تاند- د امریکا او ترکیې ولسمشرانو نن /سې شنبه/ د فتح الله ګولین په اړه، چې د اردوغان حکومت باور لري د دغه هیواد په کودتا کې لاس لری، ټېلفوني خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر بارک اوباما د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته وویل چې هیواد یې تیار دی چې د ترکیې د وروستۍ کودتا په اړه څېړنې وشي.

دوی د ترک مذهبي مشر او ملیاردر فتح الله ګولین په اړه هم خبرې وکړې چې پخوا د اردوغان متحد و او اوس یې مخالف دی. نوموړی په امریکا کې اوسي او اردوغان یې په کودتا کې په لاس لرلو تورنوي.

د ترکیې ولسمشر له کودتا وروسته وویل چې فتح الله ګولین په کودتا کې لاس لري او نوموړی د امریکا له ملاتړه برخمن دی.

ده او د ترکیې د حکومت نورو چارواکو له امریکا غوښتي چې ګولین، چې له څو کلونو راهسي د امریکا په پنسلوانیا کې اوسي، وروسپاري.

امریکا د ترکیې په کودتا کې لاس لرل رد کړي او ترکیې ته یې ویلي، که اسناد لري چې په کودتا کې د ګولین لاس لرل ثابتوي، ورښکاره دې کړي چې پر اساس یې ګولین ورورسپاري.

د سپینې ماڼۍ ویندوی جاش ارنست هم ویلي چې د دوو هیوادونو ترمنځ د موجودو موافقو پر اساس به د ګولین پر سپارلو غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د کودتاچیانو په وړاندې د عدالت د پلي کېدا ملاتړ کړی خو ویلي یې دي چې د ترکیې د حکومت له لوري په پراخه پیمانه نیونې او ځپنې ناوړه پایلې لرلی شي.

د ترکیې حکومت له کودتا وروسته په زرګونو پوځیان او قاضیان نیولي، په زرګونو قاضیان او پوځیان یې له کاره لېري کړي او نن /سې شنبه/ یې ۱۵ زره ښوونکي هم له کاره ایستلي دي.

د اردوغان حکومت د څه باندې یو نیم زر پوهنتونونو ريیسانو ته هم ویلي چې کار پرېږدي.

ترکیه یوازینی اسلامي هیواد دی چې د ولسواکۍ ترڅنګ د پرمختګ په لور ګامونه اخلي، له همدې کبله اکثره مسلمانان په تېره بیا افغانان د دغه هیواد پر حالاتو خواشیني دي.

 ترکیې له افغانستان سره په تېرو ۱۵ کلونو کې د دې ترڅنګ چې په زرګونو عسکر د ایساف، غوڅ ملاتړ او پي آر ټي په چوکاټونو کې افغانستان ته رالېږلي، ګڼې پروژې اجرا کړي او تر ټولو اغېزمنه همکاري یې د افغان ترک ښوونځیو په چوکاټ کې کړې ده. که څه هم ویل کېږي چې افغان – ترک ښوونځي د فتح الله ګولین له لوري تمویلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *