نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان هوايي ځواک په اړه یوه تازه مقاله خپره کړې ده.
ورځپاڼې د افغان پوځ د یو پيلوټ ډګروال قلندر شاه قلندر له قوله ويلي:
امریکا افغان پوځ ته شپاړلس داسې جنګي الوتکې ورکړې دي چې په لوړه ارتفاع کې عملیات نه شي کولای او په ټيټه ارتفاع کې ان د کلاشینکوپ په مرمۍ ويشتل کېدای شي.
قلندر شاه دا هم ویلي چې دا الوتکې د ۷ یا ۸ زره فوټو په ارتفاع کې عملیات نه شي کولای.
دغه جنرال د هوايي ځواک په بېلابېلو اړخونو خبرې کړې دي او ښه او بد دواړه اړخونه يې را سپړلي دي، خو د نظرونو ډېره برخه کې له امریکا نهيلي په ډاګه کوي.
دی وايي، موږ له صفر شروع وکړه او په دې برخه کې د امریکا مرسته د هېرېدو نه ده، خو هغه څه چې اوس زموږ د لا پیاوړتیا لپاره پکار دي، امریکا زموږ په غوښتونو غوږ نه ګروي.
دا طبیعي ده چې په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي، نو چې یو څوک د یو چا سره جنګ کوي، باید د جنګ اومقابلې پیاوړتیا ولري او دا پیاوړتیا یوازې په یو ټوپک نه کېږي، د بل د مقابلې لپاره باید جنګ ټول اړتیا وړ وسایل ولرو.
په افغانستان کې د سیمې د استخباراتو او امریکا ګډه جګړه به کلونه کلونه دوام کوي او افغانان به پکې وژل کېږي، خو اساسي پوښتنه دا ده چې دا جنګ د څه لپاره کېږي، د جګړې هدف څه شی دی او په دې خاوره کې څه غواړي؟
خو دا پوښتنه که ځواب هم شي، دلته به جګړه بیا هم دوام داره وي، ځکه امریکا او پاکستان د افغانستان ترقي او پرمختګ نه غواړي او نه دا زغملی شي چې افغانستان دې یو خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ اقتصاد ولري.
موږ کابو هره ورځ د ۳۰۰ په شاوخوا کې بشري قوه له لاسه ورکوو، دا بشري قوه له دواړه خواوو ده له مخالفانو او دولت څخه، بل هېڅ څوک نه وژل کېږي په هره جګړه کې افغان وژل کېږي، امریکا او پاکستان افغانان پخپلو کې داسې سره واچول چې اوس یو ورور د بل د وینو لېونۍ تنده لري.
زه داسې ډېرې کورنۍ پېژنم چې یو ورور يې په دولت، بل په طالبانو او بل په داعش ډله کې دي او د یو بل د وژني پسې د ټوپک خوله ګرځوي.
دا ټوله بدبختي زموږ په برخه رسېدلې ده او عمده لامل يې دا ده چې موږ فقر ځپلی ملت یو، سواد راکې عام نه دی، د نجونو تعلیم شرم ګڼو، بېګا ته په کور کې یوه مړۍ ډوډۍ نه لرو، خو خبرې مو د اسمان مورګې نړوي او چاته سر نه ټیټو، له یوې لوېشت ځمکې توربور ته نه تېرېږو؛ خو طالب او داعش مو وژني او ان ناموس مو هم سپکوي، موږ ولې ددې لپاره مبارزه نه کړو؟
ډېری به دې جګړې ته بېلابېلې توجې او دلایل لټوي، هغوی چې روانه جګړه روا ګڼي، معلومه ده چې پردي مزدور جګړ ماران دي او د پاکستان او امریکا په ډالرو مست دي.
خو مهمه خبره دا ده چې دا جګړه پردۍ جګړه ده لطفاً هغه کسان چې ددې جګړې په سر و بر پوه نه دي او یوازې دا جګړه في سبي الله جهاد ګڼې دا د هغوی ستر جهالت دی او ناپوهي ده. ایا دا جهاد دی چې یو مسلمان بل مسلمان وژني او د وژني پر وخت يې دواړه د الله اکبر ناري وهي؟
امریکا او پاکستان د افغانستان د بنیادي بدبختۍ پسې را اخېستې ده، تاسې ګورئ چې په روانه جګړه کې د طالب او داعش په نامه جنګېدونکي ټول جنګیالي يې تنګي ځوانان دي چې ایله يې اوس شونډې تورې شوې دي او د جګړو لیکو ته راغلي دي.
طالب او داعش پردۍ مزدورې ډلې د مذهبي جوش او جذبي له مخې د ځوانانو له احساساتو ناوړه استفاده کوي او ځوانانو مو ځکه غولېږي چې د دوی ذهن او فکر همداسې روزل شوی دی چې باید تشدد وکړي.
ځوانان د دیني مدرسو په نامه د افراطیت خواته کاږي. مور و پلار هیله لري چې اولاد به يې عالم او پوه سړی شي، خو چې بېرته راستنېږي، نو ان مور و پلار هم ورته کاپر ښکاري.
د خبرو په پیل کې مې وویل چې امریکا افغان پوځ ته داسې الوتکې ورکړې دي چې ان په اووه یا اته زره فوټو کې پرواز نه شي، کولای، نو بیا دلته د جګړې لپاره ولې راتلل او بیا يې ولې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې نوم دې جګړې ته ورکړی دی؟
پښتانه متل کوي چې پلانکی هم کرل کړي او هم رېبل، امریکا همداسې لوبه روانه کړې ده.
له یوې خوا افغان پوځ په بې کیفیته وسلو تجهیزوي او له بله پلوه طالب او داعش ډله هم تمویلوي. امریکا نغواړي چې په افغانستان کې مرکزي حکومت دومره پیاوړی وي چې طالب او داعش وځپي او نه داسې کوي چې طالب او داعش دومره غښتلي کړي چې افغان حکومت وپرځوي؟
بس دا حال چې اوس روان دی کلونه کلونه به روان وي، ځینې سیمې به طالب سره وي، ځینې به داعش سره وي او په ځینو به د حکومت واک چلېږي.
افغان ملت باید د دې ستونزې د اساسي حل په لټه کې شي، زه په دې باور یم چې د دې معضلې د حل یوازينې لار د امریکا او پاکستان پر ضد یو ملي پاڅون پکار دی او چېرته چې د امریکا پوځي اډې دي، چېرته چې يې قونسلګري ده او چېرته چې هره ډول اداره ده باید له منځه ولاړه شي.
دغه راز پاکستان سره هم همدا ډول چلند پکار دی!