تاند – سپینې ماڼۍ کانګرس ته داسې یو پلان وړاندې کړی دی چې د هغه په اساس باید د ګوانتانامو ټاپو زندان وتړل شي.‌

دا له پخوا راهیسې د جمهور رییس اوباما غوښتنه او هدف وو.

ښاغلی اوباما غواړي چې په ګوانتانامو زندان کې پاتې ۹۱ بندیان یا د هغوی اصلي هېوادونو ته انتقال کړي یا یې د متحده ایالاتو نظامي یا ملکي محبسونو ته ولېږدوي.

خو کانګرس د دې سخت مخالف دی چې په ترهګرۍ شکمن کسان دې د متحده ایالاتو په خاوره کې وساتل شي او داسې ښکاري چې کانګرس به د اوباما له خوا د ګوانتانامو د زندان د بندېدلو د پلان مخه ډپ کړي.‌

د ګوانتانامو په محبس د کال ۴۴۵ میلیونه ډالر خرڅ راځي او جمهور رییس اوباما له ۲۰۰۹ کال راهیسې د هغه د بندېدلو وعده کړې وه.‌

د بشري حقونو کمپاینرانو په مکرر ډول په کیوبا کې د دغه زندان په هکله شکایتونه کړي دي.‌ له ۲۰۰۲ کال راهیسې په یاد زندان کې ۷۸۰ بندیان ساتل شوي دي.‌

د بي بي سي نړیوال سروېس لیکي چې، جمهور رییس د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه زندان ملي امنیت ته صدمه رسولې ده.‌

جمهور رییس اوباما ویلي چې، دا زمونږ په تاریخ کې د یوه فصل د بندولو خبره ده.‌ دا هغه درسونه منعکسوي چې مونږ د سپتمبر له ۱۱مې راهیسې زده کړي دي – داسې درسونه چې هغه باید زمونږ ولس ته د مخکې تګ لارښوونه وکړي.‌

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *