تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل هغه پوځي ته د ویاړ یو مهم نښان ورکوي چې په ۲۰۰۷ میلادي کال یې د جګړې په ترڅ کې په افغانستان کې خپل یو ملګری پوځي له مرګه ژغورلی او نور ټپي پوځیان د جګړې له ځایه ایستلي ول.
اوباما به کیلي .جې. وایټ ته نن /سې شنبه/ په یو لړ مراسمو کې، چې په سپینه ماڼۍ کې جوړېږي، میډال ورکړي.
۲۷ کلن وایټ به، چې د سیاټل اوسېدونکی دی، د عراق او افغانستان په جګړو کې اووم امریکايي پوځي وي چې په ژوند دا نښان ګټي.

د امریکا د پوځ له راپور سره سم پر وایټ او ۱۴ امریکايي او افغان پوځي ملګرو یې د ۲۰۰۷ میلادي کال د نوامبر په اوومه د نورستان ولایت په اراناس کلي کې هغه مهال برید وشو چې دوی غوښتل له قومي مشرانو سره وویني.
وایټ د خپلو ملګروټپونه وتړل او له نورو پوځیانو یې د مخابرې له لارې په وخت مرسته وغوښته. دوی ته په شپه کې هیلي کوپتر ورغله او ټول یې له سیمې وایستل.
له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې ټولټال ۲۳۲۰ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
زما دباره بي تفاوته ده روس. ، دي كه أمريكا دواره متجاوزين دي دوارو خلاف داصولو دبين الدول خمونز به حريم تجاوز كري ،إنسانانل او حيوانات يء وزلي بند ونه ، مكتبو نه ، مسجدونه كلي او بأندي تخريب كري او خبل حلقه به كوش نوكران يء قدرت ته رسولي داأو سني و ضع د دوي د أعمالو مسول ده
داجه دي سرباز به جنك كي مير انه شودلي او نورو ملكرو ته يء زوند وركري دا د ده دباره افتخار دي جه يو ريس جمهور دي نا ز وي او دويار نشأن وركوي ديو بوحي به توكه دا دده دباره تبريكي وايم او كه زمونز افغانان يء وزلي وي به لعنت وايم