تاند: (ابوبکر جبارخېل)- د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د دې هېواد په کانګریس (دواړو جرګو) کې له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک پورې اړوند بولي.
اوباما وايي له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان خپلې ټولې چارې پرخپله غاړه اخلي خو که چیرې امنیتي تړون لاسلیک شي نو د دوی او ناټو لږ شمېر ځواکونه به د یو کوچني ماموریت لپاره هلته د افغان ځواکونو د روزنې او له ترهګرۍ او القاعده سره د مبارزې په خاطر پاتې شي.
هغه زیاته کړه: (( که چیرې افغان دولت هغه امنیتي تړون لاسلیک کړي چې اوس پرې مذاکرات روان دي نو لږ څه شمېر امریکايي ځواکونه به هلته د یوه کوچني ماموریت لپاره پاتې شي او زمونږه اړیکې به له افغانستان سره بل شکل ځانته غوره کړي.))
نوموړی ډیروي کله چې دی د امریکا ولسمشر شو نو په عراق او افغانستان کې 180,000 یو لک اتیازره امریکايي سرتیري په جګړه کې بوخت وو، خو په خبره یې چې له عراق څخه په بشپړ ډول وتلي او همدا راز له افغانستان څخه هم 60,000 شپېته زره سرتیري یې کورونو ته ستانه شوي دي.
اوباما وړاندې وویل: (( افغان ځواکونه اوسمهال د امنیت مشري کوي، زمونږ ځواکونه او متحدان به د هغوی د مرستې رول خپل کړي، مونږ به د ۲۰۱۴ کال تر پایه خپل ماموریت پای ته ورسو ، د امریکا په تاریخ کې دا جګړه اوږده به ختمه شي.))
خو اوباما په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو پاتې کېدونکو سرتېرو د شمېر په اړه څه ونه ویل.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د تړون د لاسلیک لپاره له طالبانو سره د سولې د خبرو عملي پیل او د افغانانو پر کورونو د امریکايي ځواکونو د بمباریو او عملیاتو د پای رسول د شرطونو په توګه ایښي دي.
د افغان ولسمشرۍ مطبوعاتي چارواکو په تازه څرګندونو کې ویل شوي چې کېدای شي له امریکا سره د تړون لاسلیک د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې یا وروسته ترسره شي، خو دا یې د امریکا د عملي اقداماتو پورې مربوط ګڼلي.
ولسمشر کرزي د روانې په لومړیو کې خبریالانو ته ویلي و، چې دی باور لري په افغانستان کې د سولې کليد د پاکستان او امریکا په لاس کې ده او که دا دواړه هیوادونه یې وغواړي په افغانستان کې سوله راتلای شي.
دا خبیث په دې نه پوهیږې چې چې دا دیارلس کاله د کوم تړون له مخې ډیره دي او لسګونه زره بیګناه افغانان یې ووژل،زندانونه یې پرې ډک کړل، دیارلس کاله خو مو په دې نوم چې پنځوس تروریستانو( ددوی خپل شاګردان) پسې ګرځو. په لسو کلو کې مو یو شاګرد پنجابیانو په کور کې پیداکړ، اوس نو ووایئ چې نه څلویښت نورپاتې دي او وژنئ افغانان، کورمو خو د غلو اوغلامانوډک دی، یو د کرزي بیچاره ډیرناوخته غږ به څه ځای ونیسي، له نورې بې ضمیره نړۍ خو ګیله هسې هم بیځایه ده.
یاره حامد صاحب ډیر مه ورته په غوصه کیږه نه وزی هسی ټوکی کوی
اوباما په پرونیو خبرو کی خپل ملت ته تش لاس ؤ نو ددی پخاطر چی دهغوی دنیوکو مخنیوی یی کړای وی یوازی یی ورته دا ډاډ ورکړ چی ګنی ستاسی اولادونو اتلولی ګټلی اوډیر ژر به بیرته راستانه شی په ټوله کی هر سیاستوال همداسی وی چی کله ماتی وخوری نوبیا په تیرو خاوری رااړوی که دافغانستان څو کلن جنګ ته ځیر شو نودابه جوته شی چی دغه جګړه امریکی ډیر ژر په هماغه لومړنیو کلونوکی له مخی یوخوا کوله خوڅنګه چی دی هدف ته ندی رسیدلی اولااوس هم ورته اوږده لاره پاتی ده نو کله یوڅه پلمه کوی اوکله بل څه .اصلی خبره داده چی نه امریکا چیرته امنیت راوستی شی اونه هم بل څوک یوازی اویوازی دخپل هیواد وګړی دی چی پدی فکر کی شی چی څه وکړی جنګ یا سوله؟دی کی شک نشته چی اوس غربی نړی افغانستان ته مخه کړی او په ډیر څه بلد شوی ممکن څوکاله وروسته په یوه بله پلمه بیا افغانستان ته پوځیان راولیږی نوښه به داوی چی ددغو بهرنیانو دموجودیت اویاهم دراتګ عوامل ولټوو ترڅو هغوی ته هیڅ پلمه پیدانشی چی پدی هیواد پوځی یرغل وکړی .تاسی وګوری چی افغانان بیا په ټوله کی پښتانه دا دیرش کاله یا څه باندی یی په خپلو پښتنو مشرانو یی دکافر تورلګوه اودالړی اوس هم روانه ده اودالانده مالومه چی کله به پای ته ورسیږی .دپښتنوپه سیمه کی ښوونځی تړل شوی اوپه یونوم اوبل نوم وژل کیږی