تاند- د سي این این د راپور له مخې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما چې د افغانستان له ولسمشر سره په امنیتي موافقه کې نهیلی شوی، په جدیت په دې غور کوي چې راتلونکی کال له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان وباسي.
د اوباما د حکومت یوه جګپوړي مامور دا خبره وروسته له دې سي این این تلویزیون ته وکړه چې نیویارک ټایمز راپور ورکړ:«د امریکا حکومت له افغانستانه د ټولو پوځیانو پر ایستلو غور کوي او غواړي چې په دغه هیواد کې حتی یو سرتېری هم پرېنږدي.»
تراوسه پوري افغان او امریکايی چارواکي په دې خبرې کوي چې له ۲۰۱۴ وروسته امریکا په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره محدود شمېر پوځیان پرېږدي.
خو اوباما په وروستیو میاشتو کې پر دې معامله د افغانستان له ولسمشر سره خبرو سخت مایوسه کړی دی.
د دواړو خواوو اړیکې تېره میاشت په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره نورې هم ترینګلې شوې. کرزي اعلان وکړ چې له امریکا سره د امنیتي تړون پرسر خبرې ځنډوي.
سي این این وايي، له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو مسله تر دې مخکې هم مطرح شوې وه او ویل کېږي چې په امریکا کې تل پر دې موضوع بحث کېږي خو له وروستیو انکشافاتو داسي ښکاري چې اوس تر هر وخت دا کار زیات ممکن دی.
د دغه تلویزیون د راپور پر اساس که امریکا له افغانستانه ځواکونه کاملاً وباسي نو هغسي وضعیت به رامنځته شي چې په عراق کې رامنځته شو.
د عراق حکومت هم امریکايی پوځیانو ته د قضايي مصونیت د نه ورکولو پر سر امریکا مجبوره کړه چې له دغه هیواده ټول پوځیان وباسي.
په همدې منځ کې نیویارک ټایمز د باوري سرچینو په قول ویلي چې له افغانستانه د درستو پوځیانو د ایستلو پر انتخاب جدي غور د جون په اووه ویشتمه نېټه د کرزي او اوباما له ویدیويي خبرو وروسته پیل شو.
د جون په اووه ویشتمه اوباما له کرزي سره اوږدې خبرې وکړې څو د کرزي هغه شک لېري کړي چې امریکا د ده له حکومته پټ له پاکستان او طالبانو سره د جوړجاړي هڅه کړې ده.
په قطر کې د پاکستان په منځګړتوب له طالبانو سره د امریکا پر پټو خبرو کرزی سخت په غوسه شو.
کرزی وايي چې له ۲۰۱۴ وروسته غواړي چې امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي خوشرط دا دی چې دا پوځیان باید د افغانستان په کلیو کې د بمباریو پر ځای له افغانستانه دباندې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره ریښتوني اقدامات وکړي.
په کابل کې یوه جګپوړي امریکايی دیپلومات وویل:«له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو مسله تل مطرح وه خو هیڅکله دا انتخاب دومره جدي نه و لکه څومره چې اوس دی.»
دغه دیپلومات په عین حال کې وویل، هیله لري چې د کرزي په حکومت کې به ځیني کسان په دې پوی شي چې د هیڅ عسکر د نه پرېښودلو مسله اوس پوره ممکن انتخاب دی، دوی باید مخکې تر دې چې اوبه تر ورخه تېرې وي، خپل دریځ بدل کړي.
زیبه لکه خښته لکه سنګه چی داسی په غرور راغله اوداسی به سرټټی شرمینده له افغان خاوری څخه وزی
دیوولسو کالو زخومو والله که په دووشت کاله جوړکړی
کرزی هغه څه کوی چی ایران او بنجاب یی غواړی کرزی د شمالی تلوالی د ګټو د پاره افغانستان د اور لمبو ته اچوی . کرزی یو مشر نه بلکی د ستونزو زیږونکی وګړی دی. کرزی غواړی افغانستان تجزیه او په ډیره سخته کورنی جګړی پکی رامنځته شی. د کابل پوځونو د مارشال او خلیلی کومانده منی دا ملی پوځونه نه دي. د کرزی دپاره دا ډیره دشرم خبره ده چی دی ملی ګټی د شمالی ټلوالی د ګټو څخه ځار کړی هغه پښتانه تباه کړل او خاوره هم له منڅه وړي
د امریکایانو په نه موجودیت کی د کرزی پوځونه پنڅه منټه هم امنیت نشی تامین کولی
دا باید ووایو چی تر پخوا زیات بشری جنایتونه ترسره شی د کابل نوی سلنه خلک به ووژل شی چی دا ایران او پنجاپ غواړی
شکیل پنجابی صاحب اول دې دا لیکل زده کړه چې څنګه باید یو څه ولیکې. که دا د مور مېړونه دې لاړل، پنجابیان د مور مېړونه دې تیارسۍ ولاړ دي بیا به افغانان در په در او خاورې په سر وي.
زه نه پوهیږم چی د تاند په ویبپاڼه کی څه ډول خلک کار کوی؟ هیله د کنځلو ته ځای ورنکړی، تاسو وګوری چی د جمال په نوم کس په خپله پورتني تبصره کی څه لیکلی دی.
پر یو چا په شخصی تیری کول د ټولو ژورنالیستیکو اوصولو خلاف کار دی، باید دا ډول شیان رسنی خپری نهکړی
نو له تاند څخه مو هیله ده چی ورته شیانو ته پاملرنه وکړی
شاباس جمال صاحب څونه دی په امریکایانو باندی خوابده سوله داسی ښکا ری لکه دمور مړونه چدی وی موږداندی ویلی چی امریکایان ولاړسی اوافغانستان بیادطالبانو لاس ته ورسی موږ دټولوافغانانولپاره تبصره لیکلی وه زه نوم خبر چی داستا
دمور مړونه دی
جنجال مکوی وروڼو اوس خو ټولوته معلومه شوه چی نه امریکا او نه هم کوم بل هیواد دا غواړی چی زموږ په وطن کی دی سوله راشی
هریو د خپلو ګټو لپاره هرڅه کوی او څومره دشرم وړخبره ده چی موږ پردی خبری سره وجنګیږو چی افغانستان چاته ورحواله کړو.
افغانستان به یواځی او یواځی افغانان آبادوی دا ټولی د خیر ښیګڼی خبری چی د مطبوعاتو له لاری د پردیو له خولو اوریدل کیږی درواغ دی
امریکایان به ترخپله وسه له دی خاوری نه وځی ځکه هغوی دلته خپلی ګټی لری او دا آوازی چی ګواکی خپل ټول عسکر باسی یو سیاسی فشار ده ترڅو په امنیتی تړون کی ډیره کټه ترلاسه کړی او ژر ترژره لاسلیک شی
امریکا به هیڅکله هم افغانستان آزاد پرینژدی او په سر کی هم پدی خاطر افغانستان ته ندی راغلی چی اوس ووزی او دا دومره ملیاردونه دالر چی امریکی افغانستان کی لګولی دی دکرزی او دده فاسد تیم پخاطر ندی لګولی؟ دا هر څه دافغانانو د غولولو دپاره ویل کیژی او رشتیا هم که دافغانانو په غم کی وی ولی یی په سر کی طالبان چی هم افغانان وو دیو شرمیدلی او فاسد غلوسره چی اوسنی دکرزی تیم دی معامله کړه؟ هغوی که هرڅه وه اوسنی تیم ته نسبی قانونی افغان حاکمیت وو او القاعده هم په افغانستان کی نه بلکه په پاکستان کی وو حال داچی داقاعده مشر هم په پاکستان پیدا سو نو ولی بیا هم اوسنی فاسد رژیم د قدرت پر ګدی ناست دی او تول ملک یی تباه کړ!؟ په پای کی دا وایم چی امریکا دا هر څه په درواغو وایی او دا تیم دکرزی په مشری دا هر څه چی کوی او وایی دامریکایانو په اشاره او هدایت یی وایی او کوی یی او صرف اوصرف افغانان غولوی حال داچی کرزی دا ځانه هیڅ د اجراآتو صلاحیت نلری او په پای کی امریکا قطعاً د افغانستانه نه وځی! او خپلواک افغانان هم پر کار نه پریژدی!
[…] مخکینی خبر ولولئ […]
ملت در غم جان کندن ، کرزی ده غم چربو! غم د ملی ګټو نه دی چی کرزی یی وایی ،غم دا دی چی کرزی له اوباما غواړی چی یا ما پخپله یا می ورور او یا بل زما کس په دغه میراث ملک کی پاچا کړه، چی دا وطن نور هم لوټ کړم.بس غم دغه دی، ملی ګټی یانی کرزی او کورنی یی په واک کې، لوی خاینان!
لومړی سلامونه و ټولو همکارانو او لوستونکو ته وړاندی کوم! زه ما پخپل شخصی نظر دا سی فکر کوم. که یو څوك افغانستان ته راځی او پاتیږی نو باید د افغانستان د هیلو سره سم کار وکړی نه دا چی یواځی خپلی ګټی په نظر کښی وه نیسی او د نور ګټو ته هیڅ تماسل نه لری. دا خبره صحیح ده چی د غرب حضور د افغانستان لپاره تر هغه اړین دی ترڅو افغانستان په پښو دریږی . خو که خارجیان پاتیږی او بیا د افغانستان چی کومی ګټی دی لکه د هیوا د عرضی تمامیت، د وسلوال فوځ تجهیز د سمیم په کچه ، د اقتصاد په پښو درول، د کانونو د استخراج لپاره فنی او مالی مرسته، د تعلیم او تربیی پرمختگ، په نظام کښی اصلاحات ترڅو و خلګو ته ښه او مساوی خدمات مصدر وگرځی. په لیکلی ډول تضمین کړی نو بیا ګټه لری او که یواځی تش په نامه آډی غواړی پرته د پورته سوی مرستو څخه نوبیا موږ ته د هغوی حضور کټور نه احساسیږی.
اوباما وزی نه په زور به ویستل کیژی…