تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي بریدونو د یوولسمې کالیزې په مناسبت په وینا کې وویل، د خطرونو ماهیت بدل شوی خو متحد ایالتونه به د ترهګرۍ تر پوره ختمېدا پوري په افغانستان کې مبارزې ته دوام ورکړي.
اوباما وویل، د خپل هیواد د دفاع لپاره به له هر هغه څه کار واخلي چې ورته ممکنه وي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر همداراز وویل«موږ په افغانستان، عراق، سوریه او نورو هیوادونو کې د القاعده او اسلامي دولت په شان له سختدریځو او تروریستي ډلو سره لا هم جګړې ته دوام ورکوو. هغوی به له منځه یوسو او څه چې مو په وس پوره وي د خپل هیواد د دفاع لپاره به یې ونه سپموو.»
ده وویل د تروریزم او تروریستي ګواښونو په ماهیت کې د ۱۵ کاله پخوا په پرتله تغییر راغلی، خو له دې سره سره که هر څوک یا هره ډله د امریکا ګټو ته د ګوزار ورکولو هڅه وکړي، د امریکا له کلک غبرګون سره به مخامخ شي.
د سېپټمبر د یوولسمې حملې چې د القاعده شبکې ۱۹ تروریستانو د تښتولو مسافر وړونکو الوتکو په وسیله وکړې، د امریکا په خاوره کې تر ټولو خونړۍ حملې وې.
دوې الوتکې په نیویارک کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز له دوو اسمانڅوکو ودانیو سره ټکر کړای شوې چې په نتیجه کې یې دواړه ودانۍ ونړېدې.
درېمه الوتکه پر پنټاګون ولګېده او څلورمه په پنسلوانیا کې په داسې حال کې ولوېده چې مسافر پهکې سپاره ول.
پرون شنبې په نیویارک کې د اطفاییې د هغو ۳۴۳ کار کوونکو یاد ولمانځل شو چې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز د دوو لوړ پوړو ودانیو د اور وژلو په ترڅ کې وژل شوي وو.