اوبه رڼې بهیدې. ونې ورو ، ورو باد ښورولې. د چینار سټې ته دې ډډه وهلې وه. ما دې په ټټر سر ایښی و. غرمه وه. په هغه ورځ کور کې څوک نه و او د باغ ور مو هم بند و. تر ډېره غلي وو. مرغۍ د ونې په ښاخ ناسته وه. تاته مې وویل:

ـ کاشکې زه دا مرغۍ وای

تا سړه ساه ویستله. یوه لوټه دې اوبو کې وغورځوله:

ـ که دا مرغۍ وای ، بیا به دې ارمان کاوه چې کاش شاهین وای. موږ یو حالت کې هم قناعت نه لرو.

زه غلې شوم. لکه ځواب چې مې نه درلود. بیا مې یو وار وپوښتل:

ـ ته دې له ژونده خوشاله یې؟

ـ خوشالي څه ته وايې؟

ـ همدا چې روح دې ارامه وي

ـ کله کله وچ بوټي ته اوبه ورکول. وچې ته څپو راوړی کب بیرته اوبو ته لیږل. لنګې سپۍ ته تاوده خواړه ورکول. له هر چا سره یوه مهربانه موسکا لرل.ماته خو دا شیان روحي سکون راکوي.او تر خپله وسه یې کوم.

تاته مې وکتل:

– که کله څوک زړه درمات کړې؟

اوبو ته دې وکتل ، په خوږه خوله دې وویل:

ـ اوبه تیرې جوړې کړه بیا نه مایتږې

اوبو ته دې بیا لوټه واچوله، بیا دې تیږه واچوله. له ونې پاڼه پکې ولویده. ورته کتل مو اوبه نه بدلیدې نه ماتیدې.

اه ګرانه تا داسې ژوند راکړی وو. چې ماتیدو ته دې نه پرېښودم. ډاډ مې وې. پناه مې وې. تا زما په غم ژړل نه، خندا دې را زده کوله. ته د دې پر ځای چې ما له ژړا منع کړې پریښودم دې وچیغیږم. تر څو وروسته وکولی شم ساه واخلم. ته مې د کوټې تیر وي، دا ویره راسره نه وه، چې یا به دا لرګی وروست شي یا به دې چینجي وخوري ما ویل تل به دې زما چت په اوږو نیولی وي. خو کاش هغه څه چې موږ فکر کوو تل رښتیا وای! او څه چې وغواړو بدل نه شي.

One thought on “اوبه / شفیقه خپلواک”
  1. درنې خورې ډیره په زړه پورې لیکنه ده. یو شی غواړم ووایم چې که هر څو دا دنیا خوږه او اوږده هم شي بیا هم مرګی شته او له دې دنیا به ځو، خو له هغه مخکې مو کله له ځانه دا پوښتنه کړیده چې: آیا د آخرت او الهي آزموینو ته مو خپل نیک عمل د اوبو په شان زیات نږدې او نرم کړی دی؟ که نه؟
    دغه شان خیالي دنیا او بلیغ لیک باید په پای کې مونږ او تاسې هغه پایلې ته ورسوي چې د هرڅه لپاره راته اړینه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *