تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په ورځ له افغانستانه ورغلیو پوځیانو ته سلامي وویله او په دغه هیواد کې یې د متحدو ایالتونو تر ټولو اوږده جګړه او د بیارغونې چارې پای ته رسولې اعلان کړې.
اوباما وویل، له کله چې د امریکا ولسمشر شوی، عراق او افغانستان ته یې ټولټال ۱۸۰۰۰۰ پوځیان لېږپی دي خو د دغو ځواکونو شمېر به د روان دسمبر په پای کې۱۵۰۰۰ ته رالږ شي.
امریکايي پوځیان د مشخصې مودې لپاره بهر ته استول کېږي او بیا د هغو پر ځای نور لېږل کېږي. په افغانستان کې په یو وار د امریکايي پوځیانو شمېر هیڅکله تر یولکو نه دی زیات شوی.
اوباما چې په نیوجرسي کې د امریکايی پوځیانو په (McGuire-Dix-Lakehurst) اډه کې ۳ زره پوځیانو ته خبرې کولې، افغانستان ته د امریکايي عسکرو لېږل له امریکا دباندې د امریکايي پوځیانو ستر ماموریت وباله.
امریکا او ناټو تېره اوونۍ په افغانستان کې خپل عملیاتي ماموریت له ۱۳ کلونو وروسته پای ته ورساوه خو له دې سره سره به یو شمېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
اوباما وویل:«له دې وروسته به زموږ پوځیان ښوونکي وي. خو ستاسو د اعلي سرقومندان په توګه غواړم دا یقیني کړم چې موږ یو شمېر ماموریتونو ته تیاري نیسو او دغو ماموریتونو ته له تاسو غوښتنه کوم. موږ غواړو چې د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو مجهز پوځ ولرو ځکه چې لا هم نړیوالو ته پکار یوو.»
ټاکل شوې ده چې له راتلونکې جنورۍ امریکا په افغانستان کې ۱۰۸۰۰ روزونکي وساتي.