تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون /سې شنبه/ وویل چې هیواد یې په افغانستان کې جګړه پای ته رسوي ځکه چې د القاعده شبکې مرکزي هسته یې له منځه وړې او د خپل ماموریت هدف یې ترلاسه کړی دی.

اوباما په عین حال کې خبرداری ورکړ چې تیت پرک شوې القاعده لا هم سولې او امنیت ته خطرناکه ده.

ښاغلي اوباما د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل:«راتلونکی کال به نړیوال ايتلاف په افغانستان کې خپله جګړه پای ته ورسوي، ځکه چې د القاعده شبکې د مرکزي هستې د له منځه وړلو هدف یې ترلاسه کړی دی.»

ده دا هم وویل چې د نویو شرایطو معنا دا ده چې امریکا له مځکنۍ جګړې مخ په بله اړوي.

ده زیاته کړه:«پر دې سربېره چې خپل پوځیان هیواد ته راولو، موږ د بې پېلوټه الوتکو کارول محدود کړي چې یوازې پر هغو کسانو، چې نیول یې ممکن نه دي او د ملکیانو مرګ ژوبله تقریباً په نشت برابره ده، برید وکړي چې د امریکا متحدو ایالتونو ته پر له پسې ګواښ پېښوي.»

اوباما د افغانستان جګړې ته په اشارې وویل چې له خپلو متحدانو سره یې په دې کار کړی چې د څه باندې یوې لسیزې جګړه پای ته ورسوي.امریکا او متحدانو یې پرېکړه کړې چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به له افغانستانه خپل ټول محارب پوځیان وباسي.

امریکا د افغانستان له حکومت سره اوس په دې ږغېږي چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره څومره پوځیان پرېږدي. د دواړو خواوو د موافقې په صورت کې به د امریکايي پوځیانو شمېر د ۶ زرو او ۱۲ زرو ترمنځ وي.

One thought on “اوباما: راتلونکی کال به د افغانستان جګړه پای ته ورسوو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *