اوبو کې پالنه

Aquaculture

په انګرېزۍ کې ورته (fish farming, fish culture, or mariculture) نومونه هم اخلي. په اوبو کې د صدف کبانو (shellfish)، د کبانو او د اوبو د بوټو پالنې (rearing) ته وایي. د کبانو پالنه تل د کنټرول لاندې ترسره کیږي او ممکن پالنه یې د ځمکې په تالابونو کې، په کانګریټي حوضونو کې، د سمندر غاړو په هغو اوبو کې چې پولې یا جالونه پکې اچول شوې وي تر څو کبان سمندر ته ولاړ نشي او یا هم په خلاصو اوبو کې په قفسونو کې پالل کیږي تر څو له نورو ښکار کوونکو ژو او تېښتې وژغورل شي.
 
ډېری کبان د سوداګریز مارکیټ لپاره په اوبو کې پالل کیږي خو له دې پرته د سپورت او ښکلا رنګه کبان هم پکې ساتل کیږي. د ځینې هېوادونو حکومتونه واړه کبان په بندو سیمو کې ساتي او کله چې کافي وده وکړي په ازاد سمندر کې یې پرېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *