د دوه اړخیز اوربند له اعلان سره سم په خلکو کې لکه نوې سا چې ننوتي وي، داسې تازه، بیداره او ډاډه دي، لکه د سولې ارمان ته چې رسیدلي وي.
که څه هم تراوسه د افغان حکومت اوربند نن پیل شوی او د طالبانو اوربند ته ۴ ورځې پاتې دي، خو خلک همدا نن فکر کوي چې اوربند پيل شوی او هره سیمه د ژوند کولو لپاره مساعده ده.
افغانان په اولس کلونو کې لومړی ځل اوربند تجربه کوي، که څه هم د اوربند ورځې کمې دي، خو خلک تمه لري چې دا اوربند به تمدید کېږي او یا به د باور فضا رامنځ ته کوي چې طالبان پر حکومت او حکومت پر طالبانو باور وکړي.
د کابل او نورو ولایتونو هغه بازارونه چې د وروستیو چاودونو له کبله تړلي و او یا پکې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه، اوس پکې جوش زیات دی او زیات خلک په ډاډه زړه کار کولو او ژوند کولو ته زړه ښه کوي.
افغانان چې کلونه د اوربند او سولې غږ کوي او دا غږ یې چا نه و اوریدلی اوس د اوربند له غږ سره داسې فکر کوي چې دویم ژوند ورته په لاس ورغلی دی.
هغه میرمن چې اولاد یې په افغان ځواکونو کې دنده لري، دا اختر په تمه ده چې زوی به یې د ځمکې له لارې کور ته راځي او پرته له خطره به له خپلې کورنۍ سره اختر نمانځي، ځکه د طالب له خوا هیڅ خطر نشته او مور به د زوی په تړاو دومره انديښنه نه کوي، لکه څنګه به یې چې نورو اخترونو کې کوله.
هغه میرمن چې اولاد یې د طالبانو وسله په اوږه ایښې او د افغان ځواکونو پروړاندې جګړه کوي، دې اختر کې به له دې ویره نه لري چې د زوی شپه یې په غره او یا صحرا باندې وې، زوی به یې له کورنۍ سره یو ځای اختر په ډاډ سره نمانځي او کولای شي هر ځای او هر جومات کې د اختر لمونځ وکړي او له هر چا سره اختر ونمانځي.
دا اختر دا ویره نشته چې افغان ځواکونه به د یو طالب د نیولو پسې ځانګړي عملیات وکړي، دا ویر هم نشته چې د ملي اردو یو عسکر کور ته راغلی او طالب یې د شپې په نیولو پسې راځي.
موږ په تېرو اخترونو کې هم د خوشحالیو پر ځای د جګړې د قربانیانو اوښکې توی کړي او د اختر په جامو کې مو د اختر د لمانځه پرځای د جنازې لمونځونه کړي، خو دا اختر پوره تمه او هیله شته چې د اختر خوښۍ مو دوه دي، یوه د اختر او بله د اوربند.
دا هر څه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تګلارو نتیجه ده، ولسمشر ژمن دی چې افغانان به د سولې ارمان ته رسوي او تر هغې به طالبانو ته نږدې کیږي او مایله کیږي، تر څو یې چې د سولې خبرو ته نه وي کینولي.
طالبانو ته هر کال د اختر په ورځو کې د اوربند بلنه ورکړل شوې، خو طالبانوهر ځل د اوربند غږ رد کړی دی، یو لامل دا و چې د باور فضا نه وه، اوس چې ولسمشر د سولې پروړاندې ځینې خنډونه له منځه وړي په طالبانو کې یې د باور فضا رامنځ ته کړې او د سولې په تړاو زیري به هم انشاءالله واورو.
ولسمشر چې له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو بریالی شو او هغه ژمنې یې چې کړې پوره کړې، نو په طالبانو باندې هم بریالی کیږي چې قناعت ورکړي او د جګړې پر ځای یې له افغان حکومت سره ګډ کار ته وهڅوي.
په طالبانو د سولې پلویان ډير دي، خو دا چې په تېرو کلونو کې طالبانو باور نه درلود نو ځکه یې د سولې پر ځای په جګړه تمرکز زیات و، اوس چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په تړاو خپل نیت په ډاګه کړی او په عمل کې یې کار کړی، نو طالبان هم مجبور شوي چې ځان نرم کړي.
افغان حکومت د ولسونو رښتنې اراده تمثیل کړې چې د سولې لپاره یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځ ته کړې، خو دا چې دا اجماع به کله پایله ورکوي، اوس یې وخت نږدې شوی دی، کله چې د افغان سولې په تړاو د سیمې او نړۍ اجماع نه وي، په کور دننه هر ډول هڅې ناکامه کیدای شي.
له دې سترګې نه شي پټیدلی چې په افغانستان کې د جګړې لپاره طالبان او نورې ترهګرې ډلې د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویل کیږي او تر هغې چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان له جګړې لاس و نه باسي په کور دننه سولې ته رسیدل ناممکن دي.