تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما ومنله چې امریکا په افغانستان کې طالبان له منځه نه شي وړلی خو د افغانستان له حکومت سره مرسته کولی شي چې په خپل هیواد کې ثبات راولي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي اوباما د سې شنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د اعلي سرقوماندان په توګه د ملي امنیت په اړه په خپله وروستۍ وینا کې وویل«د امریکا له هلوځلو سره سره په دغه جنګ ځپلي هیواد کې حالات لا هم بې ثباته دي. نه غواړم چې ګلورین تصویر وړاندې کړم، د افغانستان حالات لا هم سخت دي. له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسي جګړه د افغانستان د خلکو د ژوند برخه ده. امریکا په دغه هیواد کې طالبان یا جګړه له منځه نه شي وړلی.»

اوباما، چې د فلوریدا ایالت په مک دیل هوايي ځواک اډه کې خبرې کولې، همداراز وویل«خو څه چې موږ کولی شو هغه د القاعده د پناهځایونو له منځه وړل او د هغو افغانانو ملاتړ دی چې ښه راتلونکې غواړي، له همدې کبله موږ نه یوازې له خپل پوځ سره په دې کار کړی بلکې په کابل کې مو د ملي یووالي د حکومت ملاتړ هم کړی دی.»

اوباما له واک ته رسېدو وروسته د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر یو لک تنو ته ورساوه خو په دوهمه دوره کې یې د پوځي قوماندانانو له مخالفت سره سره ټول جنګي ځواکونه وایستل او یوازې ۸۴۰۰ پوځیان یې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د القاعده پر ضد د عملیاتو لپاره پرېښودل.

3 thoughts on “اوباما : طالبان له منځه نه شو وړلی خو د افغان حکومت ملاتړ کولی شو”
  1. دا ۱۵ کاله یې همدا کړي چې علت یې د جګړې زیاتیدل وو. معنی دا چې تنور دې ګرم ساتلی و او هر چا پکې ډوډۍ پورې کولې. ستا د ګوند د همدې کړنلارې له امله (چې په ما کار مه لره په تا کار نلرم) خو طالبان زړور او جګړه لا نوره هم زیاته کړه او لکونه افغانان پکې دل شو. په پاکستان باندې ستا د ګوند خاصې مهربانۍ خو داهر څه وکړل نو اوس امید لرو چې ستا مخالف ګوند چې ټرمپ یې په راس کې دی ستا دا ګند پاک کړي.

  2. چی اوباما یی له منځه نشی وړلای نو بیا یی حکومت کله دله منځه وړلو توان لری هسی وژنو او قتلونو ته په لوی لاس موقعه برابروی نور هيڅ هم نشی کولای حکومت

  3. ګوری ، متمدن ،مهذب، ساینس او تکنالوجی کی تر ټولو وړاندی مدعیانو سره څه مناسب او انسانی ښکاری ؟
    دا سوال تعلیم یافته متخصصینو ته وړاندی کوم که کوم کمی یا انحراف مو تشخیص کړهغه باید واضح او د علاج لپاره یی پراخ کار وشی تر څو بشریت آرام ژوند وکړی ، لطفا لاندی پوښتنو ته ځیر شی .
    مترقی او متمدن انسان به نور انسانیت وژنی که یی خدمت اوتعاون کوی ؟
    اتمی دول به لکه ښکرور خره یا لیونی سپیان په نورو حملی کوی ،غصب او قتل عام به کوی ، که دا انرژی د بشریت په ګټه او خدمت کی راوړل شی ، انسانیت کوم یوه کی تمثیلیږی او انسانی شان سره کوم یو مناسب دی ؟
    شرانګیزی او تجاوز انسانی او شریف کار دی که خیر خواهی او تعاون ؟
    دوګانه یا منافقانه روش ته ولی دپلوماسی یا سیاست ویل کیږی ، آیا فریبکاری ښه سیاست دی که انسانیت شرمول او اعتماد ختمول ؟
    یو رئیس جمهور د ټول اعتبار، لوړ تحصیل او په ظاهر اوچت اننسان د پورتنی او نورو تخلفاتو مرتکب ګرځی ، دا څه ډول انسانی مقام دی او انسانی ارزش یی څومره دی ؟
    دیته ورته په سلګونو پوښتنی مطرح کیدای شی ، خو اوسنی په ساینس او تکنالوجی کی پر مخ تللی هیوادونه نباید ساینس او تکنالوجی د بشر د تباهی او د جنایت د خورولو لپاره وکاروی ، باید د بشریت د خدمت ، سهولت او آرام لپاره وکارول شی ،چه دا خپله موجوده حالت د متمدن انسان، خطیر انحراف ثابتوی چه باید رفع شی ورنه ، بل هم اضل ، مصداق ګرځیدلی.او بشریت د تباهی تیارو کی ډوبیږی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *