تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د شنبې په ورځ د افغانستان په کندوز کې پر یوه روغتون د هوايي بمبارۍ په نتیجه کې د ۱۰ تنو د وژلو کېدو په خاطر ژوره خواشیني څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د دې پېښې په اړه به څېړنه وکړي.
د وروستیو راپورونو له مخې د بې پولې ډاکترانو په روغتون کې د امریکايي الوتکې د بمبارۍ له کبله لږترلږه ۱۹ تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې ماشومان او ډاکتران هم شامل دي. په دې پېښّ کې په لسګونو کسان نور، چې اکثره ناروغان دي، ژوبل شوي دي.
اوباما په یوه اعلامیه کې، چې سپینې ملڼۍ خپره کړه، ویلي:«د امریکا د خلکو له لوري، زه له هغو طبي کارکوونکو او نورو ملکیانو سره ژوره خواخوږي څرګندوم چې په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون په غموونکې پېښه کې وژل شوي دي.»
ولسمشر اوباما همداراز ویلي چې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د دې پېښې په اړه، چې د شنبې په سهار وشوه، پوره تحقیقات پیل کړي، او د دې تراژیدۍ په اړه تر دقیق قضاوت مخکې به د څېړنې نتیجو ته صبر وکړي.
په اعلامیه کې د وباما له قوله راغلي:«ما له دفاع وزارته غوښتي چې د څېړنو له پایلې مې خبر کړي او هیله ورڅخه لرم چې د حقایقو بشپړ حال راکړي.»
په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د بمبارۍ په نتیجه کې د ډاکترانو او ناروغانو د وژل کېدو ترڅنګ د روغتون ودانۍ هم سوځېدلې ده.
د امریکا دفاع وزیر کارتر اشتن هم د کندوز پر پېښّ ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان ډاډ ورکړی چې د پېښې په اړه به دقیقه پلټنه وشي.
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په کندوز کې پر خپل روغتون د امریکايي الوتکې بمباري د ټولو منل شویو نورمونو خلاف عمل بللی دی.
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې ویلي چې د بمبارۍ په مهال په روغتون کې ۱۸۰ تنه بستر ول.