تاند- سپینه ماڼۍ وايي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له ولسمشر سره د دوو هیوادونو ترمنځ د امنیتي شراکت د پراختیا او ژورتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
اوباما تېر ماښام د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره په ویدیو کنفرانس کې د جګړې په روان فصل کې د افغان امنیتي ځواکونو اجراات وستایل.
ده دغه راز د فساد د مخنیوي، د اقتصاد د ښه کولو او د سیمې له هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو لپاره د افغانستان د نوي حکومت اقدامات د قدر وړ وبلل.
دواړو خواوو د سیمه ییزو همکاریو او تروریستي د ګواښونو په اړه هم خبرې وکړې.
اوباما د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او ولسمشر غني یې د پخلاینې د هلوځلو په خاطر وستایه.