تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکا جنګي ماموریت رسماً پای ته رسېدلی اعلان کړ، ویې ویل چې له ۱۳ کلونو وروسته د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه په مسوولانه ډول پای ته رسېږي.

د اوباما تر څرګندونو مخکې نن په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان امریکايي جنرال جان کمبل په کابل کې د ایساف بیرغ ښکته کړ او په افغانستان کې یې د ناټو په مشرۍ د ایساف دیارلس کان جنګي ماموریت پای ته ورساوه خو د غوڅ ملاتړ په نوم یې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ملاتړ اعلان کړ.

د ناټو په مشرۍ د ایساف له اعلانه وروسته ولسمشر بارک اوباما په یوه اعلامیه کې وویل:«د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې را په دې خوا، چې زموږ د ۳۰۰۰ بېګناه خلکو ژوند پکې واخیستل شو، په څه باندې ۱۳ کلونو کې زموږ ملت د افغانستان په جګړه کې ښکېل دی.»

اوباما په کابل کې د امریکايي پوخیانو د ماموریت د پای ته رسېدا مراسم د خپل ملت لپاره د بدلون یو مهم ټپال وباله او له امریکايي پوځیانو او استخباراتي کارکوونکو څخه یې د ده په وینا د «فوق العا ده» او «بې سارو» سرشیندنو په خاطر مننه وکړه.

د این بي سي تلویزیون د راپور پر اساس شاوخوا ۲۲۰۰ امریکايي پوځیان د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي. دا جګړه له هماغه پیله، چې په ۲۰۰۱ کې پیل شوه، امریکا ته په ۱ تریلیون ډالرو تمامه شوې ده.

اوباما وویل:«موږ تر پخوا خوندي یوو، او زموږ ملت د هغو خدماتو له کبله چې امریکايي پوځیانو کړي دي، لا خوندي دی. د جګړې په ترڅ کې هلوځلو له افغانانو سره مرسته کړې چې خپل هیواد اباد کړي او تاریخي او ازاد انتخابات وکړي.»

اوباما په عین حال کې ومنله چې افغانستان لا هم یو خطرناک ځای دی او په دغه هیواد کې د پاتې پوځیانو رول د افغان امنیتي ځواکونو حمایوي او مشورتي دي.

اوباما وویل:«کله چې تازه ولسمشر شوم په عراق او افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر نژدې یولکو ۸۰ زره وو، خو اوس په دواړو هیوادونو کې تر ۱۵ زرو لږ دی.

اوباما دا هم وویل چې په سلو کې ۹۰ امریکايي پوځیان خپل هیواد ته ګرځېدلي دي.

2 thoughts on “اوباما په افغانستان کې د خپلو پوځیانو جنګي ماموریت پای ته رسېدلی اعلان کړ”
  1. دا د ده خپل نظر دی او د خارجی ځواکونو راتګ افغانستان ته له ګڼو ناخوالو پرته هیڅ کومه ګټه نه ده کړی !!!!

  2. نه بوهيزم جه أوباما دافغانستان خخه دخبلو فوضيانو وطنه خبله كاميابي بولي او يا نا كامي.
    نه بوهيزم جه أوباماد خبله لشكر رأتك وأفغانستان ته قانوني بولي او ياخير؟
    او بأمادخبل و مرو شمير ته به كوته أشاره كوي مكر دافغانانو تلفات ورته مبا شكاري؟
    ايا دافغانانو كورونه،مكتبونه،مسجدونه او داسي نور تأسيسات دخاور سره برابرول بشري حقوق بايمال ول بولي أويا خبله شرمندكي ؟
    اي دافغانستان به خاور كي ددوي بي خايه مداخله قانوني بولي أويا ظلم او استبداد؟ايا جه دكوم افغان سره جه مخ كيزي خجالت نه كازي اودخبلو نارواوو ظلمونوته هند اره ءي مخ ته نه ودريزي؟
    ظلم تر خو ظلم وزل ،ترل،،زوندي تر خاورو لاندي كول،ر تل او تخريبول تر خو بوري اي ظالمانو خداي مو كور داسي ويجار او ويران كره لكه جه زمونز كور مو جه را وران كرو دبشر دشمنانو دبيسو دوستانو.!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *