تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا جنګي الوتکو ته امر کړی چې بیا عراق ته لاړې شي خو د بل پوځي ماموریت یعني له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه یې په خپله پالیسي کې بدلون نه دی راوستی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې اوباما روانه اوونۍ خپلو سلاکارانو ته وویل، تر څو چې افغانستان پر سیاسي اخنلاف لاسبری کېږي له دې هیواده دې د امریکايي پوځیانو د ایستلو کار له مهالوېش سره سم پرمخ وړل کېږي.

د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي مامور وویل، ولسمشر اوباما په واشنګټن کې دا استدلال او بحثونه ردوي چې په عراق کې د ګډوډۍ زیاتېدا باید د دې سبب شي چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پروګرام چټک کړي.

په همدې حال کې د جمهوریتپال ګوند مخکښ سناتور خبرداری ورکړ چې که له افغانستانه په غیرمسوولانه ډول ځواکونه وایستل شي، د دغه هیواد وضعیت به هم د عراق په شان شي.

ده سي این این تلویزیون ته وویل:«زه اوس تاسو ته وړاندوینه کوم چې که موږ ټول پوځیان له افغانستانه وباسو، شرایط په نظر کې ونه نیسو، بیا به ځیني حرکتونه په افغانستان کې ووینئ.»

د اوباما د پالیسیو ځیني منقدان د عراق په حکومت کې دننه سیاسي کشالې او د دغه هیواد د پوځ شاتګونه د نه پاملرنې په صورت کې د افغانستان لپاره خبرداري بولي، وايي چې ممکن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته همدا کانې په افغانستان کې تکرار شي.

0 thoughts on “اوباما وايي، د عراق د لانجې په خاطر له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو مهالوېش نه بدلوي”
  1. سلام په تاسو
    (د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې اوباما روانه اوونۍ خپلو سلاکارانو ته وویل، تر څو چې افغانستان پر سیاسي اخنلاف لاسبری کېږي له دې هیواده دې د امریکايي پوځیانو د ایستلو کار له مهالوېش سره سم پرمخ وړل کېږي.) داد جمهوريس اوباما خبره ده خو كوم سياسي اختلف ( دملت او شمال دغلواختلاف ، داحمدزى او عبدالله اختلاف د طالبانو او دكرزى دحكومت اختلاف دافغانستان په هكله داروپا او امريكى اختلاف دپاكستان دحكومت او دافغانستان دحكومت اختلاف دشوراىنظارخپل مينحًى اختلاف ..او داسى نور اختلافونه هم شته چى ضرورت يي ديادولو نشته په كوم سياسي اختلاف افغانستان لاسبرى شى ؟
    كه حًوك افغانستان خپل حال ته پريژدى او له بهره تكميل شوى نخسى په افغانانو تطبيق نكرى نوموژ خپله دحل نسخه لرو چى كلونه كلونه مو خپل مشكل پرى حل كرى او اوس يي هم خپل مشكل پرى حل كولاى شو جمهور ريس اوباما . تا سى يوه درشى له غربه موژته راورى چى يا دغه دريشى په موژ كى تنگه ده يالويه په دوارو حالاتو كى موژ دادريش نه شو اغوستلى خو تاسي اسرار كوى چى حتمى يي واغنده دا ديرلس كاله تاسو ستراتيژى گانى جورى كرى حتى ستاسو دناتو ملگرو هـم دستاسو په ستراتيژى باندى نيوكى كرى او دعملى كولو حًخه دده وكره . حًومره چى تاسى پرته له مجربو افغانانو په خپل سر دافغانستان په مسايلو كى گوتى وهـى هومره به تاسى دابو په گرداب كى غرقيژى . لكه چى ستاسو حًلورو جنرالانو اعتراف وكر چى موژاشتباه گانى كرى خو متاسفانه ستاسو غوژى نه اورى . تاسو دافغانستان په هكله دير محدود معلومات لرى حًكه تاسو پيسى او عسكر دواره له لاسه وركره افغانستان دجرگو وطن دى نه دغرب دنسخو موژ دخپلوجرگو له فيصلو حًخه راضى يو او دافيصلى دتولو افغانانو له پاره دمنلو دى داحًكه چى افغانان پرى پوهيژى چى جرگه حًه شي دى مگر ستاى كمسيونونه او وركشاپونه دافغانالپاره يوه كاملاً نوخبره ده.بهتره به داوى چى دى قتل اوقيتال ته دپاى تكى كيژدى اودامسله پاكواو په ولس كى منلو افغانانوته ور وسپارى او تاسو يي سياسي ملاتر وكرى .مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *