تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما، له دې سره سره چې له پنځو طالب بندیانو سره د خپل یوه عسکر د تبادلې په خاطر تر فشار او نیوکو لاندې دی، د دې معاملې دفاع وکړه، ویې ویل چې د بو بریګدال د خلاصون په بدل کې له ګوانتنامو بند څخه قطر ته د پنځو طالب بندیانو د سپارلو پر معاملې به بخښنه ونه غواړي.
د کانګریس غړیو د بریګدال پر معاملې سختې نیوکې کړي دي او ویلي یې دي چې په دې خاطر دا مسله دوی ته د انتقاد وړ ده چې له یوې خوا له ترهګرو سره خبرې شوي او له بلې خوا له کانګریس سره مخکې تر مخکې مشوره نه ده شوې.
د اوباما حکومت د چهارشنبې په شپه د کانګریس د مشرانو جرګې غړیو ته یوه ویدیو وښوده چې په هغه کې بریګدال ډېر کمزوری ښکاري. د اوباما ادارې د بریګدال په وړاندې د طالب بندیانو د خلاصون دلیل دا ووایه چې د بریګدال وضعیت ښه نه و او له بلې خوا قطري منځګړو خبرداری ورکړی و چې ممکن طالبان بریګدال ووژني.
خو نه ویدیو او نه د چارواکو دلایلو د اکثرو سناتورانو قناعت حاصل نه کړای شو.
اوباما نن په خپله وویل چې په دې معامله نه پښیمانه دی او نه بخښنه غواړي. ده د دې معاملې د دفاع په ترڅ کې وویل چې په واشنګټن کې د دې قضیې په وړاندې مخالفتونه ورته حیرانوونکي او د توقع خلاف نه دي.
اوباما وویل:«موږ ته یو فرصت ښکاره شو او له فرصته مو استفاده وکړه.»
اوباما دا یادونه هم وکړه چې د ده د حکومت لپاره د اسیرانو تبادله کومه نوې او تازه خبره نه ده.
أوباما دبشر دوستي عمل به خاي كري جه دا دير شه كار دي دسياسي او بين المللي قوانينو به ارتباط لويه اشتباه كري جه جنكي متهمين ي رها كري.