اوربند له دوو کلمو (اور) او (بند) څخه اخیستل شوی. مانا دا چې د اوربند پر مهال د جګړې اور بندېږي، نښتو ته تر یوې ټاکلې نېټې د پای ټکی اېښودل کېږي او د جګړې اړخونه په پوره ډاډ د خپلو ټپيانو، خوړو او آذوقې غم خوري. اوربند د بشري ناورینونو، نښتو او جګړو پر وخت د خپل نېک نیت د څرګندولو ښه وسیله بلل کېږي. اوربند د سولې زړه وړونکی وږم له ځان سره لري، د دوو مخالفو اړخونو تر منځ متقابل باور زیږوي او د اوربند پر مهال آن په شمار شمېرلې د یوې مور د بورېدو وېره هم نه وي.
اوربند یوه سیاسي اصطلاح ده، د جګړې په نړیوالو حقوقو کې خپل ځای لري، وسله والې ډلې یې د بېلابېلو موخو لپاره اعلانوي چې دا موخې تر ډېره د بشري ناورینونو پای ته رسول، لومړنیو مرستو ته د اړو خلکو لاسرسی او نښتو ته د یو معقولانه بدیل موندل وي. وسله والې ډلې د اوربند په شېبو کې له یو بل سره د ټوپک د خولې پر ځای د روغې جوړې په ژبه خبرې کوي. اوربند د شخړو د هواري او جګړې ته د اوږدمهاله حللارې لټولو په برخه کې یو طلايي فرصت ګڼل کېږي. اوربند د ټپيانو د درملنې، په محرومو سیمو کې تږو، وږیو، ټپي، ایسارو او ناهیلو وګړو ته د مرستو رسونې او له ډېرې مودې وروسته د خپلو ملګرو او خپلوانو د لیدنې ښه موکه وي. اوربند یوه بشري اړتیا ده، افغان جګړه کې ښکېلو اړخونو یوازې یو ځل د اوربند خواږه وڅکل.
تمه ده چې راتلونکو ورځو کې به په دوحه کې د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ د سولې د احتمالي هوکړه ليک له لاسلیک وروسته د یو هر اړخیز، دوامدار او تلپاتې اوربند جنتي غږ واورو. تېر کال کوچني اختر کې د اوربند له کبله د افغانانو خوښي دوه برابره شوه. ښايي په کلي او ښار کې هېڅ داسې افغان ونه مومو چې اوربند ته دې هیله من نه وي. د اوربند پر مهال د هوا مرغۍ د بارودو د لوخړو پر ځای د کلي د توتانو پر ښاخونو ناستې وي او له خپلو همنوعانو سره د مینې راز او نیاز کوي، په اوربند کې د ښار واټونه په ملي بیرغونو ښکلي وي او د وګړو په څېرو کې زړه راښکونکې موسکا د ژوند ترانې وايي. اوربند د کلي او ښار، شتمن او نادار تر منځ شته فاصلې رالنډوي او د سوله ییز ژوند د شېبو یاد پرې تازه کېږي.
موږ د ستر افغان ولس په استازولۍ یو ځل بیا د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کوو چې د شپنیو لېونیو او ړندو چاپو، ښار او بازار کې له وژونکو چاودنو او بمي بريدونو دې لاس په سر شي؛ د جګړې د پای ته رسولو په پار دې خپل نېک نیت څرګند او یو دایمي اوربند ته دې لاره هواره کړي.