اوباما او نوازشریف

تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن /پنجشنبه/ په یوه ګډه اعلامیه کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني.

په اعلامیه کې، چې په سپینه ماڼۍ کې د دواړو مشرانوله خبرو وروسته خپره شوه، واشنګټن او اسلام اباد پر طالبانو ږغ کړی چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د تلپاتې سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې او پخلاینې د بهیر پرمخ بېولو ته ژمن دي او پر طالب مشرانو ږغ کوي چې خبرو ته حاضر شي.

نوازشریف یوه اوونۍ وروسته له دې واشنګټن ته سفر وکړ چې د متحدو ایالتونو ولسمشر له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پروګرام وځنډاوه.

نوازشریف امریکا ته په درې ورځڼي سفر تللی څو له دغه هیواد سره د افغانستان د سولې او له پاکستان سره د متحدو ایالتونو د مالي مرستو په اړه خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *