له هغې ورځې ولسمشر غني لوی جرات وکړ او له طالبانو سره یې اته ورځې اوربند وکړ چې هیڅ ډول عملیات او بریدونه به پرې نه کیږي، د خلکو سترګې طالبانو ته پاتې شوې چې اوربند به یو طرفه پاتې شي او که د افغان حکومت په ځواب کې به اوربند وکړي، خو دوه ورځې وروسته طالبانو هم اعلامیه خپره کړه چې د اختر درې ورځې به پر افغان ځواکونو، دولتي مامورینو او عامه ځایونو کې بریدونه نه کوي، لکه څنګه چې د افغان حکومت کې القاعده، داعش، لشکر طیبه او نورې ترهګرې ډلې له اوربند مستثنا وې چې بریدونه به پرې کیږي، داسې د طالبانو په اوربند کې بهرني ځواکونه مستثنا دي او هر کله پرې برید کولای شي.
ولې اوربند؟
افغان حکومت په پټه د طالبانو له ځینو مشرانو سره د سولې خبرو ته نږدې شوی او تمه شته چې طالبان به له قید او شرط پرته د سولې د خبرو میز ته کیني او وسله واله مبارزه به په سیاسي مبارزې بدلوي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې د اوربند پریکړه وکړه، د سولې په تړاو یې خپل دریځ ډاګیز کړ چې سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې هر ډول تبلیغات چې د افغان دولت پرضد کیږي، بې ځایه دي.
ولسمشر غني لکه څنګه چې هره وینا کې پر سوله ټینګار کوي، همداسې په عمل کې هم کار کوي چې د سیمې او نړۍ په کچه داسې اجماع رامنځ ته شي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او افغانان په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.
د ولسمشر محمد اشرف غني لومړیتوب همدا دی چې جګړه ختمه او افغانانو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي، ولسمشر په دې برخه کې هر ډول قربانیو ته تیار دی او پر طالبانو یې څو ځلې غږ کړی چې خپل شرطونه وړاندې کړي او په مخامخ خبرو کې خپله ستونزه له افغان دولت سره شریکه کړي، خو طالبانو تل د ولسمشر پيغام ته د شک په سترګه کتلي دي.
دا چې طالبان ولې د افغان حکومت د سولې پيغام ته لبیک نه وایي، په دې اړه بیلابیل نظرونه شته، د طالبانو په لیکو کې ځینې مشران اعتراف کوي چې ځینې هېوادونه نه غواړي چې د طالبانو مشران له افغان حکومت سره سوله وکړي، ځینې بیا په دې اند دي چې د حکومت دننه ځینې کړۍ د سولې مخالفت کوي او همدا لامل دی چې طالبان یې پر افغان حکومت بې باوره کړي.
خو دا مسایل هغه وخت ښه ډاګیز کیدای شي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني او شل او شل نیمې ټولې په میز سره بحث کړي.
اوس چې په اولس کلونو کې لومړی اوربند شوی، همدا خپله د سولې شین څراغ دی او زیات افغانان په تمه دي چې یا به دا اوربند اوږد شي او یا به بیا بیا اوربندونه رامنځ ته کیږي چې بلاخره افغانان به پکې سولې ته ورسیږي.
د اوربند لپاره احتمالي وړاندوینه
افغانستان کې زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت کوي او په بیلابیلو نومونو باندې افغانان وژني، دا ډلې په ښکاره د اسلام چیغې وهي، خو په پټه د مافیا او بهرنیو استخباراتو لپاره کار کوي چې هر ډول رزالتونه ترسره کوي.
د اوربند په ورځو کې امکان لري چې پر افغان ځواکونو او عامه ځایونو باندې وسله والې ډلې برید وکړي، دا کار د دې لپاره کوي چې د اوربند باور زیانمن کړي او بیا هيڅکله جګړه کې ښکیلې غاړې اوربند ته غاړه کینږدي او یا اوربند تمدید نه کړي.
د طالبانو په منځ کې ځینې ډلې شته چې طالبانو پرې هم اعتراف کړی چې د طالب په نوم هیڅ د ملا هیبت الله تر امر لاندې کار نه کوي، خو هر کار بیا د طالب په نوم کوي او ممکن د اوربند د نوم بدي کولو او سولې پروسې د بې باوره کولو لپاره لاس پکار شي.
دا نو په طالبانو پورې اړه لري چې څنګه د دوی تر واک لاندې سیمو کې د دې ډلو مخه نیولی شي چې د اوربند په ورځو کې پر هیچا برید و نه کړي او هر ځای له چاودنو ډډه وکړي.
داسې احتمال هم شته چې ځینو سیمو کې پر طالبانو چریکي بریدونه وشي چې طالبان پر افغان حکومت بې باوره کړي، ځکه په افغانستان کې زیاتې ډلې د دې لپاره کار کوي چې بې باوري زیاته کړي او د جګړې له درکه زیاتې پيسې لاس ته راوړي.
په دې کې شک نشته چې افغانستان کې مافیا د سولې په تاوان ده او د جګړې له درکه دومره پيسې لاس ته راوړي چې وسله والې ډلې پرې تمویل کوي او بیا یې د خپلو ګټو لپاره په یو او بل نوم کاروي.
نو د اوربند په ورځو کې اړتیا ده چې طالبان له دقت او بیدارۍ کار واخلي چې تر واک لاندې سیمو کې یې هیڅ داسې حرکت و نه شي چې له افغان حکومت او افغانانو سره یې باور نور هم زیانمن شي او د سولې پروسه له لا ډیر ځنډ او خنډ سره مخ کړي.