حامد مایار ||
په ناڅاپي ډول د حکومت او طالبانو لخوا د اختر په مناسبت د تاریخي اوربند اعلانېدو د سولې په تړاو ټول ابهمات، ننګونې، تخریب، افواهات، ادعا ګانې څنډې ته کړل، بر عکس په دې پروسه یقین زیات، د خلکو بې باوره افکار د باور چارچوب ته داخل شول.
په دری ورځني اوربند کې له کلي ډارول شویو اومنع شویو لوړ پوړو او عادي مامورینو خپلو ترک کړیو پلرنۍ مېنو ته ساتنه شول، کلی، ګودر، د کلي په مینځ کې له کورونو څخه هوا ته لارې کړیو لوګيو او په ګڼو نورو کلیوالي رنګونه یې د سترګو تنده ماته او زړه تازه کړ.
طالبانو هم په هیڅ څه صرفه ونکړه، په دې محدوده کې یې په پاخو سړکونو د موټر سایکلونو له ځغلولو، د اردو او نورو امنیتي ځواکونو سره له غاړې غړۍ را نیولې ان د کابل د بهارستان په ایسکریمو یې خپل جل وهلی او له کابله تښتېدلی زړه یخ کړ.
په دری ورځني اوربند کې د جګړې دواړو اړخونو خود جوشي ثابته کړه، په دواړو خواوو کې خلکو ته نسبي خپلواکي ثابته شوه، د دواړو اړخونو لخوا د جګړې دوام د وخت مجبوري وګڼله شوه.
په ظاهر کې د دواړو له خولې یو غږ او نظر راوتو، لنډ مهالي حالت خلک هک په پک کړل او هر څه یوازې خوب لیدل ورته ښکارېدل.
اوربند خلاص شو، مرګونه بیخي کم و، ځانمرګي، چاپې، بې پیلوټه، ډلیز بریدونه اوس له خلکو هېر ښکاري، په کابل او ولایتونو کې وضعیت بدل، نظر مثبت، راتلونکې ته هیلې زیاتې او د پردې تر شاه مثبتو خبرو روښانه کېدو ته ولسونه ثانیې شماري.
خو له دې ټولو سربېره لاهم یو څه بې باوري په خپل ځای ده، که لویه ستونزه نه ده کوچنۍ یې هم باید ونه ګڼو، که باور اوربند رامینځته کولی شي بې باوري جګړې ته شدت هم ورکولی شي.
سوله ممکنه ده، دواړه لوري له جګړو ستړي او آرام ژوند ته تږي دي، خو دا هر څه ډېر آسانه او سخت دي.
سوله څنګه ټېنګېدای شي؟
لومړی باید د دواړو لورو تر مینځ د باور فضا را مینځته شي، حد اقل دواړه لوري دومره وپوهیږي چې زموږ په دانه، دانه مرمۍ افغانان وژل یا ژوبلیږي.
په دې باید پوه شي چې جګړه زموږ نه پردۍ ده، په دې باید قناعت وکړي چې د دواړو وینه یو رنګ ده، دا هم باید ومني چې د جګړې دوام د تباهۍ بنسټ دی او په دې خو یقین ولري چې یو لوری هم نشي بریالی کیدلی.
په تېر کې د اوربند تجربو ښودلې چې بریالي اوربندونه د سولې په ټینګښت منتج کیدای شي، اوس سوله او جګړه د نازک مزي په څېر ده چې کلک نیول یې په سوله او شلېدلی یې په جګړه تبدیل کېدای شي.
که له ځیرکتیا کار واخیستل شي، ټول په دې مطمین دي چې د سولې ټینګښت ممکن دی، خو پر وړاندې یې بې پروايي هم د دې لامل کېدای شي، چې یو ځل بیا د دواړو لورو افکار په هغې دوښمنۍ بدل شي چې اولس کاله یې پالنه وکړه.
افغان سوله یوازې په افغانانو پورې اړونده ده، پاکستان، امریکا، ایران، روسیه او ګڼ نور هېوادونه تر اوسه د سولې په برخه کې ريښتنی قصد نلري، دوی دلته د جګړې لپاره سرمایه ګزاري کړې، دوی په جګړه پورې ګټه تړلې، دوی سوله اوس مناسبه نه ګڼي، نو لازمه دا ده چې په دغو هېوادونو باندې د سولې د منځګړيتوب لپاره فشار زیات او د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ د تللي باور د بیا احیاء لپاره د هلمند په څېر ولسي حرکتونه پراخ او په عمومي کچه یې ملاتړ وشي.
سوله، ژوند دی، سوله، پرمختګ دی او سوله مینه ده.
جګړه، مرګ دی، جګړه تباهي ده،او جګړه منفوره ده.