تاند- اوبر د هوايي ټکسي په اړه له ناسا سره یوه موافقه لاسلیک کړه، ویې ویل چې تر ۲۰۲۰ پورې به په لاس انجلس کې هوايي ټکسیان فعاله کړي.
د امریکا د فدرالي حکومت له تړلې ادارې ناسا سره د اوبر په موافقه کې په دې هم سلا شوې چې په ټیټه ارتفاع کې د بې پېلوټه الوتونکو موټرو یا هوايي ټکسیانو د مدیریت او کنټرول په برخه کې به همکاري کوي.
د سي این بي سي نیوز د راپور له مخې، ناسا له څو نورو کمپنیو سره هم کار پیل کړی څو په ټیټه ارتفاع د هوايی ترافیک اداره او کنټرول رامنځته کړي.
په هوا کې د الوتونکو ټکسیانو د شمېر له زیاتېدو سره به بیروبار زیات شي او هوايی ترافیک هم د مځکني ترافیک په شان نظم او کنترول ته اړتیا پیدا کوي.
یو ایس ټوډې ورځپاڼې هم ویلي چې اوبر د لاس انجلس له سنډسټون پراپرټیس سره موافقه لاسلیک کړې چې په ښار کې د اوبر هوايی ټکسیانو ته د کښېناستو او له مځکې د پورته کېدو اډې جوړې کړي.
لاس انجلس به د امریکا دوهم ښار وي چې هوايی ټکسیان پکې فعالېږي. تر دې وړاندې په ډالاس کې د دغو ټکسیانو د فعالېدو په اړه قراردادونه شوي دي.
په پام کې ده چې په لاس انجلس کې د ۲۰۲۸ تر المپیک سیالیو وړاندې هوايی ټکسیان پوره عام شوي وي.
د سږ کال په فبرورۍ کې اوبر کمپنۍ د ناسا انجنیر مارک مور (Mark Moore+)، چې د پرمختللیو الوتکو انجنیر دی، د خپلو هوايي ټکسیانو د پروژې لپاره وګوماره.