د ولسمشر اشرف غني لخوا د اوربند د اعلان په ځواب کې د طالبانو لخوا د اختر په دريو ورځو کې د اوربند اعلان د افغانانو لپاره تر زېري کم نه دی، دا لومړی ځل دی چې په جنګ کې ښکيل دواړه خواوې د يوې لنډې مودې لپاره اوربند اعلانوي. له دې اعلان سره ډېر څه بدل شول، په خواله رسنيو کې طالب پلوه، او دولت پلوه ځوانانو چې مخکې به يې يو بل ته پېغورونه ورکول، ښکنځلې به يې سره کولې،بدرد به يې يو بل ته ويل او د کافر، پردي پال، غلام ټاپې به يې پر يو بل لګولې خو اوس هماغه خلک له يو بل سره ټوکې کوي، د يو بل ليکنې شېر کوي او دعاګانې کوي چې دا سوله د دريو ورځو پر ځای تلپاتي شي.
يوه خبره چې له دواړو لورو کېږي او خلک هيله من دي چې دا درې وځنی اوربند په درې مياشتني اوربند بدل شي او په دې وخت کې د سولې لپاره هلې ځلې زياتې شي.
خو د تلپاتې سولې او اوربند لپاره ځينې حقايق دي چې مخ ترې نشو اړولای. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له يوې راديو سره په مرکه کې وويل چې طالبانو د دولت د اوربند د اعلان په غبرګون کې دا کار نه دی کړی بلکې طالبان هر کال د اختر په دريو ورځو کې نااعلان شوی اوربند کوي خو دا ځل يې د دولت د اوربند د اعلان په غبرګون کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.داسې برېښي چې طالبان، دولت او عام افغانان له جنګه ستړي شوي دي او سولې ته پلمه لټوي خو ځينې ځمکني حقيقتونو ته چې سړی وګوري نو سولې ته مزل لا ډېر اوږد دی.د سولې په لار کې تر ټولو لوی خنډ په حکومت کې موجودې ډلې دي چې خپله بقا په ناامنۍ او جنګ کې ګوري او دولت دومره ناتوانه او بې واکه دی چې ولسمشر يو وزير يا والي له دندې ګوښه کړي په دويمه ورځ ډاکټر عبدالله د ولس مشر فرمان ردوي او هغه ته د کار کولو امر کوي . نو داسې بې واکه او بې اتفاقه دولت چې پر يو وزير او والي نه سره جوړېږي هغوی به د سولې په ميکانيزم څنکه سره جوړ شي. دويم خنډ د طالبانود مشرانو خپلواکي نه درلول دی، د طالبانو د مشرانو کورنۍ په پاکستان او ايران کې دي او په يو نه يو ډول هلته يرغمل دي. کله هم چې کوم طالب مشر د دغو هيوادونو له اجازې پرته د سولې په لور قدم اخلي نو بنديان کېږي او وژل کېږي. د عام جنګيالي طالب او په پاکستان او ايران کې مېشت طالب مشرانو ترمنځ ډېر واټن دی. که څه هم عام طالبان د مشرانو هر امر ته غاړه ږدي خو مشران يې په خپلو منځونو کې هم ناخبره دي او له يو بل سره مستقيم تماس نه لري.يوه بېلګه يې د ملاعمر مرګ و چې له مرګه دوه کاله وروسته هم دده په فرمان جنګونه کېدل، د اختر مبارکيانې نشرېدلې او همداسې د دده په نوم نور امرونه کېدل. ملا عمر ته نږدې کسان بشمول د قطر دفتر هم د ده په مرګ نه ول خبر. له دې څخه د دوی د بې واکي او د پرديو جنګ مخته وړلو اندازه کېدلای شي.يو چا راته وويل چې ملا هيبت الله وژل شوی ما ورته وويل چې که يې منم نه نو انکار هم نشم کولای.
دريم لوی خنډ د امريکا او ناټو د سولې لپاره د لېوالتيا نشتون ده. که امريکا او پاکستان وغواړي نو سوله د مياشتو نه بلکې د ورځوکار ده خو امريکا او پاکستان لا تر اوسه دې ته اماده نه ښکاري چې سوله راولي. د پردې تر شا که امريکا او پاکستان په دې قانع شوي وي چې نور جنګ ته ادامه نه ورکوي نو سوله يقيني ده ګڼې د افغانانو د سولې خو د تلپاتې سولې اواوربند لپاره ځينې حقايق دي چې مخ ترې نشو اړولای. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له يوې راديو سره په مرکه کې وويل چې طالبانو د دولت د سولې په غبرګون کې دا کار نه دی کړی بلکې طالبان هر کال د اختر په دريو ورځو کې نااعلان شوی اوربند کوي خو دا ځل يې د دولت د اوربند په غبرګون کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.داسې برېښي چې طالبان، دولت او عام افغانان له جنګه ستړي شوي دي او سولې ته پلمه غواړي خو ځينې ځمکني حقيقتونو ته چې وګورو نو سولې ته مزل لا ډېر اوږد دی.د سولې په لار کې تر ټولو لوی خنډ په حکومت کې موجودې ډلې دي چې د خپله بقا په ناامنۍ او جنګ کې ګوري او دولت دومره ناتوانه او بې واکه دی چې ولس مشر يو وزير يا والي له دندې ګوښه کړي په دويمه ورځ ډاکټر عبدالله هغه ته د کار ته د ادامه ورکولو امر کوي او د ولس مشر امر څخه سرغړونه کوي. نو له داسې بې واکه او بې اتفاقه دولت څخه چې پر يو وزير او والي نه سره جوړېږي هغوی به د سولې په ميکانيزم څنکه سره جوړ شي. دويم خنډ د طالبانود مشرانو خپلواکي نه درلول دی، د طالبانو د مشرانو کورنۍ په پاکستان او ايران کې دي او په يو نه يو ډول هلته يرغمل دي. کله هم چې کوم طالب مشر د دغو هيوادونو له اجازې پرته د سولې په لور قدم اخلي نو بنديان کېږي او وژل کېږي. د عام جنګيالي طالب او په پاکستان او ايران کې مېشت طالب مشرانو ترمنځ ډېر واټن دی.
که څه هم عام طالبان د مشرانو هر امر ته غاړه ږدي خو مشران په خپلو منځونو کې هم ناخبره دي.يوه بېلګه يې د ملاعمر مرګ و چې له مرګه دوه کاله وروسته هم دده په فرمان جنګونه کېدل، د اختر مبارکيانې نشرېدلې او همداسې امرونه کېدل. ملا عمر ته نږدې کسان بشمول د قطر دفتر هم د ده په مرګ نه ول خبر. له دې څخه د دوی د بې واکي او د پرديو جنګ مخته وړلو اندازه کېدلای شي.يو چا راته وويل چې ملا هيبت الله وژل شوی ما ورته وويل چې که يې منم نه نو انکار هم نشم کولای.
دريم لوی خنډ د امريکا او ناټو د سولې لپاره د لېوالتيا نشتون ده. که امريکا او پاکستان وغواړي نو سوله د مياشتو نه بلکې د ورځوکار ده خو امريکا او پاکستان لا تر اوسه دې ته اماده نه ښکاري چې سوله راولي. د پردې تر شا که امريکا او پاکستان په دې قانع شوي وي چې نور جنګ ته ادامه نه ورکوي نو سوله يقيني ده ګڼې د افغانانو د سولې ارمان لا تر اوسه ارمان راته ښکاري. لا تر اوسه ارمان راته ښکاري.