تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن /پنجشنبه/ وویل چې طالبان به د نوي مشر له ټاکلو سره سره د تشدد د دوام لارې ته دوام ورکړي.

ده همداراز وویل چې د امریکا متحد ایالتونه به په افغانستان کې د ولسواکۍ ملاتړ او په دغه هیواد کې د اسلامي دولت د وسله والې سختندریځې ډلې له لوري د اډو د جوړولو د مخنیوي لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.

اوباما د جاپان په یوروشیما کې د اوو سترو صنعتي هیوادونو په سرمشریزه کې خبریالانو ته وویل:«دا ډله به خپلو هدفونو ته د رسېدو او په افغانستان کې د خپلې اجنډا د عملي کولو لپاره د تشدد ستراتیژۍ ته دوام ورکړي.»

ده دا هم وویل:«په لنډ مهال کې موږ توقع لرو چې طالبان به تاوتریخوالي او د بې ګناه خلکو وژلو ته دوام ورکړي.»

د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل:«حاضردمه زموږ هدف دا دی چې په افغانستان کې د اساسي قانون او د ولسواکۍ د پروسې ملاتړ وکړو او د تروریستي ضد اډو ساتنه وکړو چې په سیمه کې د القاعده او اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو د مخنیوي لپاره لازمې دي.»

اوباما د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو د احتمال په اړه وویل چې فکر نه کوي دا ډله دې ژر خبرو ته حاضره شي

«زه شک لرم چې دا کار (د سولې خبرې) دې ژر او په لنډ وخت کې وشي.»

پرون د طالبانو د نوي مشر په نوم رسنیو ته جعلي صوتي پیغام استول شوی و او په هغه کې د سولې له خبرو سره کلک مخالفت شوی و خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ژر رسنیو ته خبر ورکړ چې پر خپور شوي جعلي وینا باور ونه کړي.

ځیني کتونکي وايي چې د هبت الله اخوندزاده په نوم پیغام د پاکستان د خاصو چاینلونو له لوري خپور شوی و.

پاکستاني رسنۍ اخوندزاده یو افراطي او د سولې مخالف مشر معرفي کوي.

نن هم د پاکستان (پاکستان ټوډې) ورځپاڼې لیکلي چې هبت الله اخوندازده یو زوړپال ملا دی او د چارو کتونکي وايي چې جګړې ته به لا زور ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *