تاند- سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو ته ویلي چې دا ډېره مهمه ده چې د واک وېش معامله ژر تر ژره بشپړه کړي څو هیواد یې نوی حکومت جوړ کړي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، نهايي موافقه به د افغانستان د نړیوال ملاتړ له زیاتېدو سره مرسته وکړي او دا هیواد به باثباته کړي.
له بلې خوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وویل چې ولسمشر اوباما له بریتانیا څخه واشنګټن ته له رسېدو وروسته د یکشنبې په ورځ عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ته ټېلفون وکړ.
ده دواړو افغان کاندیدانو ته وویل، امریکا له افغانستان، د دغه هیواد له خلکو، ولسمشر او اجرايي رييس سره مرستو ته ژمنه ده، پکار ده چې موافقه نهايي او نوی حکومت جوړ شي.
واشنګټن پوسټ وايي، په نړیواله کچه اندېښنه ده چې که دواړه افغان کاندیدان موافقې ته ونه رسېږي، عبدالله او غني جلا جلا حکومتونه اعلان کړي، افغانستان به ووېشل شي او په سیمه کې به نور کړکېچ رامنځته شي.
دواړه کلاندیدان په دې سلا دي چې د ملي یووالي حکومت به جوړوي خو د اجرايي چارو د ریاست د واک پر سر اختلاف لري.
عبدالله عبدالله، چې ځان ورته بایلونکی ښکاري او له موافقې سره سم باید د اجرايي چارو مشر شي، وايي چې د کابینې مشري او نیمايي قدرت دې ورکړای شي خو اشرف غني او ټیم یې وايي چې دا غوښتنه د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.
د عبدالله پلویانو پرون /یکشنبه/ وویل چې د دوشنبې په ورځ به خپل وروستی دریځ اعلان کړي. د دوی په وینا عبدالله به یا ځان بریالی او د ځان په مشرۍ حکومت اعلان کړي او یا به له اشرف غني احمدزي سره د ملي وحدت په حکومت کې شریک شي.
پرون د عبدالله یوه ویندوی مجیب الرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی د دوشنبې په ورځ بیا د ملي وحدت د حکومت په اړه خبرې کوي. ده هم خبرداری ورکړ چې که په دې خبرو کې موافقه ونه شوه د اصلاحاتو او همپالنې ټیم به خپل وروستی دریځ اعلان کړي.
ګوړه ګوړه یادوه خوله به دخواګه وی
دخپل مرګ پلان په خپله جوړوی که مړ شوی خون به دپهخپله غاړه وی ستا مشورین په غلطه دی دڅان بقا په ویر او ماتم کی لټوی حساب او کتاب شته خامخا بهدخپلو کړو وړو حساب ورکویاوکه مړه شوی په قبر مو هم خلک تیګی واروی مطمین اوسی ،:
ناکام ته چا تحفه ور کړیده هغه صنف چه پکی ناکام ده دوباره یی باید ولولی دااوصول تدریسی دی لهذا :
ناکام عبدالله ته قدرت ورکول دتدریسی او صولو خلاف عمل ده او که ناکامی نه منی هغه معیاری نمبری دوګوری چه اسادانو ور کړیدی او که بیا قناعت نلری شکایت کی خو ډیر بلد ده بیا بیا بیا بیا بیا بیا دشکیت وکړی وګوری ناکامی ډیره بده او سخته ده ګراموی ییمه .
خدا خراب کړی غنی بابا په دی ابتکار چی وکړ صیح انتخابات روانول تاته چاوویل چی د اجرایه پوست اعلان کړه او دامړی بلاوی دی راویشی او دریژ ژبه کی متل دی چی وایه خدکرده رادوا نست
ګل هلمندی