تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، هیواد یې له اسلام سره نه بلکې له هغو کسانو سره په جنګ دی چې له دین او مذهبه منحرفه شوي دي.

بارک اوباما، چې په یوه کنفرانس کې له افراطیت او سختدریځۍ سره د مبارزې په باب خبرې کولې، وویل:

«موږ له اسلام سره په جګړه کې نه یوو. موږ له هغو کسانو سره جنګېږو چې له اسلامه یې انحراف کړی دی.»

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د کنفرانس برخوالو ته وویل، هیڅ دین د تروریزم مسوول نه دی، دا انسانان دي چې د تروریزم او تشدد مسوولیت لري.

په پاریس او کوپن هېګن کې د اسلامي سختدریځو له وروستیو حملو وروسته یو شمېر کسانو پر سپينې ماڼۍ انتقاد وکړ چې افراطیت له اسلام سره نه تړي.

اوباما وویل، د اسلامي دولت د سختدریځې ډلې مشران مذهبي مشران نه دي، بلکې تروریستان دي

«موږ باید دغو تروریستانو ته داسي مذهبي مشروعیت ورنه کړو چې دوی یې په لټه کې دي. دوی مذهبي مشران نه دي، تروریستان دي.»

د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د اسلامي دولت وسله واله سخت دریځ ډله له اسلامه جلا وبلله، ویې ویل چې دا ډله ټولې نړۍ ته خطرناکه ده.

د اوباما په وینا د القاعده په شمول سخت دریځې ډلې هڅه کوي چې مذهبي مشروعیت لاس ته راوړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړه، د بې ګناه خلکو پر ضد تشدد د اسلام او مسلمانانو کار نه دی، دا تشدد اسلام ته زیان اړوي.

ده د امریکا له اسلامي ټولنو وغوښتل چې د هغه څه پر ضد مبارزه وکړي چې ده له تشدده ډک افراطیت وباله.

One thought on “اوباما وايي، افراطیت او تشدد له اسلام سره تړاو نه لري”
  1. دده مفتي کمې وه هغه هم پوره سو
    لنډه غره که ته مونږ ته داسی دین راښیی لکه څنګه چه ستا شپاړس کلنه پیغله لور دپردي انګریز نه بلار به سوه نو داسی دین مونږ ته دمنلو وړندی
    ستادی مبارک وي….
    اسلام داعتدال دین دی اود ټولو احکامو که لمونځ روژه زکات حج اویا جهاد فی سبیل الله وي دکولو امر خپلو منونکو ته دادا کولو حکم کوي.
    ستا په مرداره خوله مونږه دځان لپاره دین نشو خوښولی….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *