تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې د لاسلیکېدا هرکلی وکړ، ویې ویل چې د دې تړو ن د لاسلیک ورځ د امریکا او افغانستان ترمنځ په همکارۍ او مشارکت کې تاریخي ورځ وه.

ولسمشر اوباما د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا د سفیر ترمنخ د امنیتي موافقې له لاسلېدو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل:« موږ د افغانستان او امریکا په مشارکت کې یو تاریخي ورځ لمانځو چې زموږ له ګډو ګټو او د افغانستان له اوږدمهال امنیت سره به مرسته وکړي.»

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه له دووکلونو خبرواترو وروسته د سې شنبې په ورځ /سپټمبر ۳۰مه/ لاسلیک شوه.

اوباما په خپل پیغام کې ویلي چې دا موافقه د افغانستان له لوري له موږ څخه غوښتنه کوي چې هغه اړیکې لا پیاوړې کړو چې بنسټ یې ۱۳ کاله پخوا اېښودل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *