تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي او د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن ماښام د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم له ولسمشر اوباما سره د اشرف غني احمدزي د ویدیو کنفرانس په مهال د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله هم حاضر و.

د ارګ په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې ولسمشر اوباما او ولسمشر اشرف غني احمدزي په کومو مسایلو خبرې وکړې.

خو له بلې خوا سپینې ماڼۍ د دواړو ولسمشرانو د ویدیو کنفرانس په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان ولسمشر او عبدالله عبدالله په خپل منځ کې د سیاسي موافقې په خاطر یو ځل بیا وستایل، د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د ملاتړ لپاره ��ې د امریکا د مرستو ژمنه تکرار کړه او دواړو مشرانو ته یې په دې مبارکي وویله چې د نوي حکومت لومړۍ میاشت له بریا ډکه وه.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دواړو ولسمشرانو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د افغان ملي امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا، د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره د امریکا او سیمې د ملاتړ، د افغانستان د بودجې د لنډمهالې اصلاح او په اوږدمهال کې د افغانستان د مالي ثبات په اړه خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجراییه رييس عبدالله عبدالله ته په نوي میلادي کال کې د سپینې ماڼۍ د سفر بلنه هم ورکړه.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته ولسمشر اوباما له ښاغلیو احمدزي او عبدالله سره ټېلفوني خبرې کړې وې خو دا لومړی ځل دی چې له ولسمشر احمدزي سره د ویدیو له لارې ږغېږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره هم کله د ویدیو له لارې خبرې کولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *