تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستان او د بې سرحده ډاکترانو له ټولنې په کندوز کې پر روغتون د امریکايي الوتکې د بمبارۍ له کبله بخښنه وغوښته.
ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ټېلفون وکړ، په کندوز کې یې پر روغتون د امریکايي الوتکې د بمبارۍ له کبله د ملکي افغانانو پر وژل کېدو د غمرازۍ د څرګندولو ترڅنګ بخښنه وغوښته او په عین حال کې یې د افغانستان د حکومت او خلکو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.
سپینه مانۍ وايي چې اوباما د بې سرحده ډاکترانو له ټولنې هم د کندوز د پېښې له کبله بخښته وغوښته.
د سپینې ماڼۍ ویندوی جاش ارنیست خبریالانو ته وویل، اوباما د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې مشرې (Joanne Liu) ته ټېلفون وکړ د بخښنې ترڅنګ یې د کندوز پر پېښه خواخوږي څرګنده کړه.
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې د امریکا له لوري د کندوز د پېښې په اړه هر راز تحقیقات رد کړي او ویلي یې دي چې باید بې پرې نړیوال مفتشان دا پېښه وڅېړي.
جاش ارنیست وویل، اوباما د افغانستان ولسمشر او د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې ريیسې ته وویل چې که ضروري وه نو داسي تغییرات به راولي چې دا ډول پېښې بیا تکرار نه شي.
د سپینې ماڼۍ ویندوی وویل چې اوباما د افغانستان ولسمشر ښاغلي غني ته د نژدې همکارۍ د جاري ساتلو ژمنه ورکړه.
سم تلفظ مې یې پیدا کړ.جووان لیو یا ژووان لیو او چینایۍ ده.
داجهه دغمزده وو دفاميلونو او دغمزده افغان اولس قناعت په هيڅ وجهه أوباما نه شي پوره كولي .اونه افغانان انسان فروشان دي.
ددي دبلره چه هر يو شهيد فاميل أعاشه او آباطه دفأميل ددوي په غا ړه وه پشنهاد كوم چه ددوي دفأميل أعاشه او آباطه دفأميل او با ما تر هغه وخت په غا ړه واخلي نر څو چه ددوي كوجيني ماشوم اتلس كلن كيږي .ل