څلورمه / وروسټۍ برخه

۶-دودونه :

عنعنه او رواج، دود – دستور یوه تجربه شوې ښکارنده ده، چې په ولس کې د یوه حکم، عمل، وینا د یو کار د طرز د تکرار اوله یوه نسل څخه بل نسل ته له پاتې کېدو نه یوازې ژوند بلکې قوت مومي د بیلګې په توګه ډېر پخوا خلکو ته ثابته شوه چې په یو شمېر چینو کې لمبل یو شمېر ناروغۍ له منځه وړي،د ټاکلو چینو یا کاریزونو د اوبو څښل شفا ورکوونکې ځانګړتیا لري او داسې نورې بیلګې. ددغې تجربې په ثقه ډول اثبات کیدو سره دا دود تر نن ورځې شته، چې ناروغان چینو ته بیول کېږي اوهلته یې وروسته تر لمبلو په روغتیا کې ښه والی راځي دا چې د نن ورځې علومو دا ثابته کړې ده چې دا د یو شمېر هغو منرالونو اغیزه ده چې د نوموړو چینو په اوبو کې شته، مونږ دا نه څېړو، خو د حیرانتیا خبره داده چې دغه دود او یو شمېر نور دودونه علمي بنسټ لري. پخوا به عربو د څاګانو د کیندلو د ځای د غوره کولواو اوبوته د لاسرسي په هیله اوښان په ازاد ډول پریښودل کوم ځای کې به چې اوښ ګونډ ه ووهله یا به یې هغه ځای په پښه وګراوه، نو هلته به هرومرو په ډېر لږ ژورتیا کې اوبه ترلاسه کیدای شوې. د عربو ددغه دود لامل اوس علم ثابت کړ او هغه دا چې اوښ د نورو حیرانوونکو ځانګړتیاوو ترڅنګ یو داسې حس هم لري، چې د زمکې په ژوره د اوبو د موجودیت خبر ورکولای شی زمونږ په کلتور کې یو دود دا هم و، چې کله به چا ښه خوب ولید نو هغه به یې اوبو ته وایه چې هرومرو ریښتیا شي!

اوس هم چې چاته ووایې : داسې یا هسې خوب مې لیده نو درته وايي: ښه دې لیده ، اوبو ته یې ووایه خدای به یې ښه کړي ، په دې اړه د یوه معاصر شعر دا برخه وګورئ:

….. بیګاه شپه بیا په خوب کې ووېرېدم
او چې له چیغې سره پاڅېدمه
د خپلې مور خبر را یاده شوه چې
«سم له سهار سره چینې ته ولاړ شه
او خوب رڼو اوبو ته تېرکړه یو ځل
خدای به یې ښه کړي درته» .
خودغه خوب وم ویرولی دومره
چې تر سهاره تم کیدلی نه شوم
په نیمه شپه کې تر چینې ولاړمه
چینه په توره شپه کې
ځلیده داسې سپینه
لکه زما د ذهن سپینه پاڼه…….

د بزرګرانو له خوا د ویالې، اوبو او د اوبو د ویش په برخه کې د میراو ټاکل او هغه هم په انتخابي توګه یو بل دود دی ،چې اوس هم تر سترګو کېږي همدغه میراو پسرلی د ویالو او بندونو د جوړولو چارې تنظیموي او په اوړی کې د اوبو د ویش واک لري.

د اوبو او سیندونو په اړه یو بل دود داو، چې هغه د برکت او پریمانۍ د سمبول په توګه منل شوي دي، د بیلګې په توګه کله چې د چا غوا د لومړي ځل لپاره لنګه شي د هغې د لومړي ځل لوشلو ډېرې لږ شیدې روان سیند ته وراچوي دوی عقیده لري چې د غوا شیدې به ډېرې شي.

اوسمهالي ادبيات او اوبه اوسيند :

زمونږ اوسمهالي پښتو او دري ادبیات په داسې مهال کې لیکل شوي او خپاره شوي دي چې د شلمې پيړۍ د ساینس او تکنالوژی دوران و، ددې تر څنګ په دغه دوره کې د ویښتیا، خوځښت، انقلابونو، د خپلواکي ولولو، وطن سره دمینې احساسات د ملي ارزښت د ځلولو جذبات او تر ټولو زیات د ترقي او د هېواد آبادولو احساس تر سترګو کېږي. تصادفاً یا په ځان خبري توګه په دغو ټولو کې سیند او اوبه په یوه بڼه نه په یوه بڼه ځان څرګندوي. په معاصرو ادبیاتو کې د ډېرو سیندونو نومونه لکه اباسیند، آمو، هلمند او نور د ملي غرور، عصیان، سرکشي او افغاني ملي غرور سمبولونه راغلي دي، ډېرو معاصرو شاعرانو د خپلو شعري ټولګو نوم د همدغو سیندونو له نوم څخه غوره کړی یا په یو شکل د اشکالو یې په شعرونو کې تر سترګو کېږي. په نثر کې هم همدا بیلګه تر سترګو کېږي. د پښتو د فلسفي او انقلابي شاعر غني خان غني یو اوږد شعر داسې دی :

چې ماښام دې راځي خواله
عاشقان غمګینې سترګې
جینکۍ درته ګډېږي
بلې سترګې سره لاسونه
کله ډوب لکه د غم زه
لکه مست زلمی ګډېږه
سینده ځه سینده بهېږه – سینده ځه سینده بهېږه
دی ته ورته همداسې یو شعر په دري ادبیاتو کې لرو
آخر ای دریا
تو همچون من دل مستانه داری
شور درسر
عشق دردل
نعره ی مستانه داری
دریا
ګه به سان شمع سوزی
ګه پر پروانه داري
نوای عاشقانه داری

د نثر په برخه کې:

استاد الفت د پښتو ژبې د معاصر نثر لوی فلسفي لیکوال او استاد دی نوموړي د سیند په نامه دغه په زړه پورې خوږه او له عبرت څخه ډکه ادبي ټوټه لیکلی ده :

سیند

« د وچو ډاګونو د دښتو او میرو له څنګه لوی سیند بهیږي مګر دغې و چې بیدیا ته اوبه نه ورکوي. په دغسې وچکالۍ کې چې په اوبو باندې سرونه ماتیږي سیند لکه شوم بخیل په شتاب درومي او زموږ تندې ته نه ګوري.

کله چې سیند په چپو راشي کورونه او اباد پټي هم له ځان سره یوسي. همدغه سیند له موږ هغه خوا بل راز روان دی او له نورو سره یې رویه بل راز ده. هلته دغسې ورانۍ نه کوي. دومره بخل نه لري دغه راز بې رحمي پکې نشته هلته د سیند په غاړه زر شویان د سیند له شګونه زر را باسي.

ماهیګران په کې په خروارو کبان نیسي او ښکاریان یې په لوی او ستر ډنډ کې هیلۍ ولي. هلته له سیند نه ډېرې لویې ویالې بیلې شویدي، ډېر لوی لوی ډاګونه له اوبو لاندې شول. کلي او ښارونه اباد شول.

شاړې ځمکې په ثمر راغلې، د غلو او میوو پکې څه کمی نشته. هلته د سیند په مخکې لوی لوی بندونه جوړ شول. د بریښنا ماشینونه ودریده، فابریکې او کارخانې په کارو لویدې، خلک اباد او ماړه شوه.
دا سیند ولې دلته دغسې او هلته هغسې دی.

موږ ته په قهر دی او په هغوی پیروزینه لري، دلته ډېر تند او په خیزو روان دی، هلته غلی او ارام بهیږي.

دلته کوږ وږ ځي او هلته مجرا بدلوي، هلته پخپله ټاکلي لاره روان دی او بې لارې نه ځي، په رښتیا چې سیند دلته ډېر ورانی کوي او هلته د یوه نظام او قانون تابع دی چې ورانۍ ته یې نه پریږدي.

زموږ ګناه د سیند په غاړه ده، سیند له موږ نه ډېر څه وړي دي او ډېر یې رانه وژلي دي، دا سیند خوني سیند دی او له موږ سره یې زړه دښمني ده، څو ځله یې زموږ کورونه وران کړي او اباد پټي یې رانه په وارو وارو وړي دي.

زموږ ټوله ګناه د سیند په غاړه ده. سیند زورور دی او په موږ باندې هر وخت ظلم او تیری کوي.

آه – موږ څومره ناپوه یو چې دغه راز فکر کوو او پخپله ګناه نه پوهیږو موږ خپله ګناه د سیند په غاړه اچوو، د سیند په غاړه خو موږ پراته یو په رښتیا چې دا زموږ ګناه ده، د سیند نه ده.

سیند له چا سره دښمني نلري، سیند هر تږي ته اوبه ورکوي او د هر چا خیرنې جامې پاکوي. سیند پوخ کار غواړي او پاخه بندونه ورته په کار دي. که زموږ کار پوخ وای او زموږ بندونه پاخه وای زموږ ویالې نه وچیدې او زموږ پټي اوبو نه وړل.

موږ د سیند په بندوبست پوه نه شو او له سیند نه مو کار وانخیست. دا سیند د ژوند او حیات سیند دی په ده کې د ورانۍ او ودانۍ دواړه قوتونه موجود دي. سیند د هر چا طرف او استعداد ته ګوري هغو ته اوبه ورکوي. د منګي خاوند او د منګوټي خاوند ته سیند برابره برخه نه ورکوي اونه وړو لښتوته د لویو ویالو په اندازه څه ورکولی شي.

سیند د هر چا کار ته ګوري او هغسې ورسره کوي یعنې خام بندونه ورانوي او پاخه بند ته ځان تسلیموي. هغه څوک چې د ژوندانه سیند پخپل سر پریږدي او یوه سمه مجرا ورته نشي ټاکلی له ژوند نه استفاده نشي کولی».

د اوس مهال لیکوال ښاغلي اکبر کرګر د خپلو لنډو کیسو د یوې ټولګې نوم « سینده ځه، سینده بهېږه» غوره کړی دی. په دغه ټولګه کې یوه لنډه کیسه د « اهریمن د ورځې هم لیدل کېږي …» عنوان لاندې ده چې په لرغوني سیستان کې یې یوه تاریخي پېښه په هنري نثر راوړې او په دغه لنډه کیسه کې د سیند، آبادي، اوبو لګولو او اوبو تصویر په ډېره ښکلی بڼه انځور کړی.

د کلتور او فرهنګ ویړ بڼ یوازې په ادبیاتو پورې نه دی ایسار، په دې کې انځورګري، سپورت، سیاحت، موسیقي او فلم هم راځي افغاني ګڼ شمېر انځورګرانو او له هغې ډلې څخه پروفسیور غلام محمد میمنګی د سیند او د سیند د غاړې په انځورولو خپلې تابلوګانې ښکلی کړي دي. زمونږ د موسیقي له نیمايي زیاته برخه د ګودر، سیند او باران له سندرو جوړه ده آن دا چې په یو شمېر سندرو کې د اوبو او باران غږ له موسیقي سره اوریدل کیږي.

په افغاني فلمونو کې د ارمان، فرار، خانه ۵۵۵، طلبګاري، دختری با پیراهن سفید، مزرعه سبز او ګڼ شمېر نوروفلمونو کې سیند اود اوبو د فلم د صحنو ښکلا زیاته کړې ده نن ورځ ګڼ شمېر ښکلې منظرې او عکاسي د سیند د غاړو انځورونه دي ګڼ شمېر کمپیوټرې کمپنیو د خپلو کمپیوټرونو د سکرین لپاره سیند یا د سیند د غاړې انځور غوره کړی دی.

قوانین، مقررات او فرامین هم په مؤسساتي چوکاټ کې راځي. د افغانستان د ۱۳۸۲ش کال اساسي قانون په خپل لومړی څپرکي او (نهمه) ماده کې لیکي:

کانونه او نورې زیرمې د دولت ملکیت دی او د دولت د ملکیتونو ساتنه او اداره او له طبیعي زیرمو او نورو عامه ملکیتونو څخه د سمې استفادې ډول د قانون له لیارې تنظمېږي.

د اساسي قانون پورتنۍ ماده توضیح کوي، چې طبیعي منابع لکه اوبه، ځنګلونه او کانونه د دولت تر واک لاندې دي. په دې کې دهېواد روانې اوبه او سیندونه هم راځي چې له هغو څخه د کار اخیستنې پالیسي. په هغو باندې سیندونه جوړول او د بریښنا تولید د دولت صلاحیت او واک دی.

د افغانستان په پخوانیو قوانینو کې هم اوبه او سیندونه عامه ملکیت او ملي شتمني پېژندل شوې وه هغه لویه جرګه چې په ۱۳۰۱ش کال په پغمان کې د لومړني قانون ( نظامنامې) په هکله دایره شوې وه په هغې کې هم د اوبو په هکله ځانګړې سپارښتنه شوې وه.

لنډيز او پايلنيونه

اوبه یوه حیاتي ماده ده دا چې اوبه، سیند او باران په کلتور کې په پراخ ډول انځور او منعکس شوي، په خپله ددې ښکارندويي کوي چې ټولنې، چاپېریال او ژوند کې د اوبو ارزښت ډېر اوچت دی او ډېر و پخوانیو نسلونو د هغو ارزښت په کلتوري بېلابېلو بڼو تر موږ پورې را رسولی دی په زړه پورې خبره خو په کې داده چې په افغاني کلتور او فرهنګ کې اوبه د برکت،ښکلا ،پاکۍ، نرمښت، یووالي، زغم، ښیرازۍ او سپېڅلتیا سمبول دي او دایې هم راته ښوولې، چې که په لازم وخت بیل پسې وانه خیستل شي په سیلاو هم بدلېدای شي او دا هم وایي چې په تللو اوبو پسې بیل اخیستل ګټه نه لري، خو وریځ او ګودر بیا هم مفاهیم دي چې یو یې ژور اقتصادي محور او بل یې د مینې سمبول شوی دی.
د ټولنیزې او اقتصادي اړتیا له مخې اوبه دوه ګټې لري :

۱ـ محسوسې ګټې : دا هغه څه دي چې احساس کېږي لکه د انسان او څارویو د تندې ماتول، د کروندې او باغ خړوبول، دچاپېریال شنه او ښیرازه ساتل. د ګټې او ارزښت له مخې ساینس ثابته کړې ده چې یو انسان د ورځې درې لیتره اوبه څښي خو د مینځلو، پخلي او حقیقي اړتیا لپاره یوانسان په یوه ورځ کې ۱۵۰لیترو اوبو ته اړ دی. لکه هغسې چې د انسان د وجود په سلو کې ۴۰ برخې اوبه دي په نباتاتو کې هم د دوی زیاته برخه اوبه دي، چې دا د هغوی د ودې په حالت پورې اړه لري یوه ونه په یوه ورځ کې ۷۰ لیترو اوبو ته اړتیا لري که زموږ په څښاک او خوراکي توکیو کې د اوبو لږ کمښت راشي ژوند له ګواښ سره مخامخ کېږي په ننني عصر کې هر څه د تعویض کېدو وړتیا لري د قیمتي عناصرو پر ځای په لابراتوار کې مصنوعي عناصر تولیدېږي، وسپنه په پلاستیک تعویض شوه تیل او ګاز د لمر په انرژۍ تعویض شوي، خو پاکې اوبه او سیندونه په هېڅ شي تعویض کېدای نه شي او سیندونوته اړتیا لا هم مخ په زیاتېدو ده . له همدې امله د سیندونو اهمیت له اقتصادي ډګر څخه سیاست ته رسیدلی دی. نن د علومو او د ریسرچ او څېړنې ډېره برخه د اوبو په برخه کې سرته رسېږي.

۲ـ غیر محسوسې ګټې : زموږ د کلتور په ویړبڼ کې د اوبو غیر محسوس اړخ لا ښه غبرګون مومي غیر محسوس ارزښت هغه دی چې په سیده توګه نه احساس کېږي او نه هم په سترګو لیدل کېږي غیر محسوس ارزښت لکه د چاپېریال تازه او پاک ساتل، په اقلیم باندې اغیزه، د سیمو په ترقي کې د هغو رول، د وحشي ژوند بقا او نور، په ټوله نړۍ کې اوبه هغه ماده ده ،چې تر ټولو نورو مادو زیاته مصرفېږي او بشریت د هغوی له مصرف پرته هېڅ چاره نه لري یو هېواد هغه وخت وروسته پاتې بلل کېږي چې له خپلو اوبو څخه ګټه نه شي اخیستلای . یو هېواد هغه وخت د اوبو د کمښت له فشار سره مخامخ بلل کېږي چې سیندونه یې بې د ګټې اخیستنې له لاسه وځي او د اوبو کلنۍ اندازه یې هر وګړي ته په یو کال کې له ۱۷۰۰مکعب مترو څخه کمه وي د اقتصاد علم وايي چې په تکنالوژي او ماشین کې اوبه سړوونکې او لمدوونکې ماده ده خو غوړي او تیل او ګریس، غوړونکې ماده ده، اما د یوه هېواد په ترقي کې اوبه هم لمدونکې او هم غوړونکې ماده ده!!

راتلونکو لسو کلونو کې یعنې تر ۲۰۲۰زکال پورې به په نړۍ کې اوبو لګښت په سلو کې ۴۰ زیات شي بشریت به د موجودو اوبو په سلو کې ۱۷نورې په لوړ اقتصادي مصرف ځانته برابروي یو شمېر نظرونه وايي چې تازه، روانې، خوږې اوبه باید د بشر په حقوقو کې د یوې جلا مادې په توګه اضافه شي د روغتیار نړیوال سازمان وايي چې هغه سیمې چې روانې اوبه لري په هغو کې راز راز ناروغۍ ډېرې لږ وي، خو اقتصادي عواید یې اوچت وي، خوراکي توکي، چې عمدتاً زراعتي تولیدات دي، په سیندونو پورې اړه لري .له دې پرته په اوبو کې هم یو شمېر اقتصادي منابع او له هغې جملې کبان شته زموږ په کلتور کې کبان تر ټولو پاک خواړه بلل شوي، آن چې خوړل یې ثواب لري زموږ په کلتور کې یو تن باید کم له کمه کال کې یو ځل دکبانو غوښه وخوري، په دې توګه له اوبو څخه څو اړخیز ه ګټه اخیستل متصوره ده.
پاکې اوبه نه یوازې د ناروغۍ مخه نیسي بلکې ګڼ شمېر ناروغیو علاج هم کوي.

د بشریت په تاریخ کې سیند او کوهي خپل ارزښت درلود او لري یې چې اوسنې ساینس او هایدرولوژی علومو کې یوه د ځمکې د مخ روانې اوبه او هم یې ځمکې لاندې داوبو منبع بلل کېږي زموږپه هېواد کې ۱۲میلیونه هکتاره ځمکه د کرنې وړ ده خو د اوبو د نشتوالي له کبله یا شاړه پاتې ده او یا نورو استعمالولو لاندې راځي لکه ښارونه، صنعتي تاسیسات او رهایشي او ترانسپورتي استعمال ټول په زراعتي ځمکو ور روان دي که له اوبو څخه استفاده وشي دغه ناوړه پېښه به ودرېږي دا هغه ناوړه کړنه ده چې د افغانستان راتلونکی نسل له تباهې سره مخامخ کوي که مونږ یو شمېر سیندونو ته بندونه جوړ او له هغو څخه کانالونه وغځوو ۵.۳میلیونه هکتاره ځمکه تر کرنې لاندې راتلای شي، او دا د افغانستان نفوسو ته کافي غله، سابه، میوه او د مالدارۍ ترقي ته امکانات برابروي په دې توګه د اوبو مطالعه هم اقتصادي، هم کلتوري اوهم علمي ارزښت لري چې باید افغانان ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۱) ګڼه\ چارشنبه\ثور ۲\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *