تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما نوي منتخب ولسمشر ته د واک سپارلو په درشل کې د افغانستان ولسمشر ته ټېلفون وکړ.

بارک اوباما د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره تېره شپه /چهارشنبه/ په داسي حال کې ټېلفوني خبرې وکړې چې اجرايي ريیس عبدالله عبدالله هم حضور درلود.

اوباما د افغانستان او امریکا د مشرانو ترمنځ نژدې همکارۍ وستایلې او له افغان مشرانو څخه یې د فساد پر ضد د مبارزې او د قانون د حاکمیت لپاره د هلوځلو په خاطر مننه وکړه.

اوباما د افغانستان د وروستیو تروریستي حملو په خاطر له افغان مشرانو او ولس سره غمرازي وکړه.

ولسمشر غني په تېرو دوو دورو کې د افغانستان له ملت او دولت سره د مرستې او همکارۍ لپاره د بارک اوباما مننه وکړه.

اوباما دوه دورې د امریکا ولسمشري وکړه.

غني وویل، د افغانستان په امنیتي او انکشافي برخو کې د امریکا مالي او تخنیکي مرستې او همداراز له تروریزم سره د مبارزې او د افغانستان د دفاع په برخه کې د بارک اوباما ستراتیژیکې پرېکړې حیاتي وې.

ولسمشر غني د دوو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په جوړولو کې د اوباما رول مهم وباله او ویې ویل چې دا بنسټونه به ډېر کلونه ټینګ پاتې شي.

ټاکل شوې ده چې سبا /جنوري۲۰/ دونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه په ځای کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *