تاند- د اوبر(Uber) په نوم د ترانسپورت امریکايي اداره، چې د لارو د موندلو لپاره د ګوګل له نقشو کار اخلي، پر ګوګل د خپلې اتکا د پای ته رسولو لپاره د نړۍ د لارو د نقشو پر جوړولو ۵۰۰ ملیون ډالره پانګونه کوي.

د فیننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، اوبر، چې د ټکسي چلونې خصوصي کمپنۍ ده او د نړۍ په ۶۶ هیوادونو کې فعالیت کوي، غواړي چې د نړۍ د لارو پرمختللې نقشه جوړه کړي او په دې توګه له خپلو ټکسیانو سره مرسته وکړي څو لارې لا اسانه وموندلی شي.

د اوبر نقشې به ډېرې دقیقې وي. دا نقشې به ترافیکي نښې، د ودانیو ننوتو لارې او د ټکسي تمځایونه ښيي.

اوبر کمپنۍ د دې لپاره چې اتومات، یا بې چلوونکي موټرونه لا دقیقو او ښو نقشو ته اړتیا لري، د اتومات ټکسیانو د کارولو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي.

اوبر د ګوګل ځیني پخواني کارکوونکي ګومارلي، د نقشه اخیستنې ځیني شرکتونه یې په بیه اخیستي او د دیجټل ګلوب په شان د سپوږمکۍ په وسیله د نقشه اخیستلو له کمپنیو سره یې همکاري پیل کړې ده.

حاضردمه په نړۍ کې د لارو په موندلو کې د ګوګل له نقشو کار اخیستل کېږي. ګوګل دا کار لږترلږه ۱۰ کاله پخوا پیل کړی دی.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

هوايي ټکسي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *