لیکوال: لورېنس جېکورب –
ژباړه او زیاتونه: شریف افغانمل –
امریکایي چارواکي په هغه پرېکړه کې سرګردانه دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې څومره ځواکونه پرېږدي او دا تصمیم وروسته له هغه بیخي ستونزمن پړاو ته ننوتی چې؛ افغان حکومت د امنیتي او دفاعي دوه اړخیزه تړون له لاسلیک په شا شوی دی او پخپلو شرایطو ټینګ پاتې.
د راپورونو په اساس، دا مهال د امریکا په مشرۍ ناټو په ا فغانستان کې ۵۰،۰۰۰ عسکر لري چې تر ډېره یوازې پخپلو نظامي بېسونو کې اوسېږي او امنیتي چارې لا وړاندې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.
امریکایي ستراتیژیستان دا مهال کار کوي چې که ولسمشر کرزی ورسره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، نو دوی به څومره عسکر په افغانستان کې پرېږدي او که لاسلیک شي، نو د څومره شمېر اړتیا به وي.
په ظاهره خو امریکا اخطار ورکوي، چې که امنیتي تړون ورسره لاسلیک نشي، نو د روان میلادي کال تر پایه به له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي، اما افغان حکومت دا خبرداري یوازې د امنیتي تړون په اړه فشارونه بولي.
ناټو په لسو میاشتو کې د خپلو ټولو نظامي مراکزو د بندولو اخطار داسې مهال کوي، چې افغان حکومت تل دا یوازې فشارونه بللي او په وینا یې، امریکا کله هم په اوسني ډول له افغانستانه نه وځي او نه هم وتلی شي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان چارواکو بیا ویلي چې؛ د امریکا وروستی اخطار د طالبانو په ګټه دی او په هغوی کې جنګي روحیه قوي کوي، هغه روحیه چې د ځپلو او کمزوري کولو لپاره یې نړیوالو او افغان ځواکونو بلا قربانۍ ورکړې دي.
یو شمېر امریکایي قومندانان اوس په حکومت فشار راوړي، چې تر ټاکنو وروسته د بل ولسمشر تر ټاکل کېدو صبر وکړي، مګر امریکا پوهېږي چې که افغان ټاکنې په همدې اوسني بهیر مخ ته ولاړې شي، نو دویم پړاو ته یې د غځېدو امکان شته او هله به امریکا د لاسلیک کېدو دا یوزاینی چانس هم له لاسه ورکړی وي.
د امریکا لپاره دا یو چانس له ټاکنو وړاندې له ولسمشر کرزي سره د امنیتي تړون معامله یو اړخه کوي، ځکه د دویم پړاو ټاکنې شاید پېنځه، شپږ میاشتې بیا وخت واخلي او هله به د امریکا په لاس کې د ملګرو ملتونو هغه اجازه نامه تاریخ تېره وي چې؛ اوس یې په اساس په افغانستان کې سرې سترګې ګرځي.
بل خوا امریکا دا هم نشي هېرولی چې راتلونکی ولسمشر به څومره له ولسمشر کرزي سره د فکر تفاوت ولري او که هغه ولسمشر هم د کرزي په دریځ ټینګ پاتې شي، نو درېیم انتخاب هم سر له اوسه شل ښکاري.
یوه موضوع بیخي د ناټو په قومندانانو کې حقیقت ته نېږدې ښکاري او دوی د افغانستان د شرایطو په اساس له وړاندې درک کړې چې؛ د لسو او دېرشو زرو ترمنځ عسکر به تر شا پرېږدي.
دغه ځواکونه که د افغان ځواکونو د روزنې او ورسره د مشورې مسوولیت لري، نو په سیمه کې به د امریکا اقتصادي، سیاسي او نظامي ستراتیژۍ هم څاري، چې تر دې دمه یې غځولې ده.
هغه اوازې پخپله د امریکا له لوري خپرې شوې ښکاري چې؛ یو شمېر استخباراتي کړۍ یې د طالبانو په خولو زمزمه کوي او داسې ښيي چې ګنې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې او د تېښتې په لټه کې ده.
امریکا له افغان جګړې هماغومره ګټه ترلاسه کړې ده، څومره یې چې پرې مصرف کړې دي او له کور ډېر لېرې د ځان پر وړاندې د شته خنډونو دفع کول یې اضافي حسابېږي.
یو شمېر امریکایي جنرالان د بارک اوباما وروستی اعلان کټ مټ د روسي ځواکونو له وتو سره تشبیه کوي، چې افغانستان یې یوازې پرېښود او له هماغې ورځې د امریکا تر مداخلې پورې د تروریستانو په ځالې بدل شو.
یو ځل بیا د ۱۹۸۹ کال په شان حالت ته د افغانستان ورګرځول نه یوازې چې؛ د افغانانو په ګټه ندی د نړیوالو ځواکونو په ګټه هم ندی او پدې حقیقت امریکا هم ښه پوهېږي.
ترورېزم نړیواله بڼه خپله کړې او هره شېبه ددې امکان شته چې د ګاونډیو په ګډون یو شمېر کړۍ پکې د لویو قدرتونو پرضد طرحې عملي کړي او هله به بیا د اوسنیو لاسته راوړنو د حفظولو لپاره بل هېڅ انتخاب نه وي پاتې.
اوس د امنیتي تړون موضوع یوازې له دې اړخه مهمه نده چې ولسمشر کرزی د واک پرېښودلو په درشل کې دی، بلکې هغه غاړه امریکایي سیال یې بارک اوباما هم له ګدۍ د پاڅېدو په حال کې دی او امریکایي ولس ترې له پاڅېدو وړاندې حساب کتاب غواړي.
د امریکا لپاره د عراق تجربه یوه بله هغه ده چې؛ په بشپړ ډول له افغانستانه د ځواکونو وتو ته زړه نه ښه کوي او کېدای شي ولسمشر کرزي هم دغه تشه حس کړې وي، ځکه خو پخپلو دریځونو لا هم ټینګ پاتې.
له افغان لوري پر امریکا د ولسمشر کرزي د فشارونو له ډلې له بګرام زندان څخه د بندیانو ډله ییزې پرېښودنې دي چې؛ امریکا یې سخته وارخطا کړې ده. په کور دننه هم یو شمېر افغان سیاستوال په غوسه دي او دا د ولسمشر کرزي له لوري هغه لوبه بولي چې تاوان به یې له امریکا بېرته افغان حکومت ته ډېر وي، خو د فشارونو دا دوه اړخیز سیلاب لا تراوسه هم د اوج پر لور دی.
له یوې خوا د ولسمشر کرزي ټینګار او له بلې خوا په افغانستان کې حاکمه اوضاع او پر دې ټولو سربېره د ناټو او امریکا د یو شمېر قومندانانو هغه نظریو امریکایي حکومت ګیچ کړی، چې باید په افغانستان کې ځواکونه وساتل شي او د وتو اوازې یې د دښمن لیکې قوي کوي.