لیکوال: زین الله احمدي

هدف درلودل ژوند ته د دوام ورکولو لپاره دليل دی، بې هدفه انسان په ژوندي مړي حساب دی.

ټول انساني پرمختګونه (لوی او کوچني اختراعات، طبي اکتشافات، تخنیکي لاسته راوړنې او سوداګريز پرمختګونه) تر عملي کېدو مخکې ذهني جریانونه وو، اوسنی شتون یې کومه تصادفي پېښه نه ده؛ بلکې دا د هغو پوهانو د فکر برکت دی چې موخه یې د فضا فتح کول وو.

بې موخې ژوند بې معنی وي، مزل بې منزله وي، هېڅوک نه پوهېږي، چې چېرته روان دی او ولې روان دی.

ډیویډ ماهوني وايي: ((دا مهمه نه ده چي موږ اوس څه یو او چېرته یو، مهمه دا ده چې موږ چېرته ځو او څه تر لاسه کوو؟))

ډېر کسان له هدف او پروګرام پرته د ژوند د جريان پر سر لامبو وهي چې بې هدفه هڅې یې د نه بریالیتوب لومړی سبب دی.

طبیعي ده چې ژوند په یو ډول نه یو ډول تېرېږي، انسان هم ښایي د سمندر په شان چې یوه څنډه یې توپاني او بله آرامه وي، یوه ورځ خواشینی، غوسه او بله ورځ خوښ او هوسا وي؛ خو دا بیا د هر انسان یوازینۍ غوښتنه ده چې ټول ژوند یې له اندېښنو او خواشیني پرته تېر شي، د دې لپاره هدف ته اړتیا ده؛ تر څو د هغه څه په اړه وضاحت تر لاسه کړو چې په رښتیا یې غواړو.

هدف موږ ته د ژوند لپاره منظمه تګلاره او ګټوره لارښوونه په لاس راکوي؛ تر څو په منظم او ګټور ډول خپل ژوند پرمخ یوسو؛ ځکه د ژوند هدفونه د کایناتو ډالۍ او انسان ته د هيلو او مانا بخښوونکي دي.

موخه د وخت مدیریت دی، ارزښت یې راته ښايي او د ژوند هره لحظه به زمونږ په ګټه تېرېږي؛ خو بې هدفي وخت راڅخه غلا کوي او هېڅ ځای ته په کې نه شو رسېدلای.

بریا ته د رسېدو لپاره هم د موخو درلودل اړینه چاره ده؛ ځکه بریا خوښي ته د رسېدو په معنی ده او د آرامي او نېکمرغي په خوند هغه پوهیږي چې هدفونه یې معلوم وي.

 ناپلیون هېل وايي: ((د هدفونو روڼتیا یوازینۍ ځانګړنه ده چې د بریالیتوب لپاره یې لرل حتمي دي.))

که د بریالیو کسانو ژوند ته کتنه وکړو، هغوی کافي وخت په دې تېر کړی؛ تر څو هغه څه تشخيص کړي چې په رښتیا یې غواړي او د باطني ارزښتونو سره یې همغږي وي؛ یعنې هغوی هڅه کړې چې خپل رښتیني ارزښتونه روښانه کړي.

د انګرېزي ژبې متل دی: هغه کسان چې نه پوهېږي چې څه غواړي، هغوی له هر څه پاتې وي.

موږ باید هغه څه وکړو چې په رښتیا یې غواړو؛ ځکه ژوند تر هغه ډېر لنډ دی چې د اقتصاد په مرییتوب کې تېر شي.

د امریکا او نورو هيوادونو په ښوونځیو کي په اوونۍ کي يو ځل هغو زده کوونکو ته چي عمرونه يې د اوو کالو په شاوخوا کي وي، په دې اړه پوهه ورکول کېږي چې څنګه په ژوند کې یوه ټاکلې موخه ولري.

 هدف د انسان ظاهري حالت ته ښکلې بڼه ورکوي، کله مو چې موخه معلومه وي او تر لاسه یې کړو، زمونږ فکر مثبته بڼه خپلوي او د خوښۍ احساس مو لا پیاوړی کېږي، هغه که هر څومره کوچنۍ هم وي.

د انسان فکر، احساسات، امکانات باید تیت او پاشلي نه وي، په یوه لوري متمرکز کول یې د لویو لاسته راوړنو لامل ګرځي؛ ځکه خو اړینه ده چې هدف ولرو او ټول بیروني او دروني ځواک مو په یوې خوا متمرکز وي.

عمرونه محدود دي، هرې خوا ته لاس اچول او د هر څه د تر لاسه کولو هڅې مو له هر څه بې برخې کوي، د دې لپاره ښه دا ده چې خپلې اصلي غوښتنې تشخیص او د تر لاسه کولو لپاره یې خپل ټول ځواک وکاروو.

موخه زمونږ ټول قوت ځان ته رااړوي؛ لکه څرنګه چې نور ذره بین ته متمرکز کیږي او یو ټکی سوځوي، زمونږ قوت یا انرژي هم داسې کار تر سره کولای شي.

زیاتره کسان چي موخه وټاکي او بیا د هغې موخې لپاره کار وکړي، نو نوې انرژي ورسره اخلي، په خورا مینه لا زیات کار کوي، قوي او تندرسته شي، غواړي ډېر څه ترلاسه او له خوښیو ډک بریالی ژوند ولري.

هدف مو هڅوي چې کارونه په وخت ترسره او هره لحظه یوه لاسته راوړنه ولرو، په دې کار سره به مو خپل پرمختګ محاسبه کړی وي او د سترو لاسته راوړنو سوچونه به وهو.

بریالیتوب یعنې موخې ته رسېدل، د موخې نه لرل د ماتې تضمین دی، بریالي انسانان تل موخې لري او د تر لاسه کولو لپاره یې پلان جوړوي؛ ځکه هدف له پلان پرته هسې خوب او خیال لیدل دي.

نو هدف ولره، چي مثبت فکر وکړې، هدف ولره، چي په رګونو کې دې حرکت پیدا شي، هدف ولره، چې ژوند درته خپل سم مخ راواړوي، هدف ولره، چې د شخصیت پرمختګ ته دې شور او شوق راوپاروي او هدف ولره، چې ژوند دې له محدودیت او محرومیت څخه ووځي او د یوه فعال، ویاړلي او جالب انسان په بڼه څرګند شې.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *