سياسي رهبران
انگېلا دوروتيا مېرکل یوه الماني سياست پوهه او د د المان لومړۍ وزيره يا کانسلره ده.
انگېلا د ۱۹۵۴ ز کال د جوﻻی مياشتې په ۱۷ مه، په هامبورگ کې زېرېدلې ده؛ پلار يې، هورست کاسنر د تيولوجي (الهياتو) زده کړې ترسره کړي او مور يې د ﻻتين او انگريزي ژبې ښوونکې وه.
د انگېلا تر زيږيدنې څو اوونۍ وروسته يې کورنۍ له هامبورگ نه ختيځ المان يا د جرمني دموکراتيک جمهوريت ته کډه وکړه.
په ۱۹۶۱ ز کال کې نوموړې دپولي تخنيک ښوونځي کې شامله شوه او ۱۹۷۳ ز کال کې په داسي حال کې چې له اوله تر اخيره يې په رياضي او روسي ژبه کې د ښو نومرو په درلودلو سره فارغه شوه.
انگېلا مېرکل ﻻ د ښوونځي په دوران کې د فزيک د زده کړو پرېکړه کړې وه، دا په ۱۹۷۳ ز کال کې د کارل مارکس پوهنتون ته په ﻻيپزيگ ښار کې شامله شوه او ۱۹۷۸ ز کال کې فارغه شوه.
که څه هم نوموړې دکمونيستي رژيم، د اپوزيسيون محصلينو له ډلې څخه نه وه؛ خو د انگېلا مېرکل په وينا چې دې هغه مهال د خپلې خوښې د ليکوال(راينر کونڅ) ليکني لوستلي.
راينر کونڅ (د حکومت له مخالفينو څخه) وو.
مېرمن ميرکل په ۱۹۷۴ زکال کې د زده کړو پر مهال په مسکو او ليننگراد کې، د فزيک د محصيلنو سره، د نظرياتو د تبادلې په يوه غونډه کې له خپل هم مسلکه اولريښ مېرکل سره اشنا شوه او د ۱۹۷۷ز کال، د سپټمبر په درېيمه نېټه يې واده ورسره وکړ.
څه موده وروسته د مېرکل کورنۍ ختيځ برلين ته کډه شوه او هلته مېرمن مېرکل په علومو اکاډمۍ کې تر ۱۹۸۹ زکال پورې دنده تر سره کړه.
په ۱۹۸۱ ز کال کې له خپل مېړه څخه جلا شوه او درې کاله وروسته له خپل دوهم او اوسني مېړه، ياخيم زاور سره اشنا شوه ؛ دې له دې اشنايې څخه څو کلونو وروسته يې په ۱۹۹۸ ز کې واده ورسره وکړ.
انکېلا مېرکل په ۱۹۸۶ ز کال کې د څو ورځو لپاره فدرالي المان يا لويديځ جرمني ته هم تللې وه ، چې په بېرته ستنيدو سره يې د شرقي دموکراتيک المان خلکو لپاره خپله وفاداري څرگنده کړه. هغه مهال د ختيځ جرمني نه لويديځ جرمني ته سفر کول سخت وو او په دې ﻻره کې يو زيات شمېر جرمنانو قربانۍ ورکړي دي.
وروسته له هغې، چې خيتځ المان، له لويديځ المان سره د برلين نامتو ديوال اوچت کړ؛ زياتو خلکو له کمونيستي رژيم نه د تېښتې لپاره هلې ځلې وکړې، چې يوازې ډېر کم خلک يې په تېښته بريالي شول او پاتې يې په مرميو سوري- سوري شول.
انکېلا مېرکل د ۱۹۸۹ ز کال په مني کې وروسته له دې، چې د برلین دیوال وران شو او په ختيځ جرمني کې هم نوي سياسي دموکراتيک جوړښتونه رامنځته شول؛ په همدې حال کې دې په يوه نوي دموکراتيک ګوند Demokratischen Aufbruch (DAA) کې سياسي فعاليتونو پيل کړل.
په اويايمو او اتيايمو کلنو کې د مېرمن مېرکل ملگري او دوستان پر دې باندي ځکه شکمن وو، چې مېرکل مسيحي دموکرات گوند سره همکاري کوي؛ ځکه هغه د نظرياتو له پلوه زياته ((شنو)) گوند ته نږدې وه او مور يې د جرمني تربيا يو کيدو وروسته له سوسيال دموکراتانو سره په فعاله توگه کار کوئ.
انگېلا مېرکل په خپل ګوند کې سياسي هلو – ځلو ته دوام ورکړ او څو ځله يې د گوند په نوم او موخې کې هم بدلونونه راوستل؛ خو د ۱۹۹۰ ز کال د مارچ مياشت په ټاکنو کې يې ډېر په نشت حساب رايې تر ﻻسه کړې او همدا راز په ورسته څو مياشتو کې بدلونونو دوی د مسيحي دموکرات اتحايې له گوند سره نږدې کړل.
د همدې کال د اگسټ په څلورمه نېټه، ددوی گوند د لويديځ جرمني «د مسيحي دموکرات اتحاديې» له گوند سره يوځای شو او له همدې مهاله يې په گوند کې د پرمختگ لپاره ﻻره هواره شوه؛ ان تر دې چې د وزارت څوکۍ ته په کې ورسيده.
مېرمن مېرکل له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۴۴ ز کلونو پوري، د ښځو او ځوانانو وزيرې په توگه؛ د ۱۹۹۴ څخه تر۱۹۹۸ ز کلونو پوري يې د جرمني د چاپريال ساتنې وزيرې په توگه دندې تر سره کړي دي.
د ۱۹۹۸ زکال د سپټمبر ۲۷ مه، د جرمني پارلماني ټاکنو کې (بوندس ټاگ) ، مسيحي دموکرات گوند له ۱۹۴۹ ز کال په پرتله تر ټولو کمې رايې له دې امله وگټلې، چې ناڅرگند او نامالومې مادي مرستې د گوند له اکونټ سره شوي وې.
د ۲۰۰۰ ز کال د سپټمبر په ۲۷ مه، وروسته له هغې، چې ولفگانگ شوبلې، د گوند او په پارلمان کې د فراکسيون له مشرۍ نه استعفا ورکړه، نو انگيلا مېرکل ځکه ددې گوند عمومي منشي په توګه وټاکل شوه چې دې د گوند په مالي جنجالونو کې يې ﻻس نه درلود.
مېرکل له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۵ ز کلونو پوري، په پارلمان کې د اپوزيسيون مشري کوله.
په ۲۰۰۵ ز کال کې د جرمني سوسيال دموکرات گوند د شمالي راين وېسټفالن په ايالت کې د ايالتي پارلمان، ﻻندس تاگ ټاکنو کې له سختې ماتې سره مخ شو او عاجلې ټاکنې د جرمني پارلمان، بوندس تاگ لپاره مخکې له وخته د همدې کال مني ته اعلان شوې؛ په همدې ټاکنو کې مسيحي دموکرات گوند زياتې رايې خپلې کړې.
انگېلا مېرکل د جرمنې د لومړۍ وزيرې يا کانسلر (چانسلر) په توګه دوه واري انتخاب شوي ده او اوس هم د لومړۍ وزيرې په توګه دنده پر مخ بيايې.
انگېلا مېرکل په الماني، انگريزي او روسي ژبو خبرې کولی شي او اوﻻدونه نه لري.
د لومړني مېړه نه تر بېليدو وروسته يې ويلي وو، چې : «موږ ځکه واده وکړ، چې ټولو واده کولو اودا خبره به نن احمقانه ښکاري خو ما دې کار ته په سادگۍ سره غاړه ايښې وه. زه وغوليدم».
بدلون اوونيزه/ دريم کال/ دريمه / پرلپسي ۱۰۷ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۲۸/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *