د السلام افغان سولې موسیسې له لوري په پلازمينې کابل کې د هېواد ډېرو ولايتونو څخه ځوانان په دې موخه را غونډ شوي، چې د جنګ په ښکېلو غاړو د سولې لارې چارې ولټوي او د اوربند غږ وکړي.

دغه کنفرانس کې چې شمېر يې لسګونو ځوانانو او مېرمنو ته رسيده د سولې او پخلاينې لپاره خپل نظرونه څرګند کړل.

 د السلام موسیسې مشر سيف الله احمدزی وويل، د دې غونډې څخه یې هدف دادی، چې د سولې د پروسې لپاره د ځوانانو نظريات را غونډ کړي او په راتلونکي کې ورڅخه ګټه واخلي.

ښاغلی احمدزی وايي د ځوانانو په همکاري به هڅه وکړي، چې د هغو سيمو ځوانان چې د وسلوالو طالبانو له خپلوانو څخه وي پخپلو راتلونکو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړي، ترڅو د سولې د بهير د چټکېدو لپاره د دوی نظرونه هم واخلي.

نوموړی وايي دوی پخوا هم دا ډول غونډې کنفرانسونه جوړکړي او په دې برخه کې به دوی خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

د کنفرانس ګډونوالو د جګړې د کمېدو لپاره د ټولو ځوانانو مسئوليت وباله، چې پخپلو سيمو او بانډو کې د سولې انګېزه او مثبت پيغامونه خپاره کړي.

مرجان هڅاند او محمد رحيم احمدزي وويل حکومت او وسلوال طالبان دې د خلکو نظرونو، وړانديزونو ته احترام وکړي او د جګړې د مخنيوي لپاره دي د خلکو غوښتنې ومني.

دوی وايي چې ځوانان او مشران دې په بې طرفه ډول د سولې هڅې ګړندۍ وساتي او دغه غږ دې لوړ وساتي.

د دې کنفرانس يوې بلې ګډونوالې مينې ابراهيم خېل وويل، افغان ښځو په تېرو اتلسو کلنو کې خپل اسلامي شريعت او اسلامي کلتور له مخې ټولې چارې په مخ وړي او په راتلونکي هم غواړي، چې د تېرو کلنو لاس ته راوړنې وساتل شي.

آغلې ابراهيم خېل وايي د سولې خبرو د برياليتوب لپاره اوربند مهيم دی او د ټولو افغانانو په ګټه دی.

د دې غونډې يو بل ګډنوال صالح جان صالح وويل جګړه هره ورځ له افغانانو د کورنيو د غړيو ژوند اخلي او کورنۍ د غم په ټغر کينوي.

ښاغلی صالح وايي د سولې په راتګ سره به په هېواد کې ملي ګټې خوندي شي او تر ډېره به په ټولنه عدالت پلی شی.

په پلازمينه کابل او ولايتونو کې د سولې راوستو لپاره تر ډېره لويې او وړې غونډې تر سره کېږي او له وسلوالو طالبانو او حکومت غواړي، چې د افغانانو د ژوندانه د ښه کېدو لپاره سوله وکړي.

په دې وروستيو کې تر بل هر وخت د سولې خبرې تودې شوې او د امريکا په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.

راپور: ياقوت جلالزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *