستن کی په سړه سینه سا ورکړه.
انگریزان هم راضی ښکاریده چی په موقع له افغانستانه پښي سپکي کړی وی،نو د نیولو پلانونه یی نور د مغزو وتلي وو.د خیبر په دره یی د کنترول خوند اخیسته.
د انګریزانو د هوا خوری دا چکر په افغانستان کی مفت وړیا نه وو،په دی زرگونه ککري کیښودي، دومره لگښتونه څومره چی ټکره نابغه مستوفی د شمیرولو ډډه کوی،خو تاوان یی ټول د افغان او د هند خوارو زارو ولسونو لنډ کړ،د انگلیس له خزانی یو غیران او شانزده پولۍ نه دې بی ځایه شوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *