د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون لخوا د ازادې سیالۍ او د جمهوري ریاست د مقام د(۵۳۴۳) نمبر حکم له مخې اورنګ زیب د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د اداري او مالي مرستیال په توګه له ټاکل کیدو وروسته نن د یاد کمېسیون د دارلانشاء ریس ضیاء الحق امرخیل لخوا د کمېسیون مسولینو او کارکوونکو ته ور وپيژندل شو.
ښاغلي ضیاءالحق امرخیل د اورنګزیب تقرر دټاکنو دخپلواک کمېسیون داداري او مالي چارو دښوالي په اړه یو مهم ګام وباله او ترې غوښتنه یې وکړه چې دمالي او اداري سیستمونو په پياوړتیا او دشته تجربو او ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې سره په ادره کې اسانتیاوي او نوښتونه رامنځته کړي.
اورنګ زیب دکمېسیون غړو او کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې ورسپارل شوې دنده به پوره صداقت او په بې پریتوب ترسره کوي او دکمېسیون دشته ظرفیتونو څخه به په ګټې اخیستنې او ښې ادارې سره دراتلوونکو رڼو او سراسري ټاکنو لپاره به شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
اورنګ زیب په مالي او اداري چارو کې د مسلکي کس ترڅنګ دکابل پوهنتون دکرنې پوهنځي څخه لسانس ترلاسه کړی. په پښتو، دري او انګلیسي ژبوروانې خبرې کوي.
اورنګ زیب له دې مخکې په لوړو زدکړو وزارت کې دتراسپورت مدیر،دپکتیکا ولایت دمالي او اداري ریس او په سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره کې د تدارکاتو او خدماتو دریس په توګه دنده ترسره کوله، چې په دولتي ادارو کې پنځه کلنه کاري تجربه لري.
دیادونې وړ ده چې له دې مخکې زکریا بارکزي د دارلانشاء دمالي او ادري مرستیال په توګه دنده ترسره کوله چې نوموړي څه کم یوکال دمخه دیاد پوست څخه استفاء وکړه، چې اوسمهال یاد پوست دقانون سره اعلان ته سپارل شوی و چې دازادې سیالۍ له لارې اورنګزیب یاد پوست ته بریالی او رسما د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکو ته ورپیژندل شو.