تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعتراف وکړ چې سیګرېټ یې د خپلې ماندینې له ډاره پرې ایښي دي. د اوباما دا اعتراف په میکروفون، کې، چې ده ګومان کاوه ګول دی، خپور شو.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې اوباما د دوشنبې په ورځ د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ترڅنګ د مدني ټولنې د اهمیت په اړه په یوه غونډه کې ګډون کړی و. ده د خپلې وینا په پای کې له څو تنو سره ټوکې ټکالې پیل کړې.

خو وروسته سي این این تلویزیون د اوباما خبرې خپرې کړې. اوباما له یو څنګلوري پوښتنه کوي چې سیګرېټ یې بس کړي، هغه له اوباما پوښتي چې ولي تا پرې ایښي دي؟ اوباما په خندا ورته وايي:«نه، خو په وروستیو شپږو کلونو کې مې چنداني نه دي څکولي ځکه چې له ښځې ډارېږم.»

اوباما د ۲۰۰۸ کال د انتخاباتي مبارزې په لړ کې سیګرېټ څکول خو وروسته یې بس کړل او د امریکا رسنیو د ده د دې کار هرکلی وکړ.

په امریکا او اروپايي هیوادونو کې له سیګرېټو سره سخته مبارزه روانه ده. سیګرېټ څکوونکی ښه حال نه لري. په اکثرو ځایونو کې پر سیګرېټ څکولو بندیز دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *