بارک اوباما

تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د واشنګټن په لمنه کې د پوځیانو هدیرې (ارلینګټن ملي هدیره) ته لاړ او د وژل شویو پوځیانو د یاد ورځ د لمانځلو په ترڅ کې یې هغو امریکايي پوځیانو ته درناوی وکړ چې په جګړو کې وژل شوي خو په دې یې خوښي څرګنده کړه چې امریکا له افغانستانه جنګي ځواکونه ایستلي او نور امریکايي پوځیان په کومه جګړه کې ښکېل نه دي.

اوباما وویل، دا په یوه لسیزه کې لومړنۍ /یاد ورځ/ ده چې امریکايي پوځیان په کومه لویه مځکنۍ جګړه کې ښکېل نه دي.

ده په عین حال کې وویل:« لا هم امریکايي پوځیان د خطرونو په وړاندې ځیر او تیارسی دی، لا هم خدمت کوي او لا هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې قربانۍ ورکوي.»

ده زیاته کړه:«څو کاله پخوا موږ په افغانستان کې تر یو لک زیات سرتېري لرل. موږ د پاتې عسکرو د راوستلو لړۍ ته لا هم دوام ورکوو او د راتلونکي کال تر پایه یوازې دومره پوځیان پرېږدو چې زموږ د سفارت ساتنه وکړي، خو افغانستان لا هم خطرناک ځای دی. لکه څرنګه چې ډېرې کورنۍ پوهېږي، زموږ پوځیانو خپل ژوند زموږ لپاره په خطر کې اچولی دی.»

اوباما د خپلې وینا په ترڅ کې په افغانستان کې وروستني دوه وژل شوي امریکايي پوځیان، د پوځ متخصص وېټ مارتین او لومړی بریدمن رومن موریس وستایل.

ده په ارلینګټن هدیره کې د بې نومه سرتېري پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

اوباما له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر یولکو ته ورساوه خو وروسته یې د هغوی شمېر په تدریجي ډول لږ کړ تر دې چې اوس لس نیم زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې دېره دي چې لوی اکثریت یې افغان امنیتي ځواکونه روزي.

One thought on “اوباما وايي، په دې خوښ دی چې له افغانستانه یې پوځیان ایستلي دي”
  1. داچې پټ دشيطان اور يې کور په کورلګولي دي داورته ښکېلتيا نه ښکاري چې هره ور ځ په ژړا پيلوداد چا برکت دي داهمدوي دي که بل څوګ دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *