تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن ناببره افغانستان ته راغی او په بګرام هوايي اډه کې یې له خپل سفیر، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرد او امریکايي پوځیانو سره وکتل.
لوېدیځو رسنیو افغانستان ته د اوباما د سفر هدف له امریکايي پوځیانو سره د اوونۍ په پای کې د یادګار ورځې لمانځل بللي دي.
اوباما چې په خپله ځانګړې الوتکه کې تېره شپه له واشنګټنه راروان شوی و نن د افغانستان په وخت ماښام مهال بګرام ته راروسېد.
په پام کې ده چې اوباما خپلو پوځیانو ته لنډه وینا وکړي او په بګرام کې د امریکايي پوځیانو په روغتون کې ټپیان له نژدې وویني.
دی به همداراز د یادګار ورځې په غونډه او د موسیقۍ په یوه پروګرام کې، چې په بګرام اډه کې ترتیب کېږي، ګډون وکړي.
د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار بین روهدیس چې له اوباما سره په الوتکه کې ملګری و، خبریالانو ته وویل چې ولسمشر اوباما له ولسمشر کرزي او د افغانستان د ولسمشرۍ له دوو کاندیدانو سره د کتلو پلان نه لري.
اوباما په داسي وخت افغانستان ته سفر وکړ چې د افغانستان کابینې د امریکایانو له لوري د افغانانو د ټېلفوني مکالمو پر اورېدو غبرګون وښود او د کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونو ته یې امر وکړ چې د امریکایانو د ږغ ثبتولو الې ټولې کړي.
اوباما تر دې پخوا په ۲۰۱۰ کال دوه ځلي او په ۲۰۱۲ کال یو ځل افغانستان ته راغلی و خو د تېرو سفرونو اصلي هدف یې له افغان چارواکو سره کتنې وې.
په وروستي ځل اوباما د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ چې پر اساس یې ټاکل شوې وه چې دواړه هیوادونه امنیتي موافقه هم وکړي خو ولسمشر کرزی یې نه لاسلیکوي.