د میلون لیگ د دريمي ورځې سيالۍ

2015/4/12 یکشنبه

د میلون لیگ سیالیو په درېیمه ورځ د ان اف سي ټایګرز او المصافي واریرز لوبډلو برياوې خپلې کړې.

په لومړۍ لوبه کې چې د يکشنبې په ورځ د کابل نړېوال لوبغالي کې ترسره شوه،المصافي لوبډلې د ننګرهار غازیانو لوبډلې ته په ۴۹ منډو ماتې ورکړه او په روانو سيالیو کې پرلپسې خپله دوېیمه بريا خپله کړه.

د لوبې پچه يا ټاس د ننګرهار غازيانو لوبډلې لوبډلمشر کریم صادق وګټله او لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د المصافي لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د ۸ وکټو په لاسه ورکولو سره ۱۵۷ منډې جوړې کړې او د ننګرهار غازیانو لوبډلې ته یې د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه.

په توپوهنه کې نواز خان ۵۴ فضل ځاځی ۲۴ او محمد مجتبی ۲۱ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې بیا د ننګرهار غازیانو لوبډلې لپاره کریم صادق ۳ضمیرخان ۲ عبید کنړي ۱ او افتاب عالم هم يوه وکټه ترلاسه کړه.

په ځواب کې د ننګرهار غازیانو ټوله لوبډله د لوبې په اتلسم ۱۸ ام اور کې په ۱۱۷ منډو اوټ شوه او د ۴۰ منډو په توپير سره یې لوبه خپلې سيالې لوبډلې المصافي ته وبایلله.

په توپ وهنه کې د ننګرهار غازیالو لپاره نجیب ترکي ۴۲ کریم صادق ۳۲ اوهمایون بیا ۱۱ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی له کوزې پښتونخوا څخه مېلمه لوبغاړی نواز و پېژندل شو،چاچې په توپوهنه کې ۵۴ منډې او په توپ اچونه کې ۲ وکټې اخستې وې.

د یکشنبې په ورځ په دوېیمه لوبه کې بیا ان اف سي ټایګرز لوبډلې د کندهار شاهانو لوبډلې ته په ۴۴ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه يا ټاس د ان ف سي ټایګرز لوبډلې لوبډلمشر حمید حسن وګټله او لومړی یې توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د ان اف سي ټایګرز لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په لاسه ورکولو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.

په توپوهنه کې د ان اف سي ټایګرز لپاره ګلبدین ۴۰ وحید شفق ۳۶ عثمان غني ۳۷ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې بیا د کندهارشاهانو لوبډلې له لورې وهاب ۲ باقب الله ۲ همدارنګه ثناالله او فضل يوه يوه وکټه ترلاسه کړه.

په ځواب کې د کندهار شاهانو لوبډلې ونشوای کړای چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او خپل ټول لوبغاړي یې د لوبې په شلم اور کې دلاسه ورکړل او لوبه یې د ۴۴ منډو په توپیرسره وبایلله .

په توپوهنه کې يونس ۲۹ فضل نیازي۲۰ او منیر احمد ۱۹ منډې کړې.

په توپ اچونه کې بیا د ان اف سي له لورې ګلبدین نایب ۳ راشد ارمان ۲ حمزه ۲ شبیر نوري ۱ او فرید ملک هم يوه وکټه ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی ګلبدین نایب شو،چا چې په توپوهنه کې ۴۰ او په توپ اچونه کې درې وکټې ترلاسه کړې وې.

محمد واصل وصال

د لوبه کرکټ ټولې مطبوعاتي مسوول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *