دغه ټکی لغمان والي د بشري سرچینو د مدیریت د دری ورځني روزنیز پروګرام برخوالو ته د تصدیق پاڼو د وېش پرمهال څرګند کړ.
نوموړي وویل چې په هره اداره کې باید د خلکو د خدمت لپاره اهل خلک استخدام شي او د بشري سرچینو ټولې اړونده ادارې باید د ټاکنې او ګمارنې په پروسه کې اهلیت،وړتیا،تعهد او شایستګي په نظر کې ونیسي.
لغمان والي ټولو برخوالو ته مپارکي ورکړه چې په جوړ شوي ورکشاپ کې یې فعال ګډون وکړ او نوي مهارتونه یې ترلاسه کړل او ټولو برخوالو ته یې لارښوونه وکړه چې زده شوي مهارتونه د خپلو ادارو له همکارانو سره هم شریک کړي.
د روزنیز پروګرام نورو برخوالو په خپل وارسره خبرې وکړې او جوړ شوی ورکشاپ یې خورا ګټور یاد کړ، له ولایت مقام او USAID/ISLA ادارې یې مننه وکړه چې د ګډې همکارۍ پر بنسټ د ظرفیت لوړونې لپاره ګټور پروګرامونه په لاره اچوي.
دوی وویل چې د ورکشاپ پرمهال یې ډیر نوي مهارتونه ترلاسه کړل چې په عملي توګه به به خپلو ادارو کې ترې ګټه پورته کړي.
په پای کې د لغمان والي په لاسونو برخوالو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې او لغمان الي د USAID/ISLA د خدمت او فعالیت قدرداني وکړه.
۲۰ /۲ /۱۳۹۶
د لغمان ولایت درسنیو او اړیکو دفتر